د مکې لاره (دولسمه برخه)

لیکنه: محمد اسد ( لیو پولډ ویس)
ژباړه: حامد افغان
د لاوتسي (Laotse) د فلسفې پېژندنه
په حقيقت کې هغه زما لپاره يوانکشاف و، ما په خپل ژوند کې چېرې هم د لاوتسي نوم نه و اورېدلى او نه مخکې د ده د فلسفې په اړه زما په دماغوکې د هغه څه تصور شتون لاره. خو په ويانا کې په يوه کتابخونه کې په ناڅاپي توګه د هغې د يوه کتاب ( Tao / Te/ King) الماني ژباړه په لاس راغله ، کتاب او د ليکوال عجيبه نامه يې زه خامخا ځان ته متوجه کړم، کله مې چې د هغه اړول پيل کړل نو په يوه کوچني څپرکي ( فصل ) يې زما سترګې ولګېدې، په هغه کې ما ډېرې د حکمت خبرې وليدې، ما په خپل بدن کې ناڅاپه يو اضطرابي کيفيت محسوس کړ او د يوې عجيبې خوښي احساس په کتاب کې داسې غرق کړم چې په بل هېڅ شي نه پوهېدم، بېخي ګونګ شانته وم او کتاب مې په لاس کې و.

ما په هغه کې داسې انساني ژوند بياموند چې له خوښي او ډاډ نه ډک و، داسې ژوند چې له هرډول انتشار او د جګړې له اندېښنو پاک و، چې د هغه روزنه په يوه داسې ډاډمنه خوښي کې شوې وه چې هر انساني زړه کولى شي هغه ترلاسه کړي، خو په دې شرط چې که هغه دا ځانګړې آزادي ترلاسه کول وغواړي. دا هغه حقيقت و چې ما پېژندلى و، حقيقت خو له ازل نه حقيقت وي که څه هم هغه مونږ هېر کړى وي! نن ما هغه وليد، د نېکمرغي او خوښي له احساس سره مې يو ځاى ترلاسه کړ. د خوښي داسې احساس لکه يو سړى چې يې له اوږدې مسافري وروسته د خپل وطن په ليدلو سره کوي.

له دې ورځې وروسته لاوتسي (Lautse) زما لپاره يوه داسې کړکۍ (Window) وګرځېدى چې په هغه کې ما د داسې ژوند مشاهده کوله چې له شيشې نه پاک او له وېرې او تنګسيا نه ليرې و او له هغه ماشومانه هېر نه پاک و چې مونږ به وخت په وخت ورسره مخ کېدلو. او هغه دا چې مونږ په هره بيه چې وي د مادي ترقي په ذرېعه د خپل ځان ساتنه کوو.

زما په دې خبره دې څوک دا شک نه کوي چې ګواکې ما مادي پرمختګ ګناه باله او يا مې ضروري نه باله، داسې نه ده، ما مادي پرمختګ ښه او ضروري باله خو له دې سره زه په دې خبره ډاډه وم چې مادي پرمختګ په ټوليزه توګه دانسان په نېکمرغي او خوشالي کې هغه مهال زياتوالى راوستلى شي کله چې زمونږ روحاني تمايلات ورسره شريک شي او په ازلي او تلپاته حقايقو ايمان ولرل شي، خو دا تمايلات به څه ډول تنظيم کېږي او د دې حقائقو او ارزښتونو نوعيت به څه وي؟ د اخبره په پوره توګه ماته نه وه روښانه شوې.

دا به ډېره د ناپوهي خبره وي چې زه له خلکو نه دا توقع وکړم چې هغوى دې يواځې د يوه کَس په وعظ او نصيحت سره خپلې موخې او اهداف بدل کړي او د خپلو هڅو او هاند مخه دې په بله وګرځوي. لکه څرنګه چې د لاوتسي کړندود و چې هغه به ويل: د ژوند لپاره بايد د زړه دروازې پرانستل شي، د دې په ځاى چې د هغه د په زور اخيستلو يا په هغه د ولکې لګولو په هڅو کې په هغه د سختي يا تيري لامل جوړ شي يواځې وعظ او عقلي موندنې نه شي کولاى د لويديځوالي ټولنې په روحاني تمايلاتو کې څه بدلون راولي، له دې کبله د يوه داسې قلبي ايمان او ارزښتونو په وړاندې سر ټيټولو ته اړتيا وه چې په هغه کې د ( خو.. ) او ( که داسې.. ) ځاى نه وي، خو دا ايمان به چېرته ترلاسه کېږي؟

ما هېڅکله دا ګومان نه کاوه چې د لاوتسي د ځواکمن چيلنج موخه به يوه عارضي او تغيریدونکې ذهني رويه نه وي، بلکې ځينې بنسټيز تصورات وو چې له هغ, نه دا پايله ترلاسه کېدلى شي چې لويديځ به هېڅکله هغه روحاني ډاډ ونه ويني کوم چې لاوتسي وړاندې کړى دى. هوکې! که هغه په زړه کاڼى کېږدي او په خپلو ټولو اخلاقي او روحاني اقدارو باندې د شک يا شبهې کولو لپاره چمتو شي بيا داسې شونې ده. دا مهال زما په وس کې نه و چې کومې نتيجې ته ورسېږم او نه مې شو کولى د چيني فلسفې په چينلج د هغه په معناوواو منځپانګه له ټول عظمت سره پوهه شم. خو دومره خبره ده چې د هغې پيغام زه پوره اغېزمن کړى وم، هغه زما مخته د ژوند داسې نقشه ايښې وه چې په خپلولو سره يې انسان کولى شي پخپل مستقبل او انجام باندې بريالى شي او کولى شي د هغه په نتيجه کې خپل نفس له روح سره هم غږى کړي.

خو دا خبره صفا نه وه چې آيا دا فلسفه د پوهې او فکر له پولو نه ها خوا تېرېدلى شي؟ او په لويديځوال ژوند باندې پلې کېدلى شي؟ له دې کبله ما په تدريجي توګه په هغې باندې شک کول پيل کړل، چې آيا په عملي توګه د هغې پلي کېدل شوني دي او که نه ؟

زه په دې حالت کې هم نه وم چې دا پرېکړه وکړم چې آيا لويديځوال ژوند د خپلو اساساتو په اعتبار يواځنۍ شونې لاره ده او يا داسې ووايم چې د نورو خلکو په څېر زه هم د لويديځ په ځان غوښتونکي تهذيب کې ډوب شوى وم او دا راز که څه هم د لاوتسي غږ هيچرې هم چوپ نه شو خو له ما نه ورو ورو په شا کېده چې آخر د تفکر د اوهامو او خيالاتو شاته ولوېده. او د وخت په تېرېدلو سره زما لپاره د لاوتسي د نظرياتو ارزښت د شاعري د يوه لطيف او باريک کتاب په څېر پاتې شو. چې کله کله به مې مطالعه کاوه او هر
ځل به مې د يوه رغنده اميد احساس ترلاسه کاوه، خو هماغسې به مې کتاب بېرته يوه لوري ته کېښود.

په تاسف سره بايد ووايم چې په دې فلسفه کې د عاج برج کې د خوب ليدلو بلنه پرته وه او ما داسې احساس لاره چې بايد له دې ترخې او کينه ګرې نړۍ سره په ټول ځواک لاس او ګرېوان واوسم او د خيالاتو په برج ژوند تېرولو ته نه وم چمتو او له دې سره سره د هغو موخو او هڅو لپاره مې په ځان کې دلچسپي نه ليدله چې د اروپا په تمدني او تهذيبي څانګه يې وزرې غوړولې وې او د ډېرو اختلافاتو له شور سره د اروپا په ادب، فنونو او سياست باندې غوړېدلى وو، د دې موخو يا هڅو په لړ کې چې هرڅومره اختلافات او نظريات وو، وو به، خو په يوه خبره ټول يوه خوله وو او هغه دا چې دا غلط فکر دى چې که د ژوند ظاهري حالات ( سياسي او اقتصادي ) ښه او رغنده وي نو موجوده ګډوډي او انارشي ختمېدلى شي، په همدې زمانه کې زما دا احساس په زياتېدو شوى و چې يواځې مادي پرمختګ دا ستونزه نه شي حل کولاى، دا په داسې حال کې چې زه په دې هم هېڅ نه پوهېدم چې د دې ستونزې حل به آخر وي څه ؟

زما دا احساس له دې کبله نه و چې ګواکې زه له سوکالي او نېکمرغي نه لېرې وم، زه له ژونده په يوه وخت کې هم نااميده شوى نه يم. او نه داسې چې له تمدني ژوند سره مې مينه نه لرله. بلکې هغه مهال زه د معمول پر خلاف په ډېره تيزۍ سره په عملي توګه په ډېرو برياليو کارونو بوخت وم. او هغه مهال په يونايټيډ ټيليګراف کې د کار کولو په برکت زما په مخکې د يوې پراخې نړۍ دروازې پرانستې وې. ځکه چې زه په ډېرو ژبو پوهېدم او له دې کبله زه (Scandinavian) سروس مسئول ټاکلى وم، زما زيات ملګري ښه ليکوالان، فني ماهرین، خبريالان، اېکټران او پروډسران وو، له دې پرته له داسې ډېرو خلکو سره ما ملګرتيا نښلولې وه چې هغه د ډېر زيات شهرت څښتنان وو او ما خپله رايه د يوې رايې په توګه نه د شهرت په اعتبار په هېڅ ډول هم د دوى له رايو نه کمه نه بلله، له دې سره په ما باندې په ژوند کې ډېر ځله د عارضي او مهاليزو رومانونو پړاوونه هم راغلي دي، زما په اند ژوند ډېر ښکلى او زړه وړونکى و، زه هېڅکله هم نااميده او زړه ماتى شوى نه يم.

هوکې! دومره خبره ده چې د زړه له تله بېخي ډاډه نه وم اود خپل ژوند سمه موخه راته معلومه نه وه. خو د ځواني د کږو فکرونو له کبله زه په دې يقين وم چې د خپلې موخې په معلومولو کې به يوه ورځ خامخا بريالى کېږم. لنډه دا چې په دې توګه زه د اطمينان او بې اطمينانۍ، آرامي او ناارامي په منځ کې ځنګېدم. په هغو عجيبو کلونو کې د نورو ځوانانو هم دا حال وو، په هغوى کې يې يو هم بد مرغه يا غمځپلى نه و، خو په ګرانه سره به داسې څوک موندل کېدل چې هغه په واقعي توګه ډاډه او خوشاله وي او يا دې د خپلې خوښې او ډاډ احساس لري.

سمه ده! زه به ډاډه او آرام وم، خود خپلو ملګرو او دوستانو له سياسي او اقتصادي ارزوګانو او اميدونو سره د نه ملتيا له کبله مې د زمانې په تېرېدو سره دا احساس مخ په وړاندې روان و، چې زه د دوى د ډلې يو فرد نه يم، د دې ترڅنګ کې مې يوه پټه ارزو لرله هغه دا چې کاشکې زه د دوى يو فرد واى، خو د کومې ډلې؟ او کومې ټولنې؟



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.