
هرات: د شینډنډ د تروریزم مدیر ووژل شو.
نن له غرمې مخکې د هرات د شینډنډ د ولسوال پر موټرو د مخالفووسله والو له خوابرید شو ی دی، چې په پایله کې يې د شینډنډ د امنیه قومندانۍ دتروریزم مدیر ووژل شو او دوه پولیس ډېر ژوبل شول.
د شینډنډ د ولسوال عبدالحمید نور موټر د د دې ولسوالۍ په سنګستان کلي کې تر بريد لاندي راغى. د ولسوال په خبره دوی د يوې پروژې د سروې لپاره سيمې ته تللي وو، چې په بېرته راتګ کې ورباندې بريد وشو. طالبانو تراوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ويلي.