توهین کونکي او سزا یې

خالق یار احمدزی
په ټولنه کې موږ د هرچا له توهین منع شوي یو او شریعت توهین کونکو ته سختې سزاوې هم ښوودلې.

پدې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر ملحدین پیدا شوي چې ډاګیز په مقدساتو نیوکې او د هغو سپکاوی کوي. داخلک چې هیڅ شي ته هم په احترام قایل ندي یواځې او یواځې اسلام او مسلمانان خپل دښمن بولي اوبس.
دوی آزاد ګرځي او ویل کیږي د ځینې کړیو لخوا د یوې پروژې په حیث کارول کیږي.

دې پیښو وروسته تر هغه ډیر زور ونیو چې له کابله خپریدونکې یوې مجلې په ډاګه د مقدساتو توهین اوسپکاوی کړی ؤ، چې هغه لیکوال بیا د حکومتي چارواکو لخوا بهر ته ولیږل شو. اوس دې فعالیت د ټولنیزو رسنیو دیوالونه هم خپل کړي. خو حکومت له لومړي سره د دې کار له مخنیوي ډ ډه کړې او لا هم پرې پټې سترګې ده.

د محمد صلی الله عليه وسلم د عزت او ناموس ساتنه پر هر مسلمان واجب ده، که خدای مه کړه څوک د رسول الله صلی الله عليه وسلم درناوي ته زيان رسوي يا د هغه په ناموس حمله كوي؛ نو داسې تن مرتد او سزا يې قتل ده چې دا سزا نه پاچا او نه هم کوم بل چارواکی له منځه وړی او نه يې هم بدلولی شي، دغه راز داسې تن ته به سزا پاچا يا هغه څوک ورکوي چې پاچا يا رئيس جمهور ورته د سزا ورکولو ووايي او که دوی ورته سزا نه ورکوي – لکه نن سبا چې زموږ د پاچايانو حال دی- نو دا ډېرا ستره بې غيرتي او له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره لويه ټګي او جفا ده، بيا که له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مينه لرونکی، اسلامي جذبه او غيرت لرونکی مسلمان داسې تن ووژني؛ نو دا ستر جهاد او دا تن د ثنا او ستاينې وړ دی.

۱: الصارم المسلول مخ ۲۱۹/ ۲۲۰ کې دي:

هذا و إن كان حدا فهو قتل حربي أيضا فصار بمنزلة قتل حربي تحتم قتله و هذا يجوز قتله لكل أحد و على هذا يحمل قول ابن عمر في الراهب الذي قيل له أنه يسب النبي صلى الله عليه و سلم فقال : [ لو سمعته لقتلته ].

ژباړه: د رسول الله صلی الله عليه وسلم د توهين کوونکي وژل د حربي د وژلو په څېر دي چې وژل يې واجب دي او هر تن ته يې وژل روا دي او د ابن عمر رضی الله عنه د قول معنی همدا ده کله چې ورته د راهب په اړه وويل شول چې راهب نبي ته ښکنځل کوي؛ ابن عمر وويل: که ترې اورېدلي مې وای؛ نو وژلی به مې وای.

۲: در المختار کې دي

وجميع الكبائر والأعونة والسعاة يباح قتل الكل ويثاب قاتلهم

ژباړه: د ټولو سترو ګناهونو د ترسره کوونکو، د ظالمانو د ملاتړو او په په ځمکه کې د فساد خپرونکو وژنه مباح او وژونکي ته يې ثواب ورکول کېږي.

(در المختار کې، ټوک ۵، مخ ۱۹۷، مکتبة حنفية، کويټه)

۳: تنبيه الولاة والحکام کې دي

لاشک أن هذا الساب الشقي اللعین أقبح أهل الکبائر.

ژباړه: هيڅ شک نشته چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دا ښکنځل کوونکی، لعنتي، بدمرغه د ټولو سترو ګناهونو تر کوونکو بدتره دی.

(مجموعه رسائل ابن عابدين ټوک ۱، مخ ۳۴۳، مکتبة، سهيل اکيډمي)
ابن عباس  فرمايې: چې موږ رسول الله ص ته غزا ته دتللو لپاره راغونډ شوو، رسول الله ص له موږ سره دسپوږمی په رڼا کې تر بقيع الغرقد پورې ولاړ، بيا يې راته وويل: دالله په نامه لاړ شئ. اې الله! ته له دوی سره کومک وکړه.
بيا رسول الله ص کور ته راستون شو، راوي وايې چې دا مجاهدين بيا لاړل تردې چې دکعب ابن اشرف يهودي کلا ته يې ځان ورساو، ابو نائلة هغه ته ور نارې کړې، هغه نوی واده کړی وو، هغه دراښکته کيدو لپاره ځان چمتو کاو چې ښځې يې ورته وويل: ته جنګيالی يې او جنګيالی کس په دې ناوخته وخت کې چا ته نه ورکوزيږي، هغه ورته وويل: دا زما ورور ابونائله دی قسم په خدای که هغه پدې خبر وای چې زه ويده يم نو زه به يې نه وم راويښ کړی، ښځې يې ورته وويل: خدايګو! زه دهغه له غږ څخه ماته دشر بوی راځي.
کعب ابن اشرف ورته په ځواب کې وويل: ځوان که دنيزې دوار لپاره هم وغوښتل شي نو انکار نه کوي، بيا ورښکته شو، له هغوی سره يې يوڅه وخت خبرې اترې وکړې، بيا هغوی ورته وويل: چې که ته له موږ سره شعب العجوز نومي ځای ته تللای وای نو لږ مجلس به مو کړای وای؟
هغه ورته وويل: هو ولې نه.
بيا هغوی تګ پيل کړ، ابو نائله دکعب ابن اشرف په سر کې سر لاس راتير کړ، اوبيا يې بوی کړ او ويې ويل: دا ډول خوندور عطر ما په ټول ژوند ندي ليدلي، بيا يې يوڅه مزل وکړ، او بيا يې خپل دا عمل تکرار کړ، تردې چې کعب ډاډه شو چې عطرو خوند ورکړی، يو څه ځنډ وروسته يې بيا دا کار وکړ، په آخره کې يې کعب ابن اشرف دسر له دواړو لورو څخه ټينګ ونيو، او ملګرو ته يې غږ کړ، ووهئ دخدای دښمن، مجاهدينو په هغه باندې دتورو ګذارونه پيل کړل او هغه يې وواژه.
==================
ـ رواه ابن حبان وصححه واحمد.

د نبي کریم د ګستاخ سزا

خلاصة الفتاوی لیکي

من شتم النبی صلی الله عليه وسلم و أهانه أو عابه في أمور دينه أوفي شخصه أو في وصف من أوصاف ذاته سواء کان الشاتم مثلا من أمته أو غيرها وسواء کان من أهل الکتاب أو غيره ذميا کان أو حربيا سواء کان الشتم أو الإهانة أوالعیب صادرا عنه عمدا أو سهوا أو غفلة أو جدا أو هزلا فقد کفر خلودا بحیث إن تاب لم یقبل توبته أبدا …. وحکمه في الشريعة المطهرة عند متأخرين المجتهدين إجماعا وعند المتقدمين القتل قطعا ولا يداهن السلطان ونائبه في حکم قتله.

خلاصة الفتاوی، ټوک ۴، مخ ۳۸۶، مکتبة: رشيدية کويټه)

ژباړه: څوک (نر وي که ښځه) چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځل وکړي يا يې سپکاوی وکړي يا يې د دين په کوم حکم، شخصيت يا يې په کوم صفت نيوکه وکړي، برابره خبره ده چې ښکنځل کوونکی يې امتي وي يا نه وي، له اهل کتابو څخه وي يا کوم بل ذمي يا حربي کافر وي او برابره خبره ده چې ښکنځل يا پرې نيوکه په لوی لاس وکړي، په هېره، ناپوهۍ يا يې په ټوکو کې وکړي؛ نو داسې توهين کوونکی د تل لپاره کافر شو، که توبه وباسي، توبه يې هيڅکله نه منل کېږي، او په شريعت کې يې حکم دا دی چې هرومرو به وژل کېږي او پاچا يا د هغه مرستيال به يې د وژلو په حکم کې له نرمښت څخه کار نه اخلي.

۲: البحر الرائق کې دي:

كل من أبغض رسول الله بقلبه كان مرتدا فالساب بطريق أولى ثم يقتل حدا عندنا فلا تقبل توبته في إسقاطه القتل.

ژباړه: هر څوک چې په زړه کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره کينه ولري، هغه مرتد (له اسلامه وتلی) دی او ښکنځل کوونکی خو بيخي مرتددی بيا به د حد په توګه وژل کېږي او توبه يې د وژنې سزا له منځه نشي وړی.

(البحر الرائق ټوک ۵، مخ ۲۱۱، مکتبة: رشيدية، کويټه)

په حنفي فقه کې د هغه مسلمان تن په اړه درې قولونه شتون لري چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځل وکړي يا يې سپکاوی وکړي؛ خو اوس مهال فتوا پر دې ده چې دا تن مرتد شو او وژل يې واجب دي او توبه يې د وژلو سزا له منځه نه وړي.

خو که ذمي (هغه کافر چې دار الاسلام کې اوسېږي او د قوانينو پيروي يې کوي) رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځل وکړي يا يې سپکاوی وکړي؛ نو تعزيرا به وژل کېږي:

۱: رد المحتار مع در المختار کې دي:

مطلب في حكم سب الذمي النبي صلى الله عليه وسلم قوله ( وسب النبي ) … فلو أعلن بشتمه أو اعتاده قتل ولو امرأة وبه يفتى اليوم.

ژباړه: که ذمي (هغه کافران چې په اسلامي دولت کې ژوند کوي او قوانين يې مني) که په ډاګه يا په تکراري ډول رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځل وکړي، وژل کېږي به، که څه هم ښځه وي، اوس مهال پر همدې فتوا ده.

(رد المحتار على در المختار, ټوک ۵، مخ ۳۰۴، مکتبة حنفية، کويټه)

۲: په تنبيه الولاة والحکام کې علامه ابن عابدين شامي رحمه الله ليکي:

والحاصل أن الذمي يجوز قتله عندنا لکن لا حدا بل تعزيرا, فقتله ليس مخالفا للمذهب … فيقتل عندنا سياسة إذا تکرر منه ذلک وأعلن به وإن أسلم علی ما نقله شيخ الإسلام إبن تيمية عن أکثر الحنفية.

ژباړه: ذمي (که رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځل وکړي يا يې سپکاوی وکړي) د تعزير په توګه وژل يې روا دي؛ نو سياسة به وژل کېږي که په پټه څو ځلي سپکاوی وکړي يا په څرګنده توګه سپکاوی وکړي، که څه هم اسلام راوړي (اسلام راوړل يې له وژلو نه شي ژغورلی)، شيخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله له اکثرو احنافو همداسې نقل کړي دي.

(مجموعة رسائل ابن عابدين، ټوک ۱، مخ ۳۵۴/ ۳۵۵،

بنأً له ټولو حکومتي چارواکو او عامو هیوادوالو داهیله لرو چې که څه هم افغانانو باندې تر اوسه چا خپل عقاید ندي منلي او نه دا توان لري سره له دې چې بې دریغه هلې ځلې یې وکړې او لا یې کوي.
خو بیا هم د خپلو مقدساتو څخه دې په ټینګه دفاع وکړي. او نه دې پریږدي چې دا بلواکې پرګنې خپل هدف ته چې د بې علمه خلکو ذهنونه ګډوډول دي ورسیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.