دولتي ځواکونو د طالبانو د زندان په ګومان په پوډریانو چاپه وهلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۳، ۱۳۹۵ل): په هلمند ولایت کې افغان ځواکونو د امریکايي عسکرو په ملتیا تېره شپه عملیات کړي او ادعا کوي چې د طالبانو له یو زندان څخه یې تر دیرشو زیات بندیان خوشې کړي دي.

خو طالبان وايي چې دولتی او امریکايي عسکر د یاد ولایت نادعلي ولسوالۍ ته ورغلي او په مخدره موادو د روږدو کسانو د درملنې په یو مرکز یې چاپه وهلې او لسګونه پوډریان یې له ځانه سره وړي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې د سیمې اوسیدونکو د معتادینو د علاج دغه مرکز ته د خپلو کورنیو معتاد غړي راوستل چې د درملنې ترڅنګ به یې د ورځې په دوام کې له طالبانو او استاذانو څخه دیني زده کړې هم کولې.

نوموړي د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې زیاته کړې چې د معتادینو یاد مرکز هیڅ ډول پیره او پوسته نه لرله ځکه چې په وینا یې د تيښتې احتمال یې نه و موجود او خپلو کورنیو پخپله خوښه د نیشې د پریښودو لپاره راوستي وو.

خو د هلمند د ۲۰۱۵ میوند قول اردو ویاند ډګرمن محمد رسول ځاځی یې نه مني او له رسنیو سره په خبرو کې یې ادعا کړې چې «زمونږ کومانډو ځواکونو د طالبانو زندان مات کړی».

پېښه تېره شپه د یاد ولایت د نادعلي ولسوالۍ په چاه میرزا سیمه کې رامینځته شوې.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره ځانګړي معالجوي او تربیوي مرکزونه شتون لري چې بعضي وختونه د طالبانو د زندان په شک له امنیتي ستونزو سره مخ کیږي.

تر دې وړاندې د ۲۰۱۶ کال د می په ۶مه د ملي دفاع وزارت اعلان کړی و چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې یې د طالبانو زندان مات کړی او ۶۰ بندیان یې ترې خوشې کړي، خو وروسته د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي لخوا په دې اړه وضاحت خپور شو او څرګنده یې کړه چې خوشې شوي ټول کسان په دغه ځانګړي مرکز کې استوګن معتادین وو.



3 تبصرې

  1. داد د صلیبیانو حلقه په غوږ دالري دلګان خو په خپله پوډر یان دي دوی کله دحق او ناحق په منځ کې فرق کولی شي الله پاک دې لا نور هم وشرموي !

  2. عبدالواحد اڅګزۍ

    وایی په خره یی وس نه رسیدۍ پر پالانه یی راوچوله دوی خوبه هم غنی وطن فروش ته یوڅه فعالیت ښکاره کوی ، آیا په طالبانوددوی وس رسی ،دغه نشه یان اویانور بیچاره ګان به نسی اوخپل فعالیت به پرښکاره کوی:-لکه چه وایی: له زمریوکه زهری چوی دسپیو……خوپرسویوباندی ازمویی زورونه….طالبان خوزمریان دی بی یمانه وطن فروشه لکه جبار چه وځان ته قهرمان وایی له طالبانویی زاری چوی،دالله اکبرآوازدمنافقینوزړه دکوګله رکاږی که تاسی نه منۍ له مجاهدینو پوښتنه وکی،له ټانګه دوی څوک راباسی دالله اکبرناره یی راباسی،دری نیم لکه فوج دعصری جنګی وسایلو سره ددی بی وسایلو مقابله ولی نسی کولای ،الله په قرآن کی فرمایی : زه دمنافقینوپه زړه کی دایماندارو رعب اوترس وراچوم – که لادوی دقرآن په معنی پوهیدای اوتقوایی کولای بیابه تاسو لیدلی واچه پر کفارو څه ناورین جوړیدای،اوس هم تاسی دغنی پوښتنه وکی چه دبیری دشپی خوب درځی

  3. الحاج استاذ بیانزی

    په نشه توکو روږدیدل او یا به هر بل څه چه انسان د انسانیت له کچی حیوانیت او یا تر هغی هم شکته کړی هغه چه د هر څه له لاسه وی د معنویاتو او ښخصیت وژنه ده . د کابل غلامه اداره به ډالرو روږد شوی چه له امله یی د خبلی خاوری ، خلکو ، ځبلواکی او حتی ناموس او ځان پلورلو سودا کړی ، تر دی کچی چه ډالرو دوی راشکته کړی دوی د هغو نشه توکو روږد شوو ډیر زیات ښکته شوی دوی ته االله ج په قران کریم پاک کی د اسفل سافلین نوم ورکړی یعنی د الله ج د ټولو ذلیلو مخلوقاتو هم ښکته ذلیل مخلوق دوی دی .
    کشکی هغو نشه توکو روږد شوو په دوی یرغل کړی وی او دوی یی د تل د باره له دغه بی معنویاتو ژوند د مرګ کومی ته ننویستلی وی څومره به ښه وو ، کشکی همدغه وسلی او وسیلی د هماغه روږد شوو سره وی چه دغه د ډالرو روږد شوو ته یی د عبرت درس ورکړی وی په هر صورت د دوی څو ورځی پاچاهی به تل نه وی . چا باور کولو چه جرسی ظاهر شاه به څوک له تخته راشکته کړی چا فکر کولو چه لیونی داود خان به څوک له برمه وغورځوی به داسی حال کی چه کمونستان هم ورسره ملتیا لرله او روسانو هم ، مګر د هماغه کمونستانو په لاس لیری شو ، پاخه کمونستان کیناستل ، روسان یی هم لاس اړونی ته د څو لکو عسکرو سره راغلل ، خبلو کی یی یو د بل غوښی وخوړلی ، تر دی چه د نجیب وخت شو هغه د مظلوم اولس د شهیدانو د وارثینو له خوا په سزا د مرغانو او لویانو د خوراک شو به هماغه سزا ورسید په کومه سزا چه یی داود خان ووژلو بیا د اخونیانو خپل منځی جنګونه له هغه وروسته د کلی هوښیاره بوډی د ۴۸ هیوادو سره چابه واچوله بل شاه شجاع او کارمل یی راته ذ لمړی او دوهم متفکر په نامه په زوره میلمانه کړل .
    دا دومره چه زمونږ په مخ کی د خاورو لاندی شول کرزی او غنی به هم د خپلو اعمالو سزا سزا ضرور وینی ، د ملت درنی څپیړی به یی مخونه توروی د خالق او مخلوق قهر کوچنی خبره نه ده ، مګر الله ج دوی ته وخت ورکوی لمړی دا چه که نیکمرغه وی توبه وباسی او که بدمرغه وی د جرایمو د سزاوو دوسیه به یی ښه پیړه شی د هغه ورځ په انتظار یم مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.