د غني په حکومت کې د شمالي ټلوالې بې شمېره ګمارنې

ذبیح الله خورشیدی
خدای مې دې غاړه نه بندوي ولسمشر غني ته به پنچشېرانو په تېرو دوو ټاکنیزو پړاونو کې پوره لس رایې هم نه وي ورکړي، خو په حکومت کې له ډېرو قومونو څوبرابره زیاته ونډه لري.

هوت خېلو په افغانستان کې د لوی سیاسي بحران مخه ونیوله او د افغانستان د ولسواک نظام شرمېدلې پوزه یې پرځای کړه، ولې له بده مرغه ښاغلي غني په یوه بې واکه او بې صلاحیته مشاور ونازول.

اوس د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د ناکام مامور امرالله صالح لپاره په امنیتي سکتور کې نوې موازې اداره جوړه شوه چې نه یوازې په قانون برابره ده، بلکه د نورو قومونو په حقونو یوه ښکاره معامله ده چې ولسمشر محمد اشرف غني له شمالي ټلوالې سره په چوپه خوله وکړه او د هوت خېلو په څېر د یو ستر قوم حق او امتیاز یې ټلوال خېلو ته په غیابو کې ډالۍ کړ.

د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح په ټاکنیزو مبارزو کې د اجرایه رییس کلک ملاتړی او د ولسمشر محمد اشرف غني تر ټولو سر سختی مخالف و، چې د غني په مقابل کې یې د شنو او سرو لیکو ګواښونه وکړل خو نن همدې سړي لپاره غني یوه لویه موازي اداره جوړیږي.

دلته راته د ښاغلي ولسمشرغني د ټاکنیزو منډو ترړو هغه شعار دومره پیکه او سپک ښکاره چي ده به ډېر کله د یو پڅ درد له احساسه زمزمه کوه (یو افغان د بل افغان بهتر نه دی او یو افغان دبل افغان کمترنه دی).

له دې ګمارنې سره د امنیتي سکتور خپلواکي هم لمنځه لاړه او له بلې خوا د ولسمشر د امنیتي سلاکار محمد حنیف اتمر لپاره هم یو سر خوږی جو شو چې راتلونکې کې ورته په ګواښ بدلېدای شي.

له لومړي سره زمونږ ټینګار په دې وو، چې امنیتي سکتور باید له سیاسي کېدو او شړولو په امن وي، خو بدبختانه نن مو په همدې ستره هیله او ارمان باندې په خرورونو خاورې واوښتې.

د ښاغلي صالح نابلده ټاکنه او د نورو قومونو امتیاز ځانګړي قوم ته ورکول په هېواد کې د بې ثباتۍ ښکاره لامل دی او دا بې ثباتي به د افغانانو د وژنې او د روانې جګړې له کمېدو سره هېڅ راز مرسته ونه کړي.

غني نه باید نور د چا دفشار لاندې راشي او هغو خلکو ته د قلنګ ورکولو قایل شي چې په تېرو ۱۶ کلونو کې په ملت حاکمان وو او دا هېواد د همدې خلکو له لاسه د جګړې په ډګر بدل شوی.

په همدې هیله او ارمان

یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    خورشیدی صاحب اسلام اعلیکم کم وخت چه کرزۍ اول پر قدرت راغلۍ نوموږډیر خوشحاله وو ماته دډیورنډدکرښی دمحکومی غاړی داڅګزو یولوی خان راغلۍ اوراته وه یی ویل ته کرزی ته حال واستوه چه زه لس زره داسی توریالی خوانان درکوم چه حتی دمرګ پرواهم نه لری اوواقعاً ماته دهغه خان وعده ثابته وه نومادکرزی دیوترجمان په لاس یو خط ورکۍ چه دهغه خان خواهش می کی ذکرکړۍ وو،زه په انتظاروم چه کله به کرزۍ دهوامر وکی پسله څه وخته می هغه ترجمان چه دکرزی عزیز هم وو ولیدۍ،ورته ومی ویل تاڅه وکړل هغه جواب راکۍ چه کرزۍ وایی پښتانه ما وژنی زه دپښتنوکومک نه غواړم – دازموږبی ایمانه خودپرسته چه قدرت ته ورسیږی نه اسلام غواړی نه پښتون آخر لکه نجیب دپردو دلاسه په دار اوبی آبروسی – نن داسلام اوپښتنوبد مرغی روانه ده الله ته به زارۍ کوو اوعبادت به کوو چه خپل رب رحم راباندی وکی.په احترام عبدالواح اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.