د ماشومانو په ښوونه او روزنه کې د لوبو رول

ژباړه : عطا محمد میاخېل    

د ماشومتوب دورې یوه له ځانګړتیاوو څخه لوبې کول دي، په دې دوره کې لوبې د فعالیت طبیعي تګلاره ده . د ماشوم لوبې په بېلابېلو عمرونو کې خاصې ځانګړتیاوې لري . په پیل کې د هغه لوبې له څیزونو سره دي او وروسته له انسانانو سره .

له درې او څلور کلنۍ څخه په تدریج سره ډله ایزو او ټولنیزو لوبو ته مخه کوي، په دې لوبو کې ماشوم د ډله ایزو لوبو اصولو او مقرراتو ته غاړه ږدي او له نورو سره همکاري کوي، په همدې همکارۍ کې له نورو سره چلند تمرینوي او د ټولنیز ژوند له اصولو او قواعدو او دغه راز په تدریج د علمي انضباط له مراعاتولو سره آشنا کېږي او دا د هغه له ټولنیزې او اخلاقي ودې سره مرسته کوي .

په هر حال د ماشومانو لوبې د هیندارې حکم لري، چې د ماشوم روحیات، استعدادونه او اروایي برخې ښکاره کوي او د ماشوم په پېژندګلوي کې باید له هغې څخه ګټه واخلو . ماشومان نه شي کولای، هغه څه چې ویني او یا یې هم په اړه فکر کوي، توضیحات ورکړي . د ماشومانو لوبې له موږ سره مرسته کوي، ترڅو په ښه توګه د هغوی په ژبه پوه شو . که چېرې وکولای شو، چې د ماشومانو لوبې درک کړو، نو کولای شو، چې د هغوی په افکارو او عواطفو باندې پوه شو .

د لوبو ګټې :

لوبې ښوونیز رول لري او کولای شي، چې له ماشوم سره مرسته وکړي، ترڅو بریالی شي، هغه کارونه چې په عادي شرایطو کې د هغه له پاره په زړه پورې نه دي، د لوبو له لارې یې زده کړي .

لوبې ماشوم ته دا فرصت ورکوي، چې له بدني او رواني ستړیاوو څخه وروسته، چې لویان یې زده کړې ته اړ کوي، یو ځل بیا خلاصون او دنننۍ آرامتیا تر لاسه کړي .

لوبې د ماشوم اراده پیاوړې کوي او هغه دې ته اړ کوي، چې لوبه په بریالۍ توګه پای ته ورسوي او خپلې موخې ته د رسېدو په لاره کې پایښت وکړي .

لوبې په ماشوم کې هوښیارتیا، فکر، اراده او بېلابېل استعدادونه روزي او د هغه د روح د خوشالېدو سبب ګرځي .

د لوبو یوه ځانګړتیا د روحیې ژوندي ساتل او تازه کول دي، ځکه چې لوبه له خوشالوونکي فعالیت څخه عبارت دی، چې د ماشوم په فکري روغتیا کې مثبت اغېز لري .

ښوونیزې لوبې کومې دي ؟

نننۍ ښوونیزې لوبې هغو لوبو ته ویل کېږي، چې د هغو له لارې په اګاهانه ډول تمرین شوې روحي وړتیاوې پراختیا پیدا کړي . په دې ډول ټولو لوبو کې، له کوم فشار پرته په آزاد ډول، په لېوالتیا، له نقشې او هدف سره، نوي زده شوي څیزونه یا زده شوي څیزونه تمرینېږي او پراختیا پیدا کوي، په همدې دلیل ماشومان هم د خپلو لوبو د وسایلو په منځ کې باید د دې ډول ښوونیزو لوبو د څو ډولونو خاوندان واوسي .

د ښوونیزو لوبو ډولونه :

تر ډېره د زانګو او وړکتوني ماشومانو په صنفونو کې څلور ډوله لوبې معمول دي. لاسي لوبه، بدني لوبه، نمایشي لوبه او بوختونکې لوبه .

لاسي لوبه :

   په دې لوبه کې ماشومان له کوچنیو وسایلو لکه : د اندازه ګیرۍ له لرګیو او د مېخونو له لرګینې ټولګې سره سر و کار لري . لاسي لوبې تر ډېره بریده ځان شموله دي؛ یانې له نورو لوبو سره د هغو اړیکې ته اړتیا نه شته، کله چې اړین وسایل د ماشوم په واک کې ورکړو، نو مستقیماً د پام وړ موخې ته رسېږو .

بدني لوبه :

په دې لوبه کې د منډې وهلو، الوتلو او بایسکل سورلۍ په څېر بېلابېلې کړنې ترسره کوي . له دې لوبو څخه موخه د ماشومانو د بدني مهارتونو زیاتول او په نویو موقعیتونو کې له دې مهارتونو څخه د ګټه اخیستنې له څرنګوالي سره د هغوی آشنایي ده .

نمایشي لوبه :

په دې لوبه کې ماشوم له نورو ماشومانو سره فرضي رول لوبوي، هغه موقعیتونه، چې د هغوی په لوبه کې مطرح کېږي، هماغه دي، چې تر ډېره په رښتیني ژوند کې ورسره مخامخ کېږي . د صنف د ناوکیو برخه، چې د دې لوبې د ترسره کېدو له پاره مناسب ځای دی .

بوختونکې لوبه :

که څه هم دا لوبه یو ډول تفریحي فعالیت ګڼل کېږي، خو له نورو لوبو سره توپیر لري . کله چې دا لوبه د کوچنیو ماشومانو له پاره ترسره کېږي، نو اړینه ده، چې په هغې کې ځانګړي عناصر ځای پرځای کړو، ترڅو خپلې د پام وړ موخې ته ورسېږو او ښوونیز اړخ یې وساتو .

د لوبې له پیل څخه وړاندې اړینه ده، چې د پام وړ ټکي په پام کې ونیول شي . مهم ټکي یې عبارت دي له :

  پرېږدئ، چې ماشوم د ځان له پاره فکر وکړي، هغه ته زیات وخت ورکړئ . هېڅکله ماشوم ته ځواب مه وایئ، مګر په استثنایي مواردو کې، هغه هم باید یوازې په یوې لنډې اشارې سره بسنه وشي .

اجازه ورکړئ هر کار چې اړین وي ( له یوه لوښي څخه و بل لوښي ته د اوبلنو څیزونو تویول . د رنګینو مکعبونو جوړول او نور … ) خپله ماشوم یې ترسره کړي . دا چې زیات وخت نیسي یا د ځمکې پرمخ ډېر څیزونه تویېږي او له منځه ځي، نباید خواشیني شئ . باید داسې کار وکړئ، چې د ماشوم له پاره لوبه د یوې په زړه پورې تجربې په بڼه را منځته کړئ .

د هرې لوبې له پاره ۱۰ تر ۱۵ دقیقو پورې وخت ځانګړی کړئ، ځکه په هغه صورت کې چې هره لوبه په هر ځل زیاته ترسره شي، نو خپل اغېز به له لاسه ورکړي . د څلور کلنو ماشومانو له پاره د لوبې هره ناسته لنډه هم ترسره کولای شئ . کله چې ستاسو ماشوم نه دی ستړی شوی او له لوبې سره یې خپله لېوالتیا له لاسه نه ده ورکړې، لوبه ودروئ .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.