ټولنیزه برخه

اروا څه ده؟ پنځمه برخه

اسلامي علما څه وايي؟

•    ابو علي ابن سينا رحمه الله:
د لرغونې اريانا د بلخ مشهور عالم او د علم النفس ليکوال ابن سينا رحمه الله له اسلامي امورو سره سم پر دې عقيده دى چې اروا له ډانچې بېله ده؛ او د انسان تر مړينې وروسته هم اروا ژوندۍ وي او درک کولاى شي. ابن سينا رحمه الله وايي:کله چې انسان په خوب يانشه کې وي، اروا يې په ډانچه کې وي، ځکه خو له مرګه وروسته هم اروا خپل (زه)يا خودي درک کولاى شي.

 

د ابن سينا موخه داده چې که د ارسطو خبره، ډانچه او اروا سره نښتي واى، نو په خوب يانشه کې چې ډانچه پوره بې واکه وي، مګر اروا خپله خودي ساتلې وي. پر دې سربېره ابن سينا د اروا د بېلوالي په اړه طبيعي دليل راوړي.  وايي: حرکتونه دوه ډوله دي: سببي او ارادي.

    په دې دواړو حرکتوکې حرکت کوونکي کله له طبيعت سره برابر حرکت کوي، لکه له پاسه ښکته راتګ. اوکله د طبيعت مخالف وي لکه پر ځمکه تګ. ابن سينا په دې وروستي حرکت کې د ډانچې او اروا د بېلوالي لپاره عحيبه قوي دليل نغښتى، ځکه چې که چېرته ډانچه او اروا سره يو واى، نو اروا خوپه ډانچه کې نغښتې او ډانچې بيا د ځمکې د طبيعي قانون له مخې نه شواى کولاى چې پرځمکه تګ وکړي. ځکه چې د ځمکې کشش به پرې اغېزه کوله. مګر ټول انسانان د ځمکې له کششه سره سره پرځمکه بېغمه ګرځي او د دغې ګرځېدا عامله اروا ده.

په انساني ډانچه کې د اروا د درک لپاره ابن سينا وايي: د ښه شي په لېدلو د خوښۍ او د بد په لېدلو خپګان د اروا ځانګړنې دي. پردې سربېره د حواسو د يووالي قوه اروا ده. ځکه چې انسان محرکه، مدرکه او حافظه قواوې لري، او دغه هره قوه خپل کارکوي؛ خو د دوى کاري يووالى د اروا ځانګړنه ده.
    ابن سينا د هندي فلسفې او فيثاغورسيانو د بې ځايه د عوى –تناسخ- په رد کې وايي: هره ډانچه د يوې اروا لرونکې ده، که دا فرض کړو چې يوه متناسخه اروا په نور ډانچو کې ننوځي. نو بيا خو به هره ډانچه د دوو ارواوو لرونکې وي؛ يوه يې خپله او يوه هم ورته راغلې متناسخه اروا. په داسې حال کې چې هرڅوک د ډانچې يوه واکمنه اروا لري.

    ابن سينا د انسان اروا ناطقه اروا بولي او وايي چې دوه قوې لري:
عملي قوه: چې اروا د همدې قوې په وسيله لومړني يا هم د تجربې له مخې نظريات راټولوي .

نظري قوه: دغه قوه بالقوه عقل پر بالفعل عقل بدلوي.
يعقوب بن اسحاق کندي بيا اروا يو بالقوه عقل بولي، مګر پخپله عقل څلور ډوله بولي: بالفعل، بالقوه، د دې دواړو اوښتون او ظاهر عقل. هغه وايي: عقل هغه جوهر دى چې د شيانو د حقايقو درک کوي.
ابو نصر فارابي رحمه الله عقل د علم وسيله بولي، دى د امام محمد غزالي رحمه الله په څېر حواسو ته اعتبار نه ورکوي؛ وايي: کله چې حس له محسوس سره مخ شي له هغه اغېزمن کېږي او اغېزمن حس حقيقت نه شي درک کولاى.

دى وايي د انسان عقل کمزور دى او د خپلې مبداء په اړه نه شي پوهېدلاى، ځکه چې په ماده کې نغښتى، نوکه موږ هر څومره له مادې لرې شو هغومره به خپله مبدا ښه وپېژنو.   

•    اخوان الصفاء:
دغه ډله خلک پر دې باور دي چې موږدوه نړۍ لرو:
اروايي نړۍ: دغه نړۍ فعال عقل دى، پسور، ژوروالى او اوږدوالى نه لري؛ مجرد صُوَر او کُلي اروا ده او داچې اروا څه ده؟
دوى وايي:اروا ابداع، اسماني، نوراني، بالقوه پوه، د زده کړې قابل موجود دى. چې په حيواني او نباتي موجوداتوکې تر هغو پورې وي چې د الله جل جلا له خوښه وي. چې کله ترې بېله شي، خپل لومړني منزل او پيل ته ځي.

جسماني نړۍ: د دغې نړۍ په اړه اخوان الصفاء وايي: الله جل جلا له د ډانچو نړۍ په تدريج سره پيداکړې ده.او الله جل جلا له پرټولو موجوداتو قدامت لري او ازلي ذات دى.
    اخوان الصفاء پر دې باور دي چې اروا تر هغو پورې بشپړې خوښۍ ته نشي رسېداى، چې له ډانچې وتلې نه وي؛ دوى پر دې باور دي چې له ډانچې نه د اروا وتل اصلاً داسې دي لکه جنين چې له رحم څخه راوځي، د جنين راوتلو ته موږ زوکړه وايو، له ډانچې وتل هم د اروا زوکړه ده، نو زوکړه اومرګ دواړه حکمت دي؛ ځکه چې بې مرګه انسان ابدي نړۍ ته نه شي رسېداى. ژوند د مرګ اومرګ د ابدي ژوند سببونه دي.

•    حضرت امام محمد غزالي رحمه الله:
امام غزالي وايي: اروا درې ډوله ده:
نباتي اروا: د نباتاتو د خوراک، لويېدو او هم مثله پيداکولو دنده پرمخ بيايي.
حيواني: د جزياتو ادراک او د حرکت تحرک پر غاړه لري.
انساني اروا: امام غزلي دغه اروا د خوراک، څښاک، شهوت، کرکې، مينې او…پيداکوونکې يا پرمخ وړونکې نه بولي، دى دغه اروا حيواني اروا بولي او انساني اروا د يوه بشپړ فرد جوهر دى، چې بې له يادګېرنې، توپيرونې او لېدنې بل کار نه لري. يعني د شخص شخصيت د هغه اروا ده.
    دى وايي انسان دوه اړخه لري:

ډانچه : چې جوړېده، خرابېده، نيمګړي کېده او…لري.او له خاورې پيدا دى.
اروا: يو رباني امر دى چې ډېر عقلونه يې له درکه عاجز دي، مګر نوراني، بسيط، درک کوونکى او فاعل جوهر دى. چې د ډانچې محرک او متمم دى.
    حضرت امام محمد غزالي رحمه الله عقل هم څلور ډوله بولي:
طبيعي عقل: چې ژوند پرې پايي، غزالي صاحب د دې لپاره دغه مثال راوړي چې يو عادي کس چې هيڅ زده کړه يې نه وي کړې، ځان له بامه نه راغورځوي.دغه طبيعي عقل دى.
بديهي عقل: چې اسانه ذهني کړکېچونه هواروي، اندازه يي غزالي صاحب داسې راښيي چې دومره وکړاى شي، چې دوه تر يوه ډېر دي. دغه عقل غزالي صاحب بديهي عقل بولي.

ازمېيښتي عقل: چې انسان يې د ازمېيښت په وسيله ترلاسه کوي او پراخوالى هم ورکولاى شي، لکه :پر دې پوهېدل چې اور سړى سوځي. دغه سوځېدنه د ازمېيښت له مخې انسان درک کړې ده.
پوخ عقل: دغه عقل پرظاهري شيانو نه خطاکېږي، او پر خواهشاتو غالب وي. د عقل دغه درجه امام غزالي د خپل مشهور شعار پر بنسټ چې وايي _پر حواسو باور مه کوئ_ را اخېستى ده.
    امام محمد غزالي رحمه الله د اروا د تلپاتېينې په اړه وايي: موږ فنا د ترکيب له منځه تلو او انحلال ته وايو او دا چې اروا مرکبه نه، بلکې بسيطه ده . ځکه خو نه شي فاني کېداى.اوتل ژوندۍ ده.

    د ده په باور اروا دوه قوې لري:
محرکه قوه: چې د حرکت باعث دى. اوپه ډانچه کې د پيداشوي بدلون له غوښتنې سره سم حرکت کوي.لکه ډار،خوښي…
مدرکه قوه: دغه قوه د ادراک دنده لري او دوه ډوله ده، چې له باندينۍ نړۍ درک د ظاهري قوې پر غاړه ده.او د پنځو حواسو په مرسته يې ترلاسه کوي. خو په باطن کې درک د باطني قوې درک پر غاړه لري.او دغه هم امام صاحب وايي چې په پر پنځوحواسو کېږي: خيال، تفکر، حفظ، تذکر، وهم.
    امام غزالي رحمه الله ځينې په اروا پورې تړلې اصطلاح ګانې داسې راپېژني:
محسوسات: هغه شيان چې درک يې په پنځو حواسوپورې تړلى وي.
معقولات: چې له عقله پرته يې مجرد درک ناشونى وي؛ لکه: په يوه کې دوه ضدين نه يوځاى کېږي.
مقبولات: چې د معلوماتو له مخې يې ترلاسه کوو.
مشهودات: لکه دخداى شکر ايستنه.

ابن طفيل   په دې باور دى چې نباتي او حيواني اروا يوه ده. اروا په خپله پورته خواته ميل لري، دى وايي د دغه ميل او اسماني جوهر تر منځ اړيکه شته.دى وايي: اروا لکه لمر پر هر چا يو ډول وړانګې اچوي، مګر د قبوليت او ښکاره کونې له امله سره توپيرلري.
د اروا په اړه ډېرى مسلمان فيلسوفان او عالمان سره ورته نظرونه لري؛ ځکه چې  د هغوى ټولو منبع اسلامي امور دي، چې هر يو د يو بل د نظر په رڼاکې اوکله کله له خپله فکره تفسيرکړي دي.
په اسلامي نړۍ کې نور ډېرى علما د کفارو فيلسوفانو دغه نظرونه په کلکه ردوي چې ګواکې اروا ماده ده. يا هم د ارسطو خبره له ډانچې سره نښتې ده، بلکې د پورته عالمانو د خبرو په رڼاکې ويلاى شو، چې اروا يو الهي امر دى چې نه مري او زموږ دټولو ادراکاتو، حواسو اوکړنو مرکز دى.

ځينې خلک داسې فکر کوي، چې اروا قديمه ده؛ مګردغه ثابته شوې خبر ده، چې اروا دالله جل جلاله مخلوق دى، هغوى پر دې مبارک آيت د ليل نيسي، چې دلته  (امر) ورته ويل شوى:

اسرايئل (٨٥آية)
ژباړه: اى پيغمبره! دوى داروا په اړه تا پوښتي، ورته ووايه: دغه دالله جل جلا له امر دى اوتاسې ته له علم نه لږ درکړ شوى دى.
شيخ ابن قيم  جوزي رحمه الله  په دې آيت کې د () د لفظ اړوند ليکي:

(( کوم خلک چې پر دې آيت دلالت کوي، چې روح غير مخلوق دى  د دوى دا قول بالکل غلط دى، دا ځکه چې دلته د امر نه مراد هغه طلب نه دى، چې په مقابل کې ورته نهي راځي؛ بلکې له دې نه مراد مامور دى، لکه د الاسراء د سورت (٨٥)، د هود دسورت (١٠١)، د النحل د سورت (٧٧) اياتونو کې پر دې مانا راغلى دى.))

په دې اړه د شرح العقيدة الطحاوية ليکوال ليکي: (( حق او صحيح خبره په دې مسله کې داده، چې د ابدانو له مړينې څخه مقصد جلا والى او بېلوالى دى، که چېرې له مړينې څخه مقصد داوي، نوبيا روح څښونکې دمرګ ده، که مقصد ورڅخه داوي، چې له منځه ځي او فناء کېږي، بيا نه وفات کېږي، بلکې وروسته له پيداښت څخه باقي ده، يابه په نعمتونو کې وي، او يابه په عذاب کې وي،الله تعالى د جنتيانو په باره کې د اسې فرمايلي دي:

ژباړه: نه به څکي دوى په دغه جنت کې مرګ، مګر خوهغه مرګ ړومبنى چې تېرشوى دى، په دنياکې او الله جل جلاله به دوى د دوزخ له عذابه وساتي. (دخان، ٥٦اية)
له دې مړينې څخه دروح بېلوالى مقصد دى چې له  جسم څخه بېلېږي.))
پاتې لري…

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x