له کفارو سره د مشابهت د حرمت دلائل

مولوی نورالحق مظهری
په لاندی لیکنه کی به دقرآن ، حدیث اوفقهی عباراتوپه رڼا کی دکفاروسره دمشابهت دحرمت دلائل وړاندی کوو ، پدی خاطرچی لیکنه اوږده ده نوښه مو وګڼله چی ترعقلی خبروتیرسو تنها سوچه دلائل ستاسو حضورته وړاندی کړو هیله ده چی لیکنه ترآخره پوری ولولئ.

1. وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنْسَاهُمْ أَنْفُسَهُمْ أُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ.[ سورة الحشر19] ژباړه: تاسو مه جوړیږئ په شان دهغو خلګو چی الله پاک یی هیرکړئ دئ نودوی ځانونه هیرکړیدی، دوی هغه خلګ دی چی دالله داطاعت څخه وتلی دی.

پدی آیت کی الله پاک صراحتا مومنان ددی څخه منع کوی چی دوی ځانونه دکفارو په شان جوړکړی لکه څنګه چی علامه وهبة الزحیلی په تفسیرالمنیرکی ددی آیت په تفسیرویلی دی: أَي وَاحذَرُوا أَن تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَرَكُوا أَمرَ اللّهِ، وَأهمَلُوا حُقُوقَ اللّهِ الوَاجِبَةِ عَلَى العِبَادِ، وَلَم يَخَافُوا رَبَّهُم، فَجَعَلَهُم نَاسِينَ أَنفُسَهُم بِسَبَبِ نِسيَانِهِم لِرَبِّهِم، فَلَم يَعمَلُوا الأَعمَالَ الصَّالِحَةِ الَّتِي تَنفَعُهُم فِي المِعَادِ.

ژباړه: یعنی ځانونه ددی څخه وساتئ چی تاسولکه هغه خلګ سئ چی دوی دالله پاک امرپری ایښئ وی ، اودوی هغه حقوق چی پربندګانو باندی لازم دی هیرکړیوی ، اودوی دالله پاک څخه نوی ویریدلی ، نودوی دخپل پروردګاردهیریدلو په سبب ځانونه هیرکړیدی اوهغه نیک کارونه یی ندی کړی کوم چی دوی ته په آخرت کی ګټه لری.

2. وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ.[البقرة 145] ژباړه: کچیری (بالفرض) ته ددوی(کفارو) دنفسی غوښتنومتابعت وکړی وروسته تردی چی تاته علم درکړل سوئ دئ نویقینا پدی وخت کی ته دظالمانوڅخه یی.

3. وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا.[ سورة المائدة 48] ژباړه: اوته متابعت ددوی دنفسی غوښتنو مکوه دهغه څه نه چی تاسوته دحق څخه راغلئ دئ ، ستاسوڅخه هریوه ته می لاره اوطریقه جوړه کړیده.

4. يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا * وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا [الأحزاب 1 – 2]

ژباړه: ای پیغمبره دالله څخه وویریږه اودکافرانو اومنافقینوپیروی مکوه یقینا چی الله پوه اوحکمت والادئ ، او دهغه څه
متابعت وکړه چی تاته دالله له لوری دوحی په توګه راغلی دی یقینا چی الله پاک په هغه څه باندی ښه خبردئ چی تاسویی کوئ.

دامعلومه خبره ده چی کوم شئ چی کفارو دځانه څخه ایښئ وی اوهیڅ شرعی لاسوند دځانه سره ونلری هغه ددوی نفسی غوښتنه وی اوڅوک چی هغه کارکوی پداسی حال کی چی شرعا دهغه کاردکولوڅخه منع هم راغلی وی نودغه ددوی سره مشابهت اوددوی متابعت دئ ، پدی خاطر الله پاک په پورته آیتونوکی رسول الله صلی الله علیه وسلم اویاهم هرمخاطب دکفارو دمتابعت څخه چی مشابهت یی لازم دئ منع کوی.

5. أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ.[سوره الحدید]

آیا ندئ نیژدی سوئ هغه خلګوته چی إیمان یی راوړئ داچی ددوی زړونه دالله دذکر لپاره اوهغه حق ته چی پردوی نازل سوئ دئ وویریږی ، اودهغوخلګو په ډول نسی چی دوی ته مخکی کتاب ورکړل سو ، بیا پردوی باندی زمانه اوږده سوه (یعنی ددوی او أنبیاؤ ترمینځ ډیره زمانه تیره سوه) نو ددوی زړونه کلک سوه اوډیرئ ددوی فاسقان دی.

پدی آیت کی الله پاک مسلمانان ډیری مهمی نکتی ته متوجه کوی هغه داچی: مسلمانان باید داهل کتابوغوندی ځانونه
جوړنکړی ، اهل کتابو وروسته ترڅه مودی خپل دپیغمبرانو متابعت پریښودئ ، دالله پاک په شریعت باندی یی عمل کول هیرکړه، نوزړونه ددوی کلک سوه(دحق دمنلوڅخه) نوځکه ډیرئ ددوی کافران سوه.

دامعلومه خبره ده چی دکفاروسره مشابهت ددی آیت دغوښتنی سره مخالفت دئ.

احادیث:
1.عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ليس منا من تشبه بغيرنا لا تشبهوا باليهود ولا بالنصاري.[سنن ترمذی 2695]

ژباړه: عمرو بن شعیب دخپل پلارڅخه هغه دده دنیکه څخه روایت کی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زموږ څخه ندئ هغه څوک چی ځان دغیرسره زموږ(چی کافران دی) مشابه کوی ، دیهودو اونصاراووسره مشابهت مکوئ.
پدی حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم صراحتا دیهودو اونصاراوو سره دمشابهت کولوڅخه ممانعت کړئ دئ اوبیایی دهغو خلګو په هکله چی ځان ددوی سره مشابه کوی فرمایلی دی: دوی زموږ دټولۍ څخه ندی.

2.عَنْ عَدِيِّ بن حَاتِمٍ، قَالَ: أَتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَفِي عُنُقِي صَلِيبٌ مِنْ ذَهَبٍ، فَقَالَ:”يَا عَدِيُّ اطْرَحْ هَذَا الْوَثَنَ مِنْ عُنُقِكَ [سنن ترمذی 3095]

ژباړه:عدی بن حاتم (رض) وایی زه درسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه راغلم پداسی حال کی چی زما په غاړه کی دسرو زرو صلیب وو، نو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ای عدی! دغه بت دی دغاړی څخه وغورځوه.

پدی حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم ؛ عدی بن حاتم رضی الله عنه ته دغاړی څخه دصلیب دغورځولو حکم کوی پداسی حال کی چی دئ پدی وخت کی مسلمان هم دئ اوپه هغه پخوانۍ عقیده باندی یی هم نه په غاړه کوی ، خوپدی خاطرچی صلیب نښه دنصرانیت ده په اغوستلویی مسلمان دکافرسره مشابه کیږی نورسول الله صلی الله علیه وسلم عدی بن حاتم رضی الله عنه ته دهغه دغورځولو حکم کوی.

3.وَقَالَ:قُصُّوا الشَّوَارِبَ، وَاعْفُوا اللِّحَى، وَلا تَمْشُوا فِيَ الأَسْوَاقِ إِلا وَعَلَيْكُمُ الأُزُرُ، إِنَّهُ لَيْسَ مِنَّا مَنْ عَمِلَ بِسُنَّةِ غَيْرِنَا. [المعجم الکبیر للطبرانی حدیث 11173]

ژباړه: اورسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بریتونه لنډ کړئ اوږیری غټی کړئ، اوپه بازارونو کی مځئ مګرداچی لنګ موتړلئ وی(یعنی عورتونه موپټ وی) یقینی خبره ده چی زمونږ څخه ندئ هغه څوک چی په طریقی دغیر زمونږ عمل وکړی.

4. عن ابن عباس رضی الله عنه أنه قال:خَالِفُوا الْيَهُودَ , وَصُومُوا يَوْمَ التَّاسِعِ وَالْعَاشِرِ.[مصنف عبدالرزاق 7839] ژباړه: دعبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت دئ چی ده وفرمایل :دیهودو مخالفت وکړئ ، نهمه اولسمه ورځ روژه ونیسئ.

پدی اثرکی چی پرابن عباس رضی الله عنه باندی موقوف دئ إبن عباس رضی الله عنه مسلمانانوته دعاشوراء دروژی په نیولوکی دیهودو سره دمخالفت حکم کوی چی هغوی تنها دلسمی ورځ روژه نیسی ، نوتاسی مسلمانان ددی لپاره چی دهغوی سره مومشابهت او ورته والئ رانسی نونهمه ورځ هم روژه ونیسئ.

5.عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ قَالَ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُومُ فِى الْجَنَازَةِ حَتَّى تُوضَعَ فِى اللَّحْدِ فَمَرَّ بِهِ حَبْرٌ مِنَ الْيَهُودِ فَقَالَ هَكَذَا نَفْعَلُ. فَجَلَسَ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- وَقَالَ « اجْلِسُوا خَالِفُوهُمْ ».[سنن ابی داود 3178]

ژباړه: عباده بن صامت رضی الله عنه وایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم به جنازی ته دهغه پوری دریدئ ترڅوچی په لحد کی ایښودل کیدل ، یوه ورځ یویهودی عالم تیریدئ نورسول الله صلی الله علیه وسلم ته یی وویل: موږ هم همداسی کوو، سمدستی رسول الله صلی الله علیه وسلم کښینستئ اوویی فرمایل: کښینئ ددوی (یهودو) مخالفت وکړئ.

پدی حدیث کی عملا رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وښودله چی دیهودوسره مخالفت دشارع غوښتنه اودشریعت ځانګړئ اساس دئ.

6.عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ سَمِعَ عُمَرَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، يَقُولُ عَلَى الْمِنْبَرِ سَمِعْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ لاَ تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُهُ فَقُولُوا عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُه.[صحیح البخاری3445]

ژباړه: عبدالله ابن عباس رضی الله عنه فرمایی : مادحضرت عمررضی الله عنه څخه پداسی حال کی واوریدل چی دئ پرمنبرباندی ولاړوو ویل یی: ما درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چی تاسو زماپه هکله دومره مبالغه مکوئ لکه نصاراوو چی دحضرت عیسی علیه السلام په باره کی کول، زه دالله تعالی بنده یم نوتاسو راته دالله بنده اورسول ووایاست.

یعنی ځانونه دهغوی سره مه مشابه کوئ چی دپیغمبرپه هکله یی ډیر افراط وکړئ هغه ته یی (نعوذبالله) خدای ، دخدای زوی اوداسی نور القاب وکارول.

7.عَنْ أَبِى عُمَيْرِ بْنِ أَنَسٍ عَنْ عُمُومَةٍ لَهُ مِنَ الأَنْصَارِ قَالَ اهْتَمَّ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- لِلصَّلاَةِ كَيْفَ يَجْمَعُ النَّاسَ لَهَا فَقِيلَ لَهُ انْصِبْ رَايَةً عِنْدَ حُضُورِ الصَّلاَةِ فَإِذَا رَأَوْهَا آذَنَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا فَلَمْ يُعْجِبْهُ ذَلِكَ قَالَ فَذُكِرَ لَهُ الْقُنْعُ – يَعْنِى الشَّبُّورَ – وَقَالَ زِيَادٌ شَبُّورَ الْيَهُودِ فَلَمْ يُعْجِبْهُ ذَلِكَ وَقَالَ « هُوَ مِنْ أَمْرِ الْيَهُودِ ». قَالَ فَذُكِرَ لَهُ النَّاقُوسُ فَقَالَ « هُوَ مِنْ أَمْرِ النَّصَارَى ».[سنن ابی داود 498] “.

ژباړه: ابی عمیربن انس دخپل یوه انصاری اکاڅخه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دلمانځه لپاره دراټولیدلو غم خوردگی وکړه نوچاورته وویل: چی کله جماعت سره راټول سی نویوبیرغ دی ودرول سی چی کله یی خلګ ووینی نوجماعت ته حاضریږی د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه رأی خوښه نسوه ، بیاچاورته دیهودو دشپیلکۍ چی دعبادت پروخت به یی ږغول یادونه وکړه ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوښه نسوه نویی ورته وویل داخو کاردیهودو دئ ، بیاچاورته دنصاراوو دزنګولی یادونه وکړه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: دا خوکار دنصاراوودئ.

پدی حدیث کی لوی دلیل دئ پردی خبره باندی چی دیهود اونصاراوو سره په عادت اوعبادت کی مشابهت ندئ روا کنه نو مسلمانانو خو دغه کار دلمانځه دکولو په هدف کوئ هغه عبادت چی رسول الله صلی الله علیه وسلم پایه اوستون ددین بللئ دئ خوبیاهم رسول الله صلی الله علیه وسلم یی نه خوښوی اوعلت دا بیانوی چی دغه کار دیهودواونصاراوو دئ.
8. عن شَدَّادِ بْنِ أَوْسٍ عَنْ أَبِيهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « خَالِفُوا الْيَهُودَ فَإِنَّهُمْ لاَ يُصَلُّونَ فِى نِعَالِهِمْ وَلاَ خِفَافِهِمْ ».[سنن ابی داود652]

ژباړه: شداد بن اوس دخپل پلارڅخه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دیهودو سره مخالفت وکړئ ، هغوی په چوټو اوموزو کی لمونځ نکوی. خوتاسو لمونځ پکی وکړئ.

پدی حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم صراحتا دیهود سره دمخالفت کولو یوه عملی طریقه ښودلی ده چی هغه په موزو اوچوټکوکی لمونځ کول دی.

9.حضرت عمررضی الله عنه په هغه لیک کی چی دشام خلګوته یی لیږی داسی لیکی: ولا نتشـبه بهم في شيء من لباسهم من قلنسـوة ولا عمامة ولا نعلين ولا فرق شعر ولا نتكلم بكلامهم ولا نتكنى بكناهم…”،[ سـنن البيهقي الكبرى: 9 / 202، ]

یعنی موږ دنصاراووسره ځانونه په هیڅ ډول کالوکی نه مشابه کوو ، فرق نلری که خولۍ وسی ، که لنګوټه وسی ، که چوټی وسی ، اوکه دوریښتیانو جوړول وسی ، اونه هم موږ ددوی په ډول خبری کوو اونه هم ددوی په نومونوباندی ځانونه نوموو.

10.عن معاوية _ رضي الله عنه _ قال: ((إن تسـوية القبور من السـنة وقد رفعت اليهود والنصارى فلا تشـبهوا بهما)) ،[ المعجم الكبير: 19/352، ]

ژباړه: حضرت معاویه رضی الله عنه څخه روایت دئ چی دقبرونو آوار جوړول سنت دئ ، یهودو اونصاراوو قبرونه لوړ جوړول نوتاسو دهغوی سره مشابهت مکوئ.

11.عن عبد الله بن عمرو بن العاص _ رضي الله عنه _ قال: ((من بنى ببلاد الأعاجم وصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشـبه بهم حتى يموت وهو كذلك حشر معهم يوم القيامة)) [ سـنن البيهقي الكبرى: 9/234،]

ژباړه: دعبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنه څخه روایت دئ چی هرڅوک دکفارو په ښارونوکی بناء وکړی ، ددوی نوروز اومیزان ولمانځی اوددوی سره ځان مشابه کړی ترڅوچی پردغه حالت باندی مړکیږی نودغه سړئ به ددوی سره حشرکیږی.
وَإِنْ كَانَ إسْكَافًا أَمَرَهُ إنْسَانٌ أَنْ يَتَّخِذَ لَهُ خُفًّا عَلَى زِيِّ الْمَجُوسِ أَوْ الْفَسَقَةِ أَوْ خَيَّاطًا أَمَرَهُ أَنْ يَتَّخِذَ لَهُ ثَوْبًا عَلَى زِيِّ الْفُسَّاقِ يُكْرَهُ لَهُ أَنْ يَفْعَلَ لِأَنَّهُ سَبَبُ التَّشَبُّهِ بِالْمَجُوسِ وَالْفَسَقَةِ.[ردالمحتارفصل فی البیع، الشاملة]

ژباړه: کچیری یوسړی بوټ جوړوونکئ پدی باندی امر کړئ چی ده ته دی دمجوسیانو اویا دفاسقانو په ډول موزی جوړی کړی، اویا یوسړی خیاط ته وویل: چی ده ته دی دفاسقانو په ډول کالی جوړکړی، نو دده (بوټ جوړوونکی ، اوخیاط) لپاره دا کارمکروه (حرام) دئ، ځکه داسبب دمشابهت دمجوسیانو اوفاسقانوسره دئ.

خلاصه:
داچی دپورته آیتونو، احادیثو اوفقهی عباراتوڅخه په وضاحت ثابتیږی چی دکفاروسره مهاشهت په:

عاداتوکی کوم چی په دوی پوری خاص وی اوإنسانی ضرورت نوی.

عباداتوکی کوم چی ددوی لخوا بغیرله کوم شرعی لاسونده ایښودل سوی وی.

په رسمونو اورواجونوکی.

دکالو اولباس په کولو او اغوستلوکی.

دځان اوبدن په جوړولو او عیارولوکی.

داخترونو او ورځو په لمانځلوکی.

حرام دئ مسلمان باید په کله ځان ورڅخه وساتی.

اللهم وفقنا لما تحب وترضی واجعلنا متمسکین بسنة نبیک فی الحیوة کلها واجعل حیاتنا ومماتنا علی دینک ، برحمتک یاارحیم الراحمین.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.