د هیکرانو کمال: د امرېکې ولس مشر اوباما مړ سو
نن ټکی آسیا: تیره ورځ د کمپویټر هیکران په دې وتوانیدل چي د امریکايي مشهوره تلویزون فوکس نیوز د ټویټر اکاونټ ته لاس رسي ولری.
هغوی وتوانیدل چي د فوکس نیوز د ټویټر پر اکاونټ باندي داسي پيغامونه او خبرونه ورکړي، چي وايي باراک اوباما د په ډزو سره وویشتل شو، او ووژل شو.
فوکس نیوز د پيښي سم دستي وروسته اعلان وکړی چي ددوی د ټویټر اکاونټ هیک شوی، او هیکرانو غلط خبرونه خپاره کړي، باراک اوباما په رخصتیو باندي د خپلي کورنۍ سره تللی دی.