
غزل/ بهار مستغفر
بهارمستغفر
لکه د نوح بېړۍ خو ځېږي د څپو غېږه کې
خدایه! سـاته ګل امارت مو د اغزو غېږه کې
تنکو زلمو پر ځای د تېلو ورته ویني ورکړې
خدای مکړه مړ نشي مشال مو د تیارو غېږه کې
لکه بلال د پاکې مینې په دردونو ویاړو
د شهادت تږي د ټکنده غرمو غېږه کې
په کلک ایمان تنها ولاړ د هر کافر مخي ته
دا یوڅو تنه دي او سیږي بس د غرو غېږه کې
ربه هر خوا ورته یو شوې نمرودي لښکرې
لکه خلیل یې راته ساته د لمبو غېږه کې
زمونږ د زړه ټوټې دي زموږه پرې ژوندون بهار دی
ځکه ساتلي مو ګلونه دي د زړو غېږه کې