
د کابل په پرونۍ اور لګېدنه کې ځاني زیان نشته؛ مالي زیانونه ډېر اوښتي
نن ټکی آسیا: د کورنیو چارو وزارت مسوولین او یو شمېر هټيوال وايي، په کابل کې د پرون شپې اورلګیدنې ځاني تلفات نه لرل خو مالي زیان یې اړولی.
د کورنیو چارو وزارت د حوادثو پرضد د مبارزې رییس جنرال محبوب امیري په خبره تېره شپه د قوایې مرکز په سیمه کې په یوه مارکیټ کې د برق د شارټۍ له امله اور ولګېد، چې یو شمېر هټۍ يې وسوځولې.
عیني شاهدان وايي، چې د اورلګیدنې د زیات زیان اړولو مخنیوی شوی او اور ژر مړ شوی.کنه لیرې نه وه چې اور شاوخوا مارکیټونه او ودانیو ته هم وغځېږي.