میدان وردګ: دولتي ځواکونه له مساجدو څخه نظامي استفاده کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۲، ۱۳۹۵ل): د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د دولت لخوا له مسجدونو څخه پوځي او نظامي ګټه پورته کیږي او امنیتي ځواکونو په مسجدونو کې سنګرونه نیولي دي.

د راپورونو له مخې د یادې ولسوالۍ د «اوتریو» سیمې ټول مساجد د لمونځ کوونکو پرمخ تړلي دي او دولتي ځواکونو په کې خپل مرکزونه جوړ کړي دي او د پوځي مرکزونو په توګه یې کاروي.

د دولت امنیتي چارواکو سربېره پر دې چې د سیمې خلک یې له مسجدونو څخه منع کړي او د هغوی مساجد یې غصب کړي، اخطار یې ورکړی چې هیڅوک به په دې اړه له رسنیو سره خبرې نه کوي.

د سیمې اوسیدونکي چې له تېرو شاوخوا لسو ورځو راهیسې یې ټول مسجدونه بند او په امنیتي پوستو بدل شوي، د دولتي ځواکونو د ګواښ له کبله دغه موضوع له رسنیو سره نه شي شریکولی.

تر دې مخکې له بغلان، پکتیکا او غور ولایتونو څخه هم داسې راپورونه ورکړل شوي چې د دولت امنیتي ځواکونو د سیمې یو شمېر مسجدونه تړلي او پوستې يې په کې جوړې کړي.

د عام المنفعه تاسیساتو له ودانیو څخه د نظامي استفادې د راپورونو په لړ کې پر مسجدونو سربېره له ښوونځیو، روغتونو او د خلکو له کورونو څخه هم د امنیتي ځواکونو لخوا د پوځي استفادې راپورونه رسنیز شوي دي. د تېر کال په اګست کې د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي و چې یوازې په بغلان ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو په ۱۲ ښوونځيو کې پوستې جوړې کړې او زده کوونکي یې له زده کړو محروم کړي دي.

تر اوسه دولتي چارواکو د میدان وردګو ولایت د سیدا اباد ولسوالۍ د اوتریو سیمې په مسجدونو کې د خپلو پوځي مرکزونو د جوړولو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي ځواکونو لخوا له مسجدونو نظامي استفاده غندلې او هغه یې «جنایت» بللی.

دا په داسې حال کې ده چې دولتي سرچينې ډېر وخت خپل مخالفين له ټولګټو ملکي تاسیساتو څخه په پوځي ګټې اخیستنې تورنوي.



یوه تبصره

  1. هو!داواقعیت دی حتی دمربوطه ولایت په مرکزکې دکوته عشروپه سیمه کې یوه لویه مشهوره دیني مدرسه چې دطالبانودتحریک څخه دمخه محترم مولوی حفیظ الله صاحب دولس دخلکوپه همکاري جوړه کړې وه اوس په لویه نظامي قرارګاه بدله شوې ده دغسې مدرسی په یووخت لیله هم درلوده او۴۵۰۰یتیمانوکفالت هم په غاړه درلودلوچی اوس هرڅه دې ظالمانوختم کړي دی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.