دفلکي علومو لارښود (22) دفکلي او شرعي غروب، طلوع او افق پېژندنه

مفتي احسان الله

دایره افق (Horizon Circle):

داسمان هغه کناره چې څلورو خواو ته ښکاري، (یعني بین ما یری وما لا یری) هغه ته په عربي کې افق وايې، او دفلک پوهانو په اصطلاح بیا افق هغه ته ویلکیږي، چې له سمت الراس او نادر سره د90 درجو زاویه جوړه کړي، او ددې لپاره دافق حقیقي اصطلاح استعمالیږي.

البته:

که له سمت الراس او نادر سره يې فاصله 90 درجې او 34 دقیقې وي، بیا ورته افق ترسي ویلکیږي، دزمکي دمنحي والي له امله پر زمکي مشت خلک هیڅ کله هم افق ترسي نه شوای لیدلای، یواځي سمندر میشتو ته افق ترسي ښکاري.

تنبیه:

کله چې یو اسماني جرم لکه لمر، سپږمۍ او یا بل ستوری تر حقیقي افق غایب شي، یواځي دومره ولای شو، چې تر حقیقي افق غایب دی، ځکه تر ترسي افق لا لوړ دی. البته که لږ نور هم د 34 دقیقو په اندازه لاندي شي، بیا نو تر دواړو افقو غایب ورته ولای شي.

فلکي غروب:

کله چې دلمر مرکزي نقطه تر حقیقي افق غایبه شي، نو فلکي غروب ورته ویلکیږي، او شرعي غروب ځکه نه شو ورته ولای، چې دلمر مرکزي نقطه تر ترسي افق لا نده غایبه شوي، او بل دا چې دلمر نصف قطر چې 16 دقیقې دی هغه تر حقیقي افق هم ندی غایب.

شرعي غروب:

په شریعت کې غروب او طلوع هلته معتبر دي، چې دلمر کناره تر افق حقیقي غایبه او یا را ښکاره شي، کله چې دلمر دټکۍ مرکزي نقطه تر حقیقي افق 50 دقیقي (0.83333 درجه) لاندي وي، هلته نو شرعي غروب یا طلوع ورته ولای شو.

فایده:

دلمر قطر 32 دقیقې دی، او نصف قطر يې 16 دی، دافق ترسي او حقیقي په منځ کې 34 دقیقي فرق دی، 34 + 16 = 50 کیږي، نو چې دلمر مرکزي نقطه تر حقیقي افق 50 دقیقې لاندي وي، هلته نو شرعي غروب یا طلوع معتبر دی.

انعطاف:

دانعطاف له امله یو شی تر خپل ځای لوړ ښکاري، ددې مشاهده ډیر په اسانی سره هلته کولای شو، چې په یوه کاسه او یا پیاله له اوبو ډکه کړو، بیا داوبو پر سر یو هموار شی یا رپوۍ کښېږدو، وروسته له یو کناري نه ورته وګورو، دغه رپوۍ به له خپل مقام نه لږ لوړه ښکاري.

بعینه دا مثال دلمر دټکۍ دی، دانعطاف له امله 34 دقیقې لوړه ښکاریږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.