او دا هم زما د عمرې د سفر په اړه لنډي څرګندوني/ عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

څومره ښه د خوند سفر دی ځم مکې او مدينې ته

په طواف او په دعاګانو له نژدې ګورم کعبې ته

څه عجب ښکلي بختونه، عجب ښکلي وصلتونه

څومره ښکلي ديدنونه، څومره ښه ښکلي وختونه

دا چي دلته داسي خوند دی او دي داسي ښه حالونه

په جنت کي به لا څومره ډېر وي ښه، ښه نعمتونه

بس ای خدايه ستا بنده يم هر، هر حکم دي منمه

په بدل کي يې ای ربه ! د جنت هيله لرمه.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:«العُمْرَةُ إِلَى العُمْرَةِ كَفَّارَةٌ لِمَا بَيْنَهُمَا، وَالحَجُّ المَبْرُورُ لَيْسَ لَهُ جَزَاءٌ إِلَّا الجَنَّةُ» صحيح البخاري، کتاب العمرة[الحج]، باب العمرة، وجوب العمرة وفضلها، ۱۷۷۳ حديث او صحيح مسلم، کتاب الحج، باب في فضل الحج والعمرة، ويوم عرفة، ۳۱۷۹ / ۱۳۴۹حديث.

ژباړه: يوه عمره(په ځانګړو شرايطو د بيت الحرام زيارت) تر بلي پوري د هغو (صغيره [کوچنيو]) ګناهونو محو کوونکې او له منځه وړو نکې ده چي د دوو عمرو په منځ کي تر سره کيږی. او منلی(مقبول او مبرور) حج (هغه حج چي ګناه او ناروا پکښي ونه سي) له جنته پرته بله بدله نه لري.

همداراز رسول الله صلی الله عليه وسلم د انصارو يوې ښځي ته فرمايي: «فإذا جاء رمضان فاعتمري، فإن عمرة فيه تعدل حجة» صحيح البخاري، کتاب العمرة[الحج]، باب عمرة في رمضان، ۱۷۸۲ حديث او صحيح مسلم، کتاب الحج، باب فضل العمرة في رمضان ، ۲۹۲۷ / ۱۲۵۶حديث.

ژباړه: کله چي روژه راسي، نو عمره وکړه، ځکه په روژه کي عمره د يوه حج په کچه ثواب لري.

ما لومړی فرضي حج د طالبانو د اسلامي تحريک له ولسي ملاتړ څخه برخمن شرعي حکومت په وروستي کال وکړ. هغه مهال نه دا اوسنۍ درغلۍ وې نه چلول او نه د دې اسلامي، فرضي عبادت د اداکولو لپاره دومره ګراني او مشکلات. ښه مي په ياد دي چي هم حج ډېر ارزانه وو او هم لکه چي د حج له پيسو څخه څه پيسې پاته سوي وې، بيا يې هر حاجي ته په مکه مکرمه کي شپږ وه که اوه سوه رياله بېرته ورکړه. په دې حساب حکومت د يوه تن حاجي څخه څوارلس سوه ډالره واخيستل.

له ډېره مهاله مي په زړه کي دي چي بل حج د خپلي مېرمني سره وکړم، خو له بده مرغه په دې د سراښو سياڼه ګانو په بلواکي حکومت کي تر اوسه پر دې نه يم موفق سوی. څنګه چي په دې وروستيو کي عمرې ته تګ څه آسانه او په نسبتاً لږو پيسو سوی دی، ځکه مي نو وپتېيل چي د خپلي مېرمني سره همدا اوس عمرې ته ولاړ سم او بيا که مي نصيب وو حج به هم وکړو. د يادولو وړ ده چي د دې سپېڅلي سفر ټول لګښت هم زما زوی ننګيالي په خپله خوښه او په ډېره مړانه پر غاړه واخيست او هر څه چي ور ته اړتيا وه په بشپړه توګه يې راته برابر کړل. لوی څښتن دې په دواړو نړيو کي په عزت او سرلوړی کړي.

خدای ورشتيا د دې کار د مقدماتي کارونو د تر سره کولو لپاره ډېر وځغاستم او ډېر يې ستړی کړم. له يوې خوا د کابل ژمی وو له بلي خوا د بلواکي بوروکراتيکی ادارې مشکل تراشۍ. د مېرمني د پاسپورټ اخيستل، د هغې د تذکرې تاييد، په کابل کي زموږ د اوسېدو تصديق، نکاح خط جوړول ، روغتيايي تصديق ترلاسه کول، دا هغه کارونه ول چي نژدې دوې مياشتي پسي وځغاستم.

د دې هفت خوان رستم تر تېرېدو وروسته مي د ميا افغان توريستي شرکت د مشر حاجي اخند نومي سره تماس ونيو. که عماره ، يعني په سعودي کي د اوسېدو ځای  حرمينو ته څه نژدې وي ۹۵۰ ډالر او که څه ليري وي ۸۵۰ ډالر يې اخيستل. په دې منځ کي اخند زاده صاحب (د طالبانو د مهال د بهرنيو چارو وزير وکيل احمد متوکل) زموږ په عزم خبر سوی وو. هغه راته وويل چي وېزې به زه د سعودي له سفير څخه درواخلم. خدای دې جنتي کړي وېزې هغه راواخيستې. بيا مي فکر وکړ چی سياسره در سره ده که دا نور کار په حاجي اخند وسي ښه به وي. ځکه مي نو پاسپورټونه هغه ته ورکړل او هغه پخپله داوطلبانه راته وویل چي زه به يوازي زما مصرف درڅخه واخلم. ستاسي د خوښي سره سم به ستاسي د الوتکي الوتنه په پنجشنبې او که ونه سو، په يکشنبې له کندهار څخه جدې ته وي، موږ هم خپل د کندهار کور ته ولاړو. په کندهار کي مي علی الحسابه ۱۰۰۰ډالر د حاجي اخند حساب ته ولېږدول، خو نه مو په پنجشنبې الوت وسو، نه په يکشنبې. د حاجي اخند موبايل هم پر له پسې بند وي. تر ډېر انتظار وروسته له حاجي اخند څخه نهيلي سوو. د هغه يو استازی مو په کندهار کي پيدا کړ، پاسپورټونه مو له کابل څخه په راوغوښته، له زرو ډالرو څخه يې ۷۰۰ ډالر راکړه او ۳۰۰ ډالر مي بيا زوی په جنګ او ډېر تکليف ځني اخيستي وه. بيامو له صافي ايروېز څخه د کندهار  –جدې او جدې  –کابل دو طرفه ټکټونه واخيستل او په کندهار کي تر ۱۷ ورځو پاته کېدو وروسته مو د ۱۳۹۵ لمريز کال د سلواغې پر ۱۹مه چي د ۲۰۱۷ع، کال د فرورۍ ۷مه کيږي د کندهار په نړۍ وال هوايي ډګر کي احرامونه وتړل او ماخستن پر اته او پنځوسو دقيقو مو الوت وکړ او د شپې د جدې هوايي ډګر ته ورسېدو.  

اوس نو شپه ده، د څو ډسکونو(ځانګړو مېزونو) تر شا عرب ځوانان ناست دی، پر پاسپورټونو دخولي وهي او زياتره افغانان او څه نور مسافر په ليکو کي ودرېدل او ”الانتظار اشد من القتل“ پيل سو. دا عرب ځوانان په بې نهايته بې پروايي ، ځنډ او اوسني عربي غرور کار کوي، کله يو له بله خبري او مجلس پيل کړی، کله يې يو تن هاخوا دې خوا وګرځي او کله هم موږ ته راسي او ووايی:”ارجعوا !“.(شاته سئ!) ان يو مي وليد چي هم کار کوی او هم په موبايل کي فېسبوک ګوري او څه پکښي وليکي. خدای ورشتيا دلته ډېر په تکليف سولم او ان پر پښو مي درد سو. کله چي له دې عذابه خلاص سولو د هوايي ډګر له ترمينل څخه دباندي د يوه افغاني سياحتي شرکت استازی د ورلېږلو شوو کسانو پر سره ټولو او په بس کي د هغو پر کښېنولو سرګردان دی او کسان يې نه سره را ټوليږی، خو موږ دوه تنه پخپله په هغه ټکسي کي کښېنستو چي ډرېور يې د مکه، مکه ناري وهلې او پر نفر يې پنځوس رياله غوښتل. په ډېر لږ وخت کي يې مسجدالحرام ته نژدې کښته کړو، د تهجد اذان وسو، بکسونه مو د امانت په هغو صندوقونو کي د دېرشو ريالو په مقابل کښېښوول چي د مسجد حرام په دباندي اور شو کي شتون لري. ښې شېبې، ښه سهار او خوښۍ وې، د لوی څښتن د سپېڅلي کعبې په ليدو مو له نژدې سترګي رڼې سوې. د عمرې مناسک مو سرته ورسول، ځانونه مو حلاله کړل، د مسفلې پر شارع ابراهيم الخليل باندي، حرم ته نژدې مو د پاکستانيانو په يوه هوټل کي اتاق ونيو.

په مسجد الحرام پوري تقريباً نښتی برج الساعه نوې ودانۍ وه. وايي دا د نړۍ د ساعت د برجونو تر ټولو لوی برج دی، چي د ځمکي له سطحي څخه څلور سوه کېلو متره جګ دی او د مکې له ټولو خوا وو څخه ليدل کيږي. د مسجد الحرام اذان هم د دغه برج په واسطه تر اوو کېلو مترو پوري اورېدل کيږي. د اذان پر وخت د دغه برج په لوړه برخه کي د يوويشت زرو ګروپونو په واسطه سپینه او زرغونه رڼا رامنځ ته کيږي چي تر دېرشو کېلو مترو پوري يې رڼا ليدل کېدای سي او ښيي چي د لمانځه وخت داخل سوی دی. د دې ستري ودانۍ د ننه ۴۰۰۰ ډول ډول مارکېټونه، دکانونه، سوداګريز مراکز او دفترونه ، خوړنټونونه ، د ودونو او غونډو صالونونه، او ستر او په هر څه مجهز هوټلونه او نور وه چي  سونا حمامونه او د تودو اوبو حوضونه، (concierge) خدمات او نور وسايل يې درلودل. اماهر څه يې په ډېره ګرانه بيه وه چي د هر چا وس نه ، بلکي صرف د غټانو او شتمنو، بېلر بدنو عياشانو وس په رسېدی، خو پر ليکلي وه چي:(وقف الملک عبدالعزيز للحرمين الشريفين).

بله د پام وړ خبره داوه چي په مکه مکرمه کي د عمرې لپاره د ورغلو ګڼه ګوڼه تقريباً د حج د موسم غوندي ډېره وه. د دې لامل ښايي داوي چي سعودي حکومت هم د خپل دخل تشه او هم د خپلو خلکو پرېشاني درک کړې وي او د عمرې د وېزې په کار کی يې آسانتياوی راوستلي وي. څو زيات اسعار ورسي.

ښه، يوه ورځ مو ټکسي ونيو او د مکې پر متبرکو اماکنو وګرځېدو. ښه خوند يې وکړ، هم عبادت وو، هم سياحت. پر جمراتو(د شيطانانو پر څلو) يې داسي څو منزله ودانۍ او نور سړکونه جوړ کړي وه چي ښايي په راتلونکې کي د جمراتو د ويشتلو پر مهال د حاجيانو د مرګ ژوبلي د پېښو مخه ونيسي. (دايې هم انځور دی).

                                                                     د جمراتو د نوو ودانيو انځور

د مسجد حرام او مکې مکرمې کتابتونونه مي هم وليدل، خپل کتاب (آسان تفسير؛ د توبې سوره) مي د مسجد حرام کتابتون ته اهدا کړ. د دواړو حرمو په کتابتونونو کي پر هر مېز باندي کمپيوټرونه، د انټرنيټ ، فوټو سټيټ او نورو آسانتياوي موجودي وې. د مسجد حرام په کتابتون کي د نورو ژبو کتابونه وه، خو پښتو کتابونه پکښي نه وه، يو د مولوی عبدالسلام رستمي د دارالسلام چاپ تفسير مي پکښي تر سترګو سو.

ماخپل کمپيوټر هم راسره وړی وو او د آسان تفسير د نور د سورې يوه برخه مي د ننه په مسجد حرام کي، د کعبې شريفي په ګاونډ او په مدينه منوره کي د تبرک لپاره ولیکل.

يوه ډېره خوندوره دا هم وه چي مکې مکرمې ته زموږ د ورتلو په دوهمه ورځ زما ګران ورور ډاکټر صاحب نثار احمد صمد واصفي د مسجد الحرام په مطاف کي په مخه راغی. هغه او يو بل دروند شخصيت ښاغلی احمدشاه هوتکي (چي په کاناډا کي له بېخي ډېره وخته د افغان رسالې په نامه د څه له پاسه دېرش مخيز اخبار په بڼه مياشتنۍ چاپي خپرونه او پر انټرنيټ باندي ويب پاڼه چلوي) له کاناډا څخه د خپلو کوروالاوو سره د عمرې کولو لپاره راغلي وه. د هغو سره مي هم  د فرصت په وختونو کي خوندور مجلسونه وکړه الله دې مل او ملګری سي.

څو ورځي وروسته مدينې منورې ته ولاړو. هلته هوا لږ څه سړه وه. د مدينې منورې هوا پرانيستې، معطره او ښکلې وه. وني او بڼونه پکښي ډېر ښکارېدل. د لوی څښتن د پيغمبرصلی الله عليه وسلم مېنه وه. د دې ښکلي او بختور ښار په يوه برخه کي د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک جسد او د هغه د نازنينو اصحابو کرامو ډېر جسدونه ښخ دي. هلته نبوی مسجد دی، هلته قبا مسجد دی، هلته قبلتين مسجد دی، هلته د بدر، احد او خندق او نورو غزاوو او د اسلام لپاره د سرښندونکو درنو هستيو د اتلوليو ډګرونه دي او نور ډول ډول اسلامي تاريخي آثار، علمي مراکز او شخصيتونه هم.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سلام او زيارت، د ابوبکر صديق او عمر فاروق او نورو صحابه وو د سلامونو او زيارتونو، په نبوي جومات، قبا او قبلتين جوماتونو کي د لمونځونو او د البقيع هديرې او نورو تاريخي اماکنو د ليدلو خوندوري شېبې ډېري په زړه پوري او نه هېرېدونکي او له اغېزو ډکي دي.

د نبوي مسجد کتابتون ته هم ورغلم، دغه کتابتون ته مي هم خپل کتاب (آسان تفسير؛ د توبې سوره) اهدا کړ. په دې کتابتون کي ډېر نایاب کتابونه او قلمي نسخې خوندي دي او د مسجد الحرام تر کتابتون يې هم کتابونه ډېر وه او هم مراجعين او مطالعه کوونکی.

بالاخره مو دا د عمرې د عبادت ښکلی او خوندور سفر د ۱۳۹۵ کال د کب د مياشتي پر درېيمه پای ته ورساوه. په دغه ورځ جدې ته ولاړو د جدې ښار مو هم لږڅه وليد ، ښکلي سوداګريز ښار وو، خو د ښار دننه يې هيڅ ونه نه ښکارېده. بيا د جدې نړۍ وال هوايي ډګر ټه ولاړو د شپې مو الوت وکړ، الوتکه يې په کندهار کي کښېنول او دوساعته تم سوه او بيا يې د ورځي د نهو بجو په شاوخوا کي کابل ته په خير سره راورسولو.

باید ياده کړم چي ښه سو چي موږ د شرکت سره د نورو عمره کوونکو په ډله کي نه ولاړو، اخند زاده صاحب متوکل ته دي خدای خير ورکړي چي موږ ته يې آزاده وېزه واخيسته. آزادي وېزې ډېر سهولتونه درلوده، هري خواته چي به تلو د خپل سر وو، په کوټه کي هم سره بېل نه وو او لګښت مو هم ډېر لږ وسو.

ليدني کتني:

(الف) له جدې څخه د مکې پر لار د سړک پر دواړو خواوو پر لوحو باندي تجارتي اعلانات ډېر ښکارېدل او د سړي زړه ته يې دا اچول چي هلته ماحول ډېر بدل سوی او مادي سوی دی او داسي نه ښکارېدل چي دا د مسلمانانو يوه مذهبي سپېڅلي ښار ته غځېدلی سړک دی.

( ب ) د مکې او مدينې خلک تر پخوا زیات په پيسو ګټلو پسي سرګردانه وه او خلک د پخوا غوندي خوښ او بشاش نه، بلکي پرېشانه ښکارېدل. د ګټي وټي خوند يې نه وو. له خپل حکومت څخه دېر ناخوښه وه، د امريکا ضد او داعش د پلوۍ روحیه پکښي پياوړې سوې وه. د حکومت له خوا پر حرمينو باندي پیل سوی ودانيز کارونه ډېر کرار روان وه، نور ودانيز کارونه يا نه وه او يا لږ او کرار روان وه. اوس هم په سعودي کي د درانه صنعت البوشاکه نه ښکارېده. بازارونه ټول د کفري هيوادونو شيانو نيولي وه. ډېر رشتياني اسلامي عالمان يې بندي خانو ته اچولي وه. پاچايي کورنۍ ته يې ډېري ستونزي متوجه سوي وې. امريکا اوس په دې لټه کي ده چي سعوديانو ته د هماغي پخوانۍ اوږدې دوستۍ او پر امریکا یاندي د تکيې جزاور کړی. په یمن کي جګړې يې د اقتصاد د ملاتېر ورمات کړی دی. حکومت يې په سيمه او سعودي کي د ايران د مداخلو او د داعش او نورو ډېرو ورولاړو سوو ستونزو په وړاندي په سخته خرخښه اخته دی. تېل يې هم د ايران د تيلو د بازار ته کېدو له امله دومره ارزانه سوي دي چي ايله هغه پر را ايستلو باندي لګښتونه يې جوړ کړي. خلک يې هم زياتره د کار خلک نه دي. له حکومت څخه هم ملاتړ نه کوی. مغرور او ظالم هم دي، د نورو هيوادونو مسلمانان زياتره ځني کرکجن او ګيله من دي. له مذهبي پلوه هم د ډېرو مسلمانانو ښه نه ځني راځي. وايي: ” پک خو پک دی ، څوڼور لا هم دی“. سعودي ته که له دغو ستونزو څخه ځيني پخپله د سعوديانو له لاسه وي، وي به، خو د زياتو ورپېښو ستونزو تر شا يې د شيطاني امريکې او لوېديزو طاغوتانو لاسونه دي. هغو پر دوی باندي د عربو پسرلي د ليبيا، سوريې او عراق غوندي پلی نه کړای سوای او يو له بله يې سره ونه جنګولای سوای، ځکه يې نو ربیع العرب په دغه ډول پر راوست. زما اندېښنه ده چي په سعودي کي به حالات د هغو د واکمنۍ د ړنګېدو تر پولي ورسيږي او دغسي آرام به پاته نه سي. زموږ دعا ده چي د مسلمانانو د حرمينو دغه اسلامي هيواد د ظالمانو له ورانيو او بديو وژغوري او د امن، پرمختيا او هوسايی زانګو يې وګرځوي.

( ج ) لکه چي پوهيږو سعودي ته يو زيات شمېر افغانان په خپل هيواد کي له بدي ورځي او کار لپاره، زياتره په پاکستاني پاسپورټونو ورغلي دي. دغه افغانان هلته د سختو کړاوونو او سترنزو سره مخامخ دي. کارونه نه ورپيدا کيږي او د عربو له بدوضعيتيو څخه سر ټکوي. په نبوي جومات کي دوه افغانان راباندي پېښ سول. ويل يې په حائل کي اوسېدلو، کار نه را پيدا کېدی، حکومت ټېکه دارانو ته پيسې نه ورکولې، ځکه نو کارونه په ټپه ولا وه. بيا څو زره کېلو متره ليري يوې غرنۍ سيمي ته ولاړو، هلته هم کار نه وو، اوس دلته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د روضې زيارت ته راغلو چي خدای مو کار سم کي. ویل يې موږ افغانستان ته ځو خو زموږ کفيل ۱۸۰۰۰ رياله راڅخه غواړي او موږ يې نه لرو چي ور يې کړو او افغانستان ته د تلو کار مو سم سي.

بل د پېښور يوه پښتانه راته وویل: دلته کارونه نسته. اوس موږ غواړو پاکستان ته ولاړ سو، خو موږ څو موټر او د تعميراتي کار څو وسايل پخوا په ګرانو بيو اخيستي دي اوس د هغو بيو په درېيمه هم نه خرڅيږي او که يې ارزانه خرڅ کړو نو د کلونو کلونو ګتلي پيسې مو پکښي ځي. ځکه نو اوس له ناچاريه د جدې د باندي په يوه صحرا کي اوسو.

د دغو افغانانو د ستونزو اوارۍ ته نه د افغانستان بلواکی حکومت د پام اړولو جوهر لري او نه يې د سعودي حکومت په غم کي دی. د دوی دي يو الله چاره ګر سي.

( د ) په سعودي کي پاکستانيان ډېر بوخت دي. له سعودي مسکينانو او نورو بهرنيو مسلمانانو څخه يې تقریباً ټول کارونه نيولي دي. په حرمينو، سرتېرو،هوټلونو، بازارونو ، واټونو، ودانيو، پټرول پمپونو، موټرونو او ډېرو نورو کي پاکستانيان په ډول ډول کارونو لګيا دي. هر ځای چی به پاکستانيان ډېر مېشت وه، هغه ځای به يې داسي چټل کړی وو چي تابه ويل د لاهور په کومه چټله کوڅه کي ګرځم. خوړنټونونه خو نژدې ټول د پاکستانيانو وه. د عمرې لپاره د ورغلو پاکستانيانو شمېر هم بېخي ډېر وو. فقر به هم د دوی خلکو کاوه، هر ځای چي به خيرات وېشل کېدی پاکستانيانو به منډي وروهلې او ګڼه ګوڼه به يې جوړه کړې وه. پر لاري به روان وې پاکستاني به درته ويل: کوټه غواړې؟ سر خريې ؟ د بلي عمرې راوړونکی احرام والاچي به يې وليدی ورته ويل به يې: پر سر چاړه نه تېروې ، صرف پنځه رياله کيږي. ښځو او نرو به يې پر درې ګزيانو او ان پر سړکونو ځيني پاکستاني شيان خرڅلاو ته ايښي وه او ناري به يې پر وهلې. د مسجد آدابو او درناوي ته به يې هم ډېر پام نه کاوه. خو د غټو او حکومتي عربو ډېر درناوی او متابعت يې کاوه. له دې امله خبره تر دې رسېدلې وه، چي ان د حرمينو ټولي ليکني، لارښووني او لوحې لومړی په عربي او ترلاندي يې په اردو ليکل سوي وې.

( هـ ) موږ خو دلته په خپل هيواد کي (د يو څو تنو، ګوتو په شمېر امريکا مشربو، بلواکو سيکولرانو پرته) د ښځو او نارینه وو مخلوط (ګډ) تعليم لا ناسم کار ګڼو، خو له بده مرغه سعودي حکومت، او اسلامي عالمانو په مسجد الحرام کي د خدای پر کور کعبه شريفه باندي د ښځو او نرو ګډ طواف ته اجازه ورکړې ده. د دې ګډ طواف مخنيوی په ډېره آسانۍ سره کېدلای سي، خو که سعودي واکمن او ديني عالمان په دې اړه د خدای او مسلمانانو په وړاندي خپل دروند مسؤوليت درک کړی. د خدای پر سپېڅلي کور باندي په طواف کي د ښځو او نرو سره ډکې وي، د ښځو مخونه لڅ وي، ستريې له منځه تللی وي، د نرو او ښځو بدنونه سره نښلي، ان ځينو ښځو شونډان هم سره کړي وي او طواف کوي؟!  افسوس زموږ پر دې بې پرواييو!

پخواچي پر کعبه باندي نرو او ښځو طواف کاوه هغه مهال مسلمانان دومره ډېر نه وه او کېدلای سوای چي نر او ښځي په يوه وخت کي طواف وکړي، خو د نارينه وو سره نه يو ځای کېدلې او ډکې يې نه ورسره وهلې. حضرت بي بي عايشې به د نارينه وو سره په يوه وخت کي طواف کاوه، خو دا طواف به يې له هغو څخه ګوښه کاوه.

په صحيح البخاري کي راوړي چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم مېرمني ام سلمه هغه ته شكايت وكړ چي زه ناروغه يم او پلې طواف نه سم كولاى. نو هغه ورته وويل چي له خلكو ليري او گوښه په سپرلۍ طواف وكړه.

په هداية السالك كي ليكي: ابن منذر وايي چي بي بي عايشې رضي الله عنها به په نقاب كي او په ستر طواف كاوه.  د ابن قدامه په المغني كي له ابن الزبير څخه روايت دى چي بي بي عايشې به تر ماخستن وروسته يو يا دوه طوافه كول. دغه راز په دغه كتاب كي د محمد بن السائب له مور څخه روايت دى، هغه وايي: بي بي عايشې د ډېوو خاوندانو ته سړى ولېږى، څو هغه ووژني. نو كله چي هغو ډېوې ووژلې ما د بي بي عايشې سره په ستر او حجاب كي درې طوافه وكړه، حجراسود مو مچ كړه، د ملتزم سره مو دعاوي وكړې، زمزم اوبو ته ورغلو او د طواف لمونځونه مو وكړه.

په تاريخ کي نېکو، صالحو او د اسلام خواخوږو واکمنو ډېر ځله پر کعبه شريفه باندي د نرو او ښځو د ګډ طواف مخه نيولې ده ، خو بيا د سعودي غوندي بې پروا واکمنو دې چاري ته پام نه دی اړولی. په بخاري او د تاريخ په کتابونو کي راغلي دي چي د هشام نومي زوى ( محمد يا د محمد ورور ابراهيم كوم چي د خليفه هشام  بن عبد الملك اموي ماما او د هغه لخوا يو په بل پسې د مكې واليان ټاكل سوي وه ) په يوه وخت كي ښځي د نارينه وو سره له طواف څخه منع كړې.(وګورئ بخاري ۱۶۱۸ حديث).

تر ابن هشام د مخه حضرت عمر رضي الله عنه پركعبه باندي د ښځو سره يو ځاى د نارينه وو طواف منع كړى وو. بيا خالد بن عبد الله القَسري په طواف كي ښځي او نارينه سره بېل كړل. دغه راز په ۲۵۶سپوږميز.كال د خليفه المهتدي په پېر كي علي بن الحسن هاشمي د مسجد الحرام په ناسته كي ښځي او نارينه سره بېل كړل.

د هرات نامتو اسلامي عالم ملا علي قاري رحمة الله عليه د خپلو مناسكو په ۱۶۹ـ۱۷۰ مخونو كي ليكي :” له ډېرو فحشو منكراتو څخه يو دادى چي زموږ پر مهال په مكه معظمه كي د مسجد الحرام او مطاف په دې مباركه اورشو كي ښځي او نارينه يو ځاى او ګډ او په ګڼه ګوڼه طواف سره كوي. چي په خپل زينت او عطر وهلو نور پرهيزګار طواف كوونكي په تشويش كوي او زوروي. او د نورو وګړو سترګي هم هغو ته وراوړي. او كله كله د طواف په حالت كي د هغو د ستر غړي هم لڅ وي. په ځانګړې توګه يې لاسونه او پښې لڅي وي. او د هجوم په حالت كي د دوى د بدن لڅ غړي د نارينه وو د بدن سره نښلي. چي له دې څخه د امام شافعي په مذهب اودس ماتيږي. او په دې توګه د امام شافعي په مذهب د دغو ښځو او هغو نارينه وو چي د دغو ښځو سره يې بدن نښتى وي، طواف د هيڅ غوندي كيږي“.

د سهارنپور د مظاهر العلوم مدرسې ستر مفتي مولانا سعيد احمد د  خپل معلم الحجاج په (۳۵۰) مخ كي او مولانا سيد زوار حسين شاه د عمدة الفقه په (۱۹۳) مخ كي د ملا علي قاري د خبرو تر نقلولو وروسته ليكي: ”دغسي طواف د امام ابوحنيفه رحمه الله په مذهب درست دى  خو سخته ګناه لري. په دې سپېڅلي ځاى كي ډېر احتياط په كار دى. بايد د حجاز حكومت د ښځو د استلام او طواف لپاره ځانكړى ترتيب ولټوي. او د دې كار لپاره ښايي اغېز لرونكي شخصيتونه هلي ځلي وكړي او داسي تجاويز حكومت ته وړاندي كړي چي پلي كېدونكي وي“.

په دې هکله ما (د دې ليکني ليکوال) دمخه هم په خپل کتاب (زموږ د قبلې تاريخ) کي مفصلي خبري کړي دی، خو افسوس چي تر اوسه لا دغه وراني د ډېرو اسلامي عالمانو د پرله پسې غوښتنو سره سره نه ده ليري سوې. فَإلَى الله المشتكى وَإِلَيْهِ نرغب فِي كشف الْبلوى.

( و ) موږ مسلمانان هم عجيبه خلک سوي يو. په نورو کوچنيو مسجدونو کي موبايلونه منع کوو، خو په مسجد الحرام او نبوي مسجد کي چي د نړۍ د مسلمانانو تر ټولو ستر او متبرک جوماتونه دي نه موبايلونه منع وه او نه د عکاسۍ کامرې. ډېر نر او ښځي په موبايلونو ګوتي وهلو او عکسونو اخيستلو له سم او ډاډه عبادت څخه ايستلي وه، ان کله کله به د دغو خلکو د عکسونو اخيستل د نورو د مزاحمت لامل هم سول. په دواړو مسجدونو کي به د موبايلونو د زنګونو د ډول ډول سازونو شرنګی وو. په حرمينو کي سعودي عسکرو او نورو د ځينو کسانو پر ځينو کړنو د حرام حرام نارې ډېري وهلې، خو د دغو شيانو په باب يې هيڅ نه ویل؟!

دا هم د دې سفر څو يادګاري عکسونه:

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د