د اسلام د ځلانده تهذیب بېلګې

  فاتح کاروان
نن سبا که د ساینس خبره کېږي، نو تر ټولو مخکې دی هغه کسان چې اسلامي سلطنتونه او مسلمانان د ساینس سره نابلده بولي، د اروپا تاریخ ولولي، چې کوم وخت مسلمانو عالمانو د اندلس، قرطبې، اشبیلیه، غرناطې، دمشق، بغداد، مروه او قسطنطنیې په علمي جامعو کې د ځمکې د شکل، ګردش، اسماني اجرامو د کیفیت او اشکالو، د جنګي اوزارو د جوړولو، د وخت د معلومو لپاره د ساعت جوړولو، لویو لارو، کاریزونو، پوسته خانو، د اوبو رسولو سیسټم، عصري علومو، جنګي نقشو، طب، جغرافیې او سمندرونو په هکله څېړنې، کشفیات، نوښتونه او پرمختګونه کول، امریکا لا جوړه هم نه وه او اروپا د جهالت په تورو تیارو کې ډوبه وه، اروپا ته خو هم علم د اسلامي جامعو نه راغې، دا پرمختګونه چې نن یې اروپا او امریکا کوي دا خو یې د اسلامي علمي سټو او ذخیرو نه را نقل کړی، اروپایانو چې په کال کې به یې یوځل هم غسل نه کاوه، امریکایانو چې لا یې د تور او سپین په نوم د یو بل وینې بهیولې، دروم، فارس او انګلستان خلکو به له ښځو نه نفرت کاوه، دوی کله پرمختګ او ساینس پېژانده، د ښځو د حقوقو علمبرداران به په کومه خوله په اسلام اعتراضونه کوي چې نیکونو یې خپلې لوڼې ژوندۍ ښخولې، پلرونو یې له ښځو نه یواځې د ښځېتوب په جرم نفرت کاوه او دوی نن د ښځو نه د جنسي اړیکو او شهوت پرستۍ آلې جوړې کړي دي، دوی له کومه د ښځو د حقوق مدافعین شول؟؟ اسلام لا څوارلس نیم سوه کاله مخکې موږ ته ویلي دي چې ښځه مور ده، خور ده، ترور ده، میرمن ده، لور ده او رحمت دی، موږ هیڅ دې ته ضرورت نلرو چې د غربي پروپاګند نه متأثر شو، هلته چې ښځې په ځوانۍ کې یو تجارتي توکې او په زړښت کې د زړښتون یو له کاره لویدلې، بې ګټې، سپک او ذلیل موجود دی.

راځئ یوه شېبه د اسلام د تاریخ پاڼې هم واړوو چې اسلام بشریت ته څه راوړي او څه یې ورته ډالۍ کړي دي؟

مقریزي په خپلو یاداښتونو کې لیکلي دي:
” ابن طولون کله چې په مصر کې د خپلې زمانې مشهور جامع جومات جوړ کړ، نو د هغه په وروستۍ برخه کې یې یوځای د اوداسه لپاره او یو کوچنی روغتون هم جوړ کړل، چې په هغې کې به هر ډول درمل موجود وو، او د هغه لپاره یې ساتونکي مقرر کړي وو، د جُمعې په ورځ به یو ډاکټر هم هلته مؤظف و او که د لمونځ کوونکو له جملې څخه به په ناڅاپي توګه څوک ناروغ شو، نو په هماغه نږدې روغتون کې به تداوي کېده.

د اسلامي خلافت په وخت کې ګڼ شمېر روغتونونه جوړ کړای شوي وو ځیني روغتونه عام وو هغو ته به هر څوک او هر وخت ورتلای شو، دغه روغتونه په دوه ډوله وو:

۱- د نارینه و لپاره ځانګړي روغتونونه

۲- د مېرمنو لپاره ځانګړي روغتونونه

دواړه ډول روغتونه به یو له بله جلا و، د اخلاقي فساد روږدي نن د مختلطو روغتونونو، ښوونځیو او دفترونو ننګه کوي، حال دا چې اسلام له پېله د دې ناوړه دود خلاف و او د دې ستونزې سم حل یې هم راویستې و، هغه وخت د داخله ناروغیو، د سترګو د ناروغیو، د جراحۍ څانګه، د ارتوپیدي یا هډوکو، د دماغي ناروغیو او… لپاره جلا جلا څانګې وی.

ابن اصیبعه چې د دمشق په نوري روغتون کې یې طبي تحصیل کړی و، داسې لیکلي:
کله به چې حکیم مهذب الدین او حکیم عمران په روغتون کې د رنځورانو معاینه او تداوي پای ته ورسوله، نو زه به له هغو سره وم او همدا رنګه زه به له شیخ رضی الدین رجمي سره کیناستلم او د رنځورانو د ناروغۍ د معلومولو په هکله به مې د هغه استدلال، ابتکار او تشخیصي سیستم کوت او ورڅخه زده کاوه به می، او دا ټول هغه څه وو چې نوموړي به ناروغ ته د هغه د رنځ په هکله ویل او بیا به یې د روغتیا لپاره ورته(نسخه) لیکل، د هغو د زیات شمېر په هکله به ما له نوموړي سره بحث او څېړنه هم کوله.

راځئ د ښکلي اسلامي تاریخ دا زرینه بېلګه هم ولولئ:
په ۳۱۹هـ کال کې چې له ۹۳۱م کال سره سمون خوري، داسې یوه پېښه وشوه، د مقتدر باالله د حکومت په زمانه کې یو ډاکټر د یو ناروغ ناسم علاج وکړ او هغه مړ شو، خلیفه حکم وکړ چې د بغداد له ټولو ډاکټرانو څخه دی بیا له سره ازموینه واخېستل شي(( داسې مثال په دې موجوده جمهوریتونو کې شته؟؟)) په دغه وخت کې یواځې په بغداد کې د ډاکټرانو شمېر له ۸۶۰ تنو څخه هم زیات وو، مجرب او په خپل فن کې ماهر ډاکټران و.

هغه وخت به په هر روغتون کې یو ستر کتابتون و، چې له هغې څخه به ډاکټرانو او زده کوونکو ګټه اخېستله. ویل کېږي چې د قاهرې د “ابن طولون” په روغتون کې له یو لاک څخه د زیاتو کتابونو یوه کتابخونه وه او په هغو کې د طبي پوهنې د مختلفو څانګو کتابونه وو.

د هغه وخت مشهور روغتونونه عبارت و له:
د بغداد عضدي روغتون: دغه روغتون په ۳۱۷هـ کال عضدالدوله بن بویه جوړ کړی و ځای یې په بغداد کې د امام رازي رحمه الله په خوښه انتخاب شو، ۲۴ ډاکټران یې لرل، درملتون، کتابتون او پخلنځې یې درلود، په کال ۴۴۹هـ خلیفه قایم با الله، نور هم دغه ځای ته پرمختګ ورکړ، یوناني دوایانې یې ورته راوړې، د مریضانو لپاره چپرکټونه، فرشونه او بړستنې برابرې شحوی، خادمان، چپړاسیان، څوکیداران، ښې خوشبویانې، واوره او… ورته مهیا او مقرر کړای شول، د ډاکټرانو معاش له دولتي خزانې ورکول کېده.

۲. نوري روغتون:
دغه روغتون شهید ملک نورالدین سلطان عادل په ۵۷۹هـ کال چې د ۱۱۵۴م کال سره سمون خوري، په هغه پیسو جوړ کړ چې د انګریزي پاچا څخه یې د فدیې په ډول اخیستې وی. دا د خپل وخت یو بې ساری روغتون و، د ساختمان او ډيزاین له پلوه د اسلامي نړۍ له ګردو روغتونونو څخه ښکلې او اعلی و، مالداران به نه ور پریښودل کېدل، یواځې د فقیرانو او بې وزلو لپاره یې خدمت کاوه، مشهور مسلمان سیلاني ابن جبیر په ۵۸۰هـ کال دغه روغتون ته ننوتلې و، په روغتون کې یې د ډاکټرانو د ښو اخلاقو او مهربانۍ ستاینه کړی ده.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.