د والدینو د خدمت په وجه په جنت کې د حضرت موسي علیه السلام سره ملګرتیا

حمزه حسیني
علامه ابن جوزي رحمه الله په خپل کتاب 《المنتظم في تاریخ الامم》کې یوه واقعه نقل کړې چې یو ځل موسي علیه السلام د خپل رب جل جلاله څخه سوال وکړ(اِلهِيْ اَرِنِيْ جَلِیْسِيْ فِي الْجَنَّةِ) اې الله جل جلاله ماته د جنت ملګری په دنیا کې راووینه.

نو رب العلمین جل جلاله ورته وفرمایل:
(اِذْهَبْ اِلَي بَلَدِ کَذَا تَجِدْ رَجُلًا قَصَابًا فَهُوَ رَفِیْقُکَ فِي الْجَنَّةِ) فلاني ښار ته لاړ شه هلته به یو قصاب اومومې هغه به ستا ملګری وي.

موسي علیه السلام چې هلته ورغی او هغه قصاب یې ولید چې اول یې یوه ښه د غوښې څه حصه راپرېکړه او ځان سره یې
محفوظه کېښوده؛ کله چې کور ته را روانېده نو حضرت موسي علیه السلام ته یې وویل:

(يَا جَمِیْلَ الْوَجْهِ هَلْ لَکَ اَنْ تَکُوْنَ فِيْ ضِیَافَتِيْ)
اې د ښایسته مخ خاونده! تاسو ماته د میلمستیا سعادت راکولی شی؟(چې له ماسره لاړ شی او زما مېلمه شی؟) موسي علیه السلام ورته وفرمایل: هو.

نو موسي علیه السلام ورسره کور ته لاړ؛ دا کس چې کور ته ورسېده نو اول یې غوښه ښه پخه کړه او د هغې څخه یې ښوروا ووېسته کله یې چې خوراک کېښوده نو یوه مړۍ به یې پخپله خوړه او دوه مړۍ به یې په پچۍ(زنبیل) کې چاته ورکولې؛ په دېکې چا ددوی دروازه وټکوله دغه ځوان قصاب په منډه ورغی او هغه پچۍ (رنبيل) یې پرېښوده.

موسي علیه السلام چې هغه پچۍ کې وکتل نو یو ډېر بوډا سړی او یوه بوډۍ ښځه په کې ولیده چې د ډېر عمر د لاسه د هغه مرغی بچو غوندې ګرځېدلي وو په کومو چې وېښتان نه وي.

کله چې دوی دواړو موسې علیه السلام ولیده نو مسکي شول؛ بیا یې د حضرت موسي علیه السلام د رسالت ګواهي ورکړه او دواړه وفات شول؛ کله چې دا ځوان قصاب راننوت او پچۍ کې یې وکتل نو څه ګوري چې مور او پلار یې وفات شوي نو د موسي علیه السلام لاس یې مچي (ښکل) کړ او وې ویل:

(اَنْتَ مُوْسَي رَسُوْلُ اللهِ؟) آیا تاسو موسي علیه السلام د الله جل جلاله رسول یاست؟ نو موسي علیه السلام ورته وویل چې هو زه موسي علیه السلام یم خو دا راته ووایه تاته چا دا خبر درکړ چې زه موسي علیه السلام یم؟ او دا په پچۍ کې څوک دي؟

دې قصاب ورته وویل چې دا پچۍ کې دواړه زما مور او پلار دي؛ دوی ډېر کمزوري شوي نو ما ځکه په پچۍ کې اچولي؛ او زه تر هغه وخته پورې خوراک او څښاک نه کوم تر څو پورې مې چې دوی ته خورا او څښاک نه وي ورکړی؛ او دوی دواړو به د الله جل جلاله نه دا سوال کاوه چې یا الله جل جلاله مونږ ته تر هغه وخته پورې مرګ مه راولې تر څو پورې چې مونږ موسي علیه السلام نه وي لیدلی.

کله چې ما دوی ولیده چې اوس وفات شوي نو ماته معلومه وشو چې ته موسي علیه السلام یې ځکه ددوی سوال قبول شو او تاسو سره یې ملاقات وشو؛ موسي علیه السلام ورنه پوښتنه وکړه چې (رَاَیْتُ اُمَّکَ تُحَرِّکُ شَفَتَیْهَا) یعنې ما ستا مور وليدله چې شونډې یې خوزولې نو دا ې څه ویل؟

ځوان قصاب ورته وویل چې: کله به ما ددې خدمت کولو او دې ته به مې خوراک ورکولو نو دې به ماته دا دعا کوله:

(اَلَّلهُمَّ اجْعَلْهُ جَلِیْسَ مُوْسَي فِي الْجَنَةِ) اې الله جل جلاله زمونږ دا بچی په جنت کې د موسي علیه السلام ملګری کړې.
نو موسي علیه السلام دې ځوان قصاب ته وویل: (اَبْشِرْ بِذَالِکَ) ته په دې زیری قبول کړه یعنې هغه ستا د مور دعا قبوله شوه ستا په حق کې او الله جل جلاله ماته دا خبر راکړی چې ته به په جنت کې زما ملګری یې.

المنتظم في تاریخ الامم لابن جوزي، شرح شرعة الاسلام صفحه نمبر(۴۸۰) نزهة المجالس جلد (۱) صفحه نمبر(۲۶۶) باب بر الوالدین



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.