نړۍ

په کوټه کې وژل شوي شیعه ګان لا هم ښخ شوي نه دي

نن ټکی آسیا: د بلوچستان ایالت په مستونګ کې د سه شنبې د ورځي په برید کې  د وژل شويو شيعه ګانو مړي تر دې مهاله د احتجاج په توګه د کوټې ښار پر یوه سړک پراته دي.
د وژل شویو هزاره ګانو خپل-خپلوان وايي،  مړي به ترهغو ښخ نه کړي، چې حکومت د وسلوالو په خلاف عمليات پيل نه کړي.

بېګاه شپه د وژل شویو خپلو خپلوانو او نورو سلګونو هزاره توکمه شيعه ګانو له خپلو پينځويشت مړیو سره پر علمدار سړک ويښه تېره کړه.
پرون  په کوټه ښار کې هزاره ډيموکراټيک ګوند کاربنديز اعلان کړى وو او د دغه بريد په خلاف احتجاجي مظاهره هم وکړه.
د ايالتي اسمبلۍ يوه غړي پر هزاره ګانو په دا ډول بريدونه کې د پاکستان استخبارات تورن کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x