که طالبان نه وي؟

لیکوال محمد امین بسمل

محمدامین بسمل

که طالبان نه وي باور مو وشه، چې زموږ د کلیو اوبانډو اوسېدونکو ته به نه ننګ پاته شي نه ناموس.

طالبانو د خپلو دوولسیزو حماسو او ویاړونو ترڅنګ وکولای شول د خپلو اتلو اومېړنیو نیکونو تاریخ یو ځل بیا وځلوي، د خپل اولس اوهیواد ننګه وکړي.

د طالبانو د امارت په واکمني کې دهیواد له ختیځه ترلوېدیځه له سهیله ترشماله حتی کور په کور زموږ د باناموسه اولس سر، مال اوناموس خوندي و.

دکابل په شهزاده سرای کې به دلمانځه د اداکولو په وخت سرافانو بنډل بنډل لوټونه په خپلو څادرونو همداسې پرېښودل او ځان به یې جومات ته رساوه.

له لمانځه څخه به چې راوګرځېدل یو لوټ به یې هم نه و غلا شوی.

همداسې به دې له پیسو ډکه بوجۍ شا ته واچوله دهیواد ترهرې برخې به چې تلې زړه دې ډاډه و ځکه، چې طالب واکمن و.

هغه طالب، چې دخپل دروند اولس په اخلاقي جاموپوښلی و هغه طالب، چې د انسان عزت او ثروت ورته دیو لوی امانت په ډول برېښېده.

هغه طالب، چې نه یې موډرنې زده کړې لرلې او نه تر پوهنتون پورې رسېدلی و.

نه یې نېکټایي لرله او نه په تورو شیشه لرونکو موټرو کې ګرځېده.

طالب جان دا ټول کابل په یو کېبل اداره کاوه.

تاسې او خدای (ج) همداسې نه و؟

لکه پاس ، چې زمو د دروند اولس د اخلاقي جامې کلیمه ذکر شوې طالب په همدومره لوړه معنوي جامه سمبال او له هغه وراخوا د خپل مقدس دین د رڼا په کرښه روان و او دی.

زه تاسو ته سوګند یادوم، چې ترنن ورځې مې د یوې ثانې په اندازه هم له کوم طالب سره ملاقات نه دی شوی نه مې کومه تلیفوني اړیکه ورسره نیولې خو د دوی له کړنو چې خبرېږم داسې فکر کوم لکه له نږدې څخه یې چې وینم.

په هرصورت راځم اصل مطلب ته هغه دا چې دا ګړۍ د شپې دوه بجې کېدونکې دي یو ناڅاپه مې د تاند په یو نوي خبر سترګې ولګېدې نور مې نو خوب وتښتېد دا مې په ځان فرض وګڼله چې څو کرښې خپلو باعزته او درنو هیوادوالو ته وړاندې کړم په تاند کې خبر داسې راغلی دی:

په تېرو ۲۰ ورځو کې د کابل نړیوال هوایي ډګر مخې ته ۵کسان په رڼا ورځ لوټل شوي دي

تاند – د تېرو شلو ورځو په جریان کې د کابل د نړیوال هوایي ډګر او ښار تر منځ لنډه لاره کې په بېلابېلو پېښو کې د ۵ کسانو جیبونه او بیکونه لوټل شوي دي.

ویل کیږي چې لوټل شوي کسان چې ډېر یې د لویې پکتیا د ولایتونو اوسېدونکي دي او په خلیجي هېوادونو کې مزدوري کوي کورونو ته په رخصتۍ د راتګ پر وخت لوټل شوي دي.

د خبري راپورونو له مخې، له یوه کس څخه شپېته زره عربي ریال لوټل شوي دي.

د لوټل شويو له جملې څخه دوه کسانو وویل چې کله له هوایي ډګر څخه ښار ته تلل، ټکسي یې د دوه رنجر موټرو له خوا ودرول شوه او ورته وویل شول چې باید تلاشي ورکړي.

د تلاشۍ پر وخت یې له جېبونو څخه ۶۰ زره عربي ریال ووهل شول.

افغان فعالان وایي چې په دغو غلاوو او شکونو کې د کابل هوایي ډګر مسؤلین لاس لري ځکه په هوایي ډګر کې د راتلونکیو مسافرونو تلاشي کیږي او دا ورته معلومېږي چې له چا سره څه او څومره توکي دي.

ویل کیږي چې د کابل هوایي ډګر مسؤلین تر ډېره د پخوانۍ شمال ټلوالې پاتې شوني دي چې له یو شمېر افغانانو سره په تعصب ولاړ چلند کوي.

د ټولنیزو رسنیو یوه فعال قاري عیسی محمدي په خپله فیسبوک پاڼه په دې موضوع په یوه ژوندي پروګرام کې وویل چې د کابل هوایي ډګر مسؤلین په دې برخه کې مسؤل دي او په کار دی چې استجواب کړای شي.

درنو او قدرمنو لوستونکو!

اوس نو تاسو دخپل وجدان له مخې خړ او ځیږ طالب د نیکټايي او کثیفې دیموکراسي د دور له دې لشمکیانو سره مقایسه کړئ.

پورتنی خبر خو یوه وړه بېلګه ده تاسو دا دیوې نیمې لسیزې چور، چپاول، انسان تښتونې ، بې ناموسۍ او نور هزار هزار ډول جنایتونو ته هم لږ توجه وکړئ.

طالب چې نن دخاورې لویه برخه په کنترول کې لري همدا یې وجه ده چې اولس ورسره همغږی دی.

اولس په طالب باور لري اولس خپل منځي شخړې په طالب فیصله کوي او طالب هم  د الله ج په پار د حق فیصله کوي، چې زه ورڅخه بار بار مشکور یم.

نو کله چې اولس له طالب سره دی، خاوره له طالب سره ده حکم له طالب سره دی د ارګ نشه یانو ته نو بیا کومه واکمني او دولت ور پاته شو؟

زه په ارګ کې خماریانو او له دوی سره یوځای نورو پلورل شویو وطنفروشانو په تېره بیا هغو بې وجدانه خرڅ شویو لیکوالو ته په زغرده وایم، چې که طالب نه وي دتاسې په شمول به د ډېرو شهري وګړو ننګ او ناموس تبا او برباد شي.

زه له ټولو خواو په درنښت هیله کوم، چې دهیواد په راتلونکې باندې زړه وسوځوي، موږ په دا ټوله نړۍ کې یو دوست هم نه لرو.

دا څوک چې تللي یا راغلي دا د خپلو شومو اغراضو لپاره وو او دي.

د سړې جګړې په جریان کې د جهاد د ملاتړو مردارې څېرې هرچاته څرګندې او د القاعدې او بلاخره د اسامه او نیویارک له تیاتري ډرامو څخه مو هم ډېر څه زده کړل.

طالبان نه چا رامینځ ته کړي وو او نه یې له مینځه وړای شي، ځکه چې طالبان اوږده تاریخي ماضي لري.

دا چې پنجابیانو په خورا نامردي ورڅخه بده استفاده وکړه دا نه یوازې د انګرېز او امریکا له له لاسه، بلکې زموږ ټولو افغانانو ګناه هم وه او ده.

که موږ یو له بل سره سرونه نه وای ټمبه کړي او پخپل مینځ کې سره جوړ راغلي وای نن به مو داحال نه وای.

اوس هم ناوخته نه ده ارګ والا دې د ګران هیواد د خپلواکي اوسرلوړی په خاطر له خپلو شرطونو څخه تېر او په ماهرانه ډول دې امنیتي ارګانونه طالبانو ته ورتسلیم کړي ترڅو د روس او امریکا ظالمانه پلانونه ځای په ځای شنډ اویو بل ته د ورورۍ غېږي خلاصې کړو.

زه باور لرم، چې طالبان د قدرت شوقیان نه دي هغوی مجبورشوي چې وجنګيږي او ترهغه وخته وجګیږي چې نه به ارګ درپاته وي نه مرګ بس د رباني په ډول به مو چوکۍ ترشا تړلې او نه پوهېږم په کوم شېلو کې به سلګۍ وهئ.

په پای کې یوځل بیا له ټولو خواوو هیله کوم، چې د یو افغاني نوښت په ترځ کې په ګډه د اشغال لمن ورټوله کړي.

د یو خپلواک او سر لوړي افغانستان په هیله.

7 تبصرې

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    بسمل صاحب اسلام علیکم خدای موخوشحال لره پدی حقیقت ویلو که دارګ نااهله اداره دغسی وکی لکه تاسو چه مشوره ورکړی ده ځان به له مرګه اوبی آبرویی خلاص کی کنه خپل ځانونه به وشرموی زماپه نظر چه امریکاټوله ورته راسی خلاصۍ نه لری،داملک دافغانانومسلمانانودی اووی به حکومتونه داسی دی لکه واوری ملت داسی دۍ لکه غر ډیری واوری به ویلی سی،ولی غربه پرځای ولاړوی،که داحکومت لږعقل لری فکر دی وکی روس چه زموږ سره همسایه وو ونه توانیدۍ اوټوټی ټوټی سو امریکابه له دونی لری پاسلی څنګه وتوانیږی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ
    لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ :البقره ۱۷۷ترجمه:نه ده نیکی داچه تاسووګرزوۍ خپل مخونه مشرق اومغرب ته لیکن نیکی خوداده چه ایمان راوړی پرالله اوپه ورځ دقیامت اوپر فرښتواوکتابونواوپیغمبرانوبا ندی اوورکوی مال دهغه په محبت کښی خپلوخپلوانواویتیمانواومسکینانوته اومسافرواو سوالګروته اوپه خلاصی دبندیانواولمونځ کوی اوذکات ورکوی اوچه پوره کوونکۍ وی دخپلو وعدواوصبرکوونکۍ وی په تنګدستۍ اوسختۍ کی اوپه وخت دجنګ کی هم داخلک دی رښتینی اوپرهیزګاران -همیشه کفار کوښښ کوی چه جنت یومعمولی شۍ معرفی کی اوپه معمولی عبادت هغه ګټلای سی لکه الله چه زموږ محتاج وی پدی پوه سۍ الله بینیازه دۍ که څوک جنت ته ولاړسی یادوږخ ته هغه بی پرواه دۍ موږ باید دده هدایت چه قرآن عظیم شان دۍ په ترجمه زده کو اوعمل پر وکو کنه ځای به مو جهنم وی پرمادقرآن دهدایت رسول فرض دی په کم چه زه پوهیږم نورعمل ستاسوخپله کامیا بی اوناکامی ده داداسی ناکامی نه ده لکه داومی دنیاچه تیره به سی داهمیشه سخت عذاب دۍ رب دی موږاوتاسی ځنی وساتی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

  2. قدرمن اڅکزی صاحب وعلیکم وسلام ورحمت الله وبرکاته، زه هم پخپل وار تاسو ته سلامونه او درناوی وړاندې کوم، هیله ده د رب العزت په پناه کې واوسئ.
    له تبصرې او نېک نظر څخه مو منندوی یم.
    ستاسو په زړه پورې دغره او واورې مثال مې خورا خوښ شو رښتیا هم اولس د الله تعالی ج هغه مخلوق دی، چې فقط دقیامت په ورځ به محوه کیږي خو حکومتونه به د قیامت تر ورځې په زرګونو اوحتی ملیاردونو ځلې واوړي راواوړي خو له بده مرغه چې مغرور او ناپوه انسانان به د قدرت د خمار په جزبه کې دا فاني دنیا او د څو ورځو قدرت سم تحلیل نه کړي له همدې کبله به د قدرت طلبي له وجې دا نننۍ خونړۍ لړۍ همداسې جاري وي.
    که د قدرت یا چوکۍ خبره راوسپڼو نو بې له شکه به دې نتېجې ته ورسېږو، چې ارګ ته ورټېل وهل شوي لېونیان د آزادي په قدر نه پوهېږي.
    د دوي مغز مینځل شوی که د دوی په خمار کې یو څه نور خمار ور اضافه شي کېدای شي باروتي واسکټونه هم دخپل بادار په امر واغوندي نو له داسې کسانو څخه به څنګه دهیواد د خپلواکي اوسوکالي هیله ولرو؟
    زما په نظر هغه عادي وګړی باچا او بختور دی چې د طبیعیت په پراخه اوښکلې لمن آزاد قدمونه کېږدي نه داچې په څلورو دیوالونو کې راحیصار او دبل داختیار وي دا ډول کسان دطبعیت خدايي او خارق العاده ښکلاګانې یوازې د سفر په ترځ کې د الوتکو له کړکیو اویا خو دموټرو له شیشو څخه ګوري ته وا دا د قفس مرغان دي لعنت دې په دې مقام اوچوکۍ شي هغه هم بیا دغلامي.
    په دې هم نه پوهېږم چې دا غبرګ سري دا د ارګ بندیان به خوب لري اوکه نه؟
    که خوب هم کوي نو په طبعي ډول خو په ولله که ویده شي یا به د ګولیو په زور ویده کیږي او یا به د نشه یي توکو په زور.
    بس الله ج دې موږ ټولو ته هدایت او وس راکړي تر څو خپل ټول وجداني ، انساني او عقدوي مکلفیتونه په ښه وجه تر سره کړو.
    له تاسو څخه یو ځل بیا مننه کوم.
    ښاد اوآباد اوسئ
    محمدامین بسمل

  3. الحاج استاذ بیانزی

    بسمل صاحب سلامونه می ومنه !
    زه ستاسی ستاینه او مننه ځانله د دی لیکنی له حقایقو درله نه کوم ، تاسی په ځپلو ښکلو ګوټو تل حقایق به ډاګه کړی او کوی الله ج دی اجرونه درکړی مګر نن تاسی ته د ډاکتر ترکی صاحب په پشتو لیکنو کی مرسته کول او یا د هغه په نظریاتو کی تر پخوا لا زیات مثبت بدلون راوستل لویه لاسته راوړنه شمیرم ، ترکی صاحب زه له نزدی پیژنم ، زمونږ خزانه او زمونږ ویاړنه ده ، کلیفورنیا یو کنفرانس کی مو ورسره لیدنه کتنه وشوه بیا مو په تلیفون کنفرانس کی سره لا اشنا شو . هغه وخت داسی پریښیده لکه نشنلستی افکارو له سیوری لاندی چه وو ، کیدی شی مونږ به غلط پوه شوی وو مګر دریز یی همداسی ښکاریدلو ، د هغه امله زمونږ اړیکی ورسره لږی کمی شوی .
    دا چه مونږ تل د ترکی په شان سیاست پوهه مشرانو لیکنی په دقت سره لولو ، ځکه د دا ډول خلکو ( که شه دریز ولری ) لیکنو کی وزن او موثریت شتون لری، دریز یی د پخوا به کچه لا ډیر د منلو او ستاینو وړ وو ، ما ویل چه بیا ورسره اړیکی نوی کړم ، مخکی له دی می د یو ورور سره د هغه به اړه خبری کولی ، ما تری پوښتنه وکړه چه ترکی صاحب سره د دی چه پشتون دی مګر به پشتو کی ډیر اکسنټ یا ستونزی لری روانه یی نه شی ویلای مګر لیکنو کی ښکلی پشتو لیکی ، هغه ورور راته وویل چه بسمل صاحب ورسره مرسته کوی .
    بیا نو اصلی خزانه راته پرانستل شوه چه د ترکی صاحب د لا ښه کیدو یو علت همدا بسمل صاحب دی ، نو ځکه می درته د دی لیکنی به ستاینو او مننو سربیره د ترکی صاحب سره په پشتو لیکنو کی لاس اړونه او یا د هغه نظریاتو لا ښه کولو له امله هم درته ځانګړی مننه کوم الله ج دی اجرونه درکړی مننه

  4. ٫‎###
    ډېر دروند او محترم الحاج استاذبیانزی صاحب وعلیکم وسلام ورحمت الله وبرکاته، زه پخپل وارتاسو ته له خلص څخه ډک سلامونه او درناوی وړاندې کوم او له خدای تعالی ج څخه مو دهر اړخیزو خوښیو هیله کوم.
    ستاسو مینه او مهرباني موږ دخپل مظلوم اولس او ګران افغانستان خدمت ته لا زیات هڅوي تاسو پخپلو ارزښتناکو تبصرو کې موږ ته لا زیاته انرژي رابخښلې ده.
    له تاسوڅخه هروخت ممنون یم رابه شو زموږ دعدل اوانصاب ځلاندې ډېوې (قدرمن ډاکترصاحب عثمان تره کي) ته.
    له هرڅه لمړی خو ورته له الله تعالی ج څخه د زیات عمراولاسرلوړي ژوند هیله کوم رب تعالی دې دهغه سیوری زموږ له سر څخه نه کموي.
    هغه نه یوازې زموږټولو مشر او رهبر دی، بلکې دخپل ځورېدلي اولس او تاریخي افغانستان یو رښتینی بچی اومجاهد دی.
    له تاسو څخه بیاهم منندوی یم
    الله پاک مو ونازوه
    محمدامین بسمل

  5. بسمل صاب په رشتیا چه د پاک زړه خاوند یاست، الله د په قلم برکت کړه، طالبانو سختی او تاریخی قریانی ورکړی، دوی په دین ، ناموس او وطن ننګ وکړ، الله د دوی قربانی قبولی کړی. دا اوس می په تاند که یوه خبره ولوسته چه د حکومت قوماندانان په کندوز که د خلکو ښځی او هلکان ګډوی او نځوی، نو ستاسی فکر وکړی، هغه پخوانی مجاهدین او دا کثیف حکومت خو دا حال دی، د دوی نه نه د ازادی او نه د ننګ کومه تمه شته، دوی اوس هغه د جاهلیت د زما نی کارونه کوی، هغه وخت به هم کله چی د کفار د مسلمانو نو سره جنګ شو نو د کفارو د لشکر تر مخه به ښځو نځا کولی تر ځو خپل لشکر تشویق شی. مننه بسمل صاب ستاسو د صحت په هیله.

  6. قدرمن تسنیم صاحب سلامونه او درناوي مې ومنئ، هیله ده خوښ او سلامت واوسئ.
    له نېک نظر او له خلص څخه ډکې تبصرې څخه مو یوه نړۍ مننه کوم.
    که په لنډ ډول عرض وکړم هغه دا چې د اشغال د پایښت لپاره اشغالګران له همداسې بې ضمیرو کسانو څخه لکه دا د یوې نیمې لسیزې په جریان کې یې چې ونازول کار اخلي، دوی ته د هر ډول رزالت، عیاشي اوګمراهي اسباب برابروي خو اولسونه له اشغال څخه د خلاصون په موخه هره قرباني په ځان مني او بلاخره اشغالګران او ګوډاګیان د تاریخ ګړنګ ته ورغورځوي او خپله خپلواکي ورڅخه اخلي.
    دخپل ځان په اړوند به تاسو ته عرض وکړم، چې خپل ګران افغانستان او خپل ځیږ اولس مې سخت راباندې ګران دی ځکه خو د دوی د خلاصون لپاره هرې قرباني ته تیاریم.
    زه هم لکه دا نورمحترم شاعران له پاک رب څخه مشکور یم چې شعري وړتیا او الهام یې راباندې لورولی دی خو زموږ شاعرانو په ځانګړي ډول زما داسې یوخصلت دی چې کله ډېر په زړه پورې څه یا ډېر دردوونکي څه واورم یایې ووینم نو فورأ د شعر یا نثر په کرښو کې خپل غبرګون څرګندوم خو که شعري الهام یاري ونه کړه بیا نو د نثر له لارې خپل زړه تشوم خو که نثر مې هم مغز ته را نه غی نو بیا په ناڅاپي ډول زما له سترګو اوښکې جاري شي.
    تاسو باور وکړئ، چې ستاسو د تبصرې دا لمړۍ کرښه چې تاسو زما د پاک زړه خبره پکې لیکلې د تکبر او غرور په ځای له واره د مظلومیت دنیا ته ورداخل کړم، له سترګو مې بې اختیاره اوښکې د ګرېوان په خوا داسې ور ورغښتې ته وا د غره له سره د باران څپې په دره ورغلې.
    ما خپل ځان او دا ټول بنده ګان خورا بې وسه ولیدل یوازې د الله ج په وس او زور کې غرق شوم نومې له خپلو اوښکو سره داسې وویل:
    آی قادره ربه ستا یو عاجز بنده ښاغلی تسنیم صاحب زما د پاک زړه خبره کوي هغه چې ستا بنده دی تا خلق کړی دی او زما د لیکنو له مخې دومره پوه شوی چې زه یو پاک زړه لرم.
    نو آی ربه تا خو موږ خلق کړي یو او له تسنیم صاحب څخه تاته زما زړه لا ښه مالوم دی نو که رښتیا زما دې بې وسي او پاک زړه ته ګورې، ژر تر ژره په خپل ټول مخلوق په تېره بیا په موږ مظلومو افغانانو، چې هرچا تاوان را رسولی دی ورحمېږه او خپلواکي مو په نصیب کړه.
    بس له همدا ډول دعا ګانو سره مې اوښکې رخصت او ستاسو د خوږې تبصرې ځواب ولیکه.
    رب العزت دې موږ ټولوته هدایت او سعادت را په برخه کړي له تاسو څخه بیا هم غرونه غرونه مننه تسنیم صاحب کور مو ودان .
    محمدامین بسمل

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.