نظــر

پاکستان هم ويني چي توبه له مړو خالي ده ؟!

عبدالمالک همت

د پاکستان پوځيان د هغه بې همته پوځ منسوبين دي چي څو واره يې د هندوانو د بې ايمانو پوځيانو په وړاندي ماتي خوړلي او ورته سلامي سوي دي. دوی چي سوي دي او هر څه چی يې کړي دي د انګرېزانو او امريکايانو په غلامي کي يې کړي دی او د هغو په قوماندو يې ښی ګرځ، کيڼ ګرځ او شاګرځ کړی دی. او استخبارات خو يې ټولو ته معلوم دي، چي په سيمه کي د امريکې د سي آی اې د يوې څانګي په توګه امریکې ته چوپړ وهي. نو يو پوځ چي د هندو سره لا د مقابلې ازل نه لري او ټول تاريخ يې امريکې ته په چوپړ او جاسوسي کي تېر سوی وي، دا به نو څه مړانه او غيرت ولري؟ او دا چي له خپل وطن او اسلام څخه دي دفاع وکړي دا تمه خو هيڅ نه ورته کيږی.  

دا چي په دې وروستيو کي دغه پوځ او پنجابی حکومت په ډېره بې پروايي او جرئت سره پر مهاجرو افغانانو او د افغانستان د هاخوا پر پښتنو او آزادو قبايلو باندي ډول ډول ظلمونه کوي، سپکوی يې، وهي او ډبوي يې او جېلونو ته يې اچوي، کله يې پر سپېڅلې خاوره توغندي ولي، کله يې سوداګريز مالونه بندوي، او ان پولي پر تړي او پاسپورټ او وېزه لرونکي افغانان له پاکستان څخه د خپل هیواد راګرځېدو ته نه پرېږدې، د دې ټولو لامل دادی چي دغو چغالانو افغان زمريان په اسارت او خواري کي او بې غاوره ليدلي دي. دوی د افغانانو په اصطلاح توبه له مړو خالي ليدلې او ميدان چغالي ورته ښکاره سوی دی. دوی ويني چي يو څو بې ضميره افغانان د پردو له چوپړه نه دي خلاص، په هیواد کي يې د وينو حمام روان دی، مشران يې جعلي او د دوی دښمنان دي او د ښکېلاکګرو له خوا ورته ټاکل سوي دي، عام خلک يې خوار او بې وسه سوي دي، پر هيواد او خلکو مين عناصر يې بې واکه دي، ځکه نو دا نامردان هغه افغانان زوروي چي اسلام يې د هغو د هلو ځلو له برکته دی، له مرهټيانو د احمدشاه بابا پوځونو وژغورل او چي افغانانو انګرېزان مات کړل دوی ته د خپلواکي زمينه مساعده سوه او د شورويانو له خطره يې هم دوی او هم د دوی باداران بېغمه کړه. خدای دي پر هيڅ ولس بده ورځ نه راولي. نن چي پر موږ بده ورځ راغلې ده دغو تورلېنګيانو لاهم غورځي را باندي پيل کړي دي.

ګرانه لوستونکې ! په هره مفکوره چي يې او د هرچا پلوی چي يې هغه ستا کار دی، خو زه بې له کومه مطلبه، بلکي د زړه له درده او د زړه له کومي دا درته وايم چي زموږ کورنيو دښمنانو، داخلي خاينانو، د خپلو ګتو پلويانو، عياشو او پرموږ لوړتيا غوښتونکو، د خپل په نامه د پردو پټو او ښکاره جاسوسانو او چوپړ وهونکو، پاکستانيانو، ايرانيانو، ځينو عربي واکمنانو، لوېديځوالو، روسانو او امريکايانو ټولو زموږ سره دښمني را اخيستې ده او دا ټول د دغه جګړې ځپلي او ستړي ستومانه ملت د لاخوارولو او لا بې وسه کولو او د دې ښکلي، خو ځپلي ځيځېرلي هيواد د لا ځپلو او د نړۍ د تمدن له کاروانه د شاته غورځولو لپاره لاس په کار سوي دي او پر له پسې زموږ تر ځمکه لاندي او نوري شتمنۍ مو لوټوي.

وايي: ”ګرګ ازخدا چه ميخواهد ؛ باد وبدمه“. زموږ په ګران هيواد کي خبره تر باد او بدمې لا هواخواته سوې ده. زموږ بې پروايی، د جهالت د فيصدۍ لوړوالی، فقر او غربت، د پښتنو او د افغانستان د مېشتو وروڼو مليتونو تر منځ د پردو غليمانو د پټو دسيسو له امله ډول ډول کرکي او بې اتفاقۍ، زموږ له خوا د دوست او دښمن نه پېژندل او په خاينانو او بې سوادو چالاکانو پسي زموږ د ډېرو کسانو پسې کېدل دا ټول زموږ د بدمرغۍ او زموږ دښمنانو ته د باد او بدمې غوندي ګرځېدلي دي.

نو ګرانه لوستونکې ! که نور لاهم زموږ دغه حال وي، او راويښ نه سو او په ځانونو کي مثبت بدلون رانه ولو د خاينانو او پردو له ملاتړه لاس وانه خلو، د حق ويلو جرئت ونه لرو، په اتفاق نه سو، او دا جاهلي تربګنۍ پرې نه ږدو، اولادونه مو د پوهي او علم په ګېڼه سمبال نه کړو، هر پردي ته غوڅ نه ! ونه وايو، تر پردي خپل را باندي ګران نه سي او درناوی يې ونه کړو او ټول دا شعار ورنه کړو چي: ګران افغانستان د ګرانو افغانانو دی!!!  او د پردو او پردي پالو پر مخونو د توکلو جرئت په ځانونو کي پیدا نه کړو، باور وکړئ چي ټول به خوار يو او په راتلونکې کي به مو اولادونه او تاريخونه بد قضاوتونه را باندي کوي.  

ګرانه افغانه ! باور وکړه چي زموږ وطن د ځمکی پر سر جنت دی، ښې هواوي، ښې اوبه، ښې حاصلخیزي ځمکي، ښې غلې او دانې او ښې مېوې، ښې وني او بڼونه او تر ځمکه لاندي غني معادن، خو افسوس چي موږ ته دا خدای راکړی ځمکنی جنت موږ پخپله ځانونو ته دوږخ ګرځولی دی او د خپل هیواد واک مو پردو غليمانو را څخه اخيستی دی او زموږ څو ناپوهه لنډغرو توپکونه ورسره اخيستي دي، پر بغل يې ورسره ځغلي او خپل افغانان ورته وژني.  

په پاکستان کي زموږ مهاجر وروڼه لا څه غواړي چي هلته د پردو تورلېنګيانو سپکاويو ته ټينګ سوي دي؟ راسئ خپل وطن ته روزي مو پر هغه الله ده چي پیدا او پنا يې يو. وايي : يا خپل کور يا خپل ګور.

ګرانه وروره ! خپل هيواد، خپل ټاټوبی، خپل خلک، خپله ژبه، خپل دود او رواج تر هر څه ښه دي. پردي هيوادونه خو د پردو دي، په پردي هيواد کي څوک د ځان واک نه لري، بې هويته او بې عزته وي. هر چاته خپل وطن کشمير دی.

ورکه دي سي دا د پردو هيوادونو پر دېسي. مرګ دي وي د پاکستان پر تور لېنګيو پوليسو، پوځيانو او دولتي خاينو او افغان دښمنو چارواکو، مړه دي وي امریکايان او د هغو پټ او ښکاره پلويان!

يوموټی او سره خپل دي وي زموږ پتمن خلک، له دې اوسني حالته راوتلی، سرلوړی او پر مختللی دی وي ګران او زړه ته راتېر افغانستان !

ګران افغانستان د ګرانو افغانانو دی!

والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

محترم همت صاحب اسلام علیکم ډیره ښه مقاله دی لیکلی ده اوماته دی هم یوډیر زوړ متل رایاد کی نه پوهیږم چه د دی متل قصه هم درمعلومه ده کنه په هرصورت،عبدالشکور رشاد یو بیت ویلۍ دۍ : دزمریوکه زهری چوی دسپیو…..خوپرسویوباندی ازمویی زورونه .دافغانستان څخه نادر او ظاهر فعلًا سویان جوړ کړی دی دانګریزانو اوخپله دافغانانو غولامانو ته نن چانس په لاس ورغلۍ دۍ پریږده چه دوی هم یوڅوورځی هوس وکی انشاءالله ژرفتح راتلونکی ده بیابه دغه غلان بیرته دافغانانوغولامان وی – لیکن الله په قرآن کی په وارو وارو ذکر کړی دی هرقوم چه دالله هدایت چه په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x