نړۍ

روحاني: د ایران او امريکا شخړې په دوستۍ بدليدای شي

 رويټرز خبري اژانس د ایراني ولسمشر حسن روحاني له قوله ليکلي، که متحده ایالات او ایران په ګډه کوښښ وکړي نو کولای شي د تېرو درې لیسیزو تاوتریخوالی او شخړې په دوستۍ بدلې کړي. نړیوال اقتصادي فورم غونډې کې د ګډون په موخه ډیوس ته د رسیدو پرمهال ښاغلي روحاني خبریالانو ته و ویل چې په تېرو وختونو کې د امريکا او ایران اړيکې ډېرې سړې وې خو که دواړه لوري کوښښ وکړي، شونې ده چې  د دواړو هيوادو

تر منځ دوستانه اړيکې رامنځته شي. د دې کار لپاره اړينه ده چې دواړه هيوادونه یو پر بل باور وکړي او ایران غواړي د امريکا په ګډون ټولې نړۍ سره ښې اړيکې ولري. د جينوا پروني کنفرانس په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې يې و ویل چې تر دې دمه يې په اړه څه ويل مناسب نه دي، خو زیاته يې کړې چې باید راتلونکي جنیوا کنفرانس کې داسې پریکړې وشي چې دسوریې د ولس په ګټه وي. ښاغلي روحاني پر قطر او سعودي عربستان هم نیوکې وکړې چې د سوریې حکومت پر خلاف د باغیانو ملاتړ کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x