عطا نور له ډاکټر عبدالله سره لارې جلا کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۳، ۱۳۹۵ل): د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطا محمد نور د ګډ حکومت اجرائیه رئيس عبدالله سره د سیاسي پرېکون اعلان وکړ.

عطا نور له خپلو پلویانو څخه بښنه او معذرت غوښتی چې له ډاکټر عبدالله څخه د ملاتړ په موده کې يې د هغوی حقوق نه دي ادا کړي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د کومو اهدافو لپاره یې له اجرائیه رئیس څخه ملاتړ اعلان کړی و د هماغو اهدافو لپاره نن له هغه سره پرېکون اعلانوي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې «زمونږ تصمیم او حمایت د دې لپاره نه و چې څوک قدرت ته ورسوو».

عطا نور وايي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې يې ځکه د ډاکټر عبدالله ملاتړ کړی و چې ګومان یې کاوه دی به د «خلکو غوښتنو ته رسیدګي وکړي، او دیني او جهادي ارزښتونه او ملي غرور به خوندي وساتي». د هغه په وینا خلکو په همدې هیله خپلې رایې وکارولې، سړکونو ته راووتل او له خبلو حقوقو څخه یې د هر ډول دفاع او قربانیو چمتووالی وښود.

نوموړي دا نه ده واضحه کړې چې د خلکو هغه غوښتنې او جهادي ارزښتونه کوم دي چې د ده په اند ډاکټر عبدالله یې په پوره کولو کې پاتې راغلی.

د بلخ والي عطا محمد نور وايي ټولې هیلې، ستړیاوې او سرښندنې یې په اوبو لاهو شوې او په ډاکټر عبدالله کې دومره ظرفیت او جرئت نه و چې د خلکو له رایو او غوښتنو څخه په «نره» دفاع وکړي. نوموړي زیاته کړې:

«له څه باندې دوه کالو وروسته مې د سیاسي کرښې د بیلوالې پرېکړه وکړه، ځکه چې ته نه شې کولی چې د ملت غوښتنو ته اوږه ورکړې او دا مسئولیت سرته ورسوې، ستا په وجود کې دا وړتیا نه لیدل کیږي».

تر اوسه اجرائیه ریاست د عطا محمد نور، چې په تیرو لانجمنو او ناندریزو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله کلک حامي او ملاتړی بلل کیده، د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

 

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.