زموږ جنګي اخلاق

فاتح کاروان

نن تاسو درنو لوستونکو سره د اسلامي نظام یوه داسې د انصاف عجیبه او تاریخي کړنه شریکوم چې هر د ژوندي احساس او ویښ ضمیر خاوند هغه که د هرې مفکورې او مذهب والا وي، دا به ضرور مني چې هو! اسلامي نظام چې په واقعي ډول اسلامي وي او اسلامي قانون په کې پلی شي، نه تنها د مسلمانانو، بلکې د ټول بشریت او حتی حیواناتو او نباتاتو لپاره هم ستر الهي نعمت دی، راځئ دا تاسو او دا هم په زړه پورې تاریخي کیسه: هغه وخت چې عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د خلافت په مسند کېناست، نو د سمرقند د خلکو د سپین روبو یوه ډله ده ته راغله او داسې شکایت یې ورته وکړ چې د هغه ځای د اسلامي لښکر مشر او جنرال قتیبه بن مسلم پرته له کوم جواز څخه له دوی نه ښار په زور واخیست او مسلمانان یې په کې میشت کړي دي.

امیرالمؤمنین عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د سمرقند والي ته داسې مکتوب ولیکه چې دې باید د “قتیبه بن مسلم” او د سمرقند د خلکو د شخړې د تصفیې یوه ځانګړې محکمه وټاکي. که چېرته د دغې محکمې قاضي دا حکم او پرېکړه وکړي، چې د دغه ښار څخه دی مسلمانان(اسلامي پوځ) وویستل شي، نو هغوی دی سمدلاسه ووځي او ښار دی تخلیه کړي. والي د خلیفه د حکم سره سم محکمه جوړه کړه او قاضي یې جمیع بن حاضر البابي، چې په خپله هم مسلمان ؤ، وټاکه تر څو هغه په دې هکله څېړنه وکړي. نوموړي قاضي له تحقیق او څېړنې څخه وروسته دا پریکړه او فیصله صادره کړه، چې له دغه ښار څخه دی مسلمانان ووځي او ښار دی تخلیه کړي، په فیصله کې یې دا هم ولیکل، چې د اسلامي پوځ سر لښکر ته دا لازمه وه، چې لومړی یې هغوی ته د جنګ التي ماتوم ورکړی وای او د اسلام د جنګي قانون د اصولو سره سم ټولې معاهدې یې منسوخې کړي وای، تر څو د سمرقند خلکو له مسلمانانو سره د جنګ کولو لپاره ځانونه چمتو کړي وای. پر هغوی باندې ناڅاپي یرغل کول ناروا و، د سمرقند خلکو ته چې کله دا خبره څرګنده شوه او دا حالت یې په خپلو سترګو ولیده، چې د بشریت په تاریخ کې د دې هیڅ یو مثال نه شي موندل کېدای، چې کوم حکومت دی خپل کوم لښکر، د پوځ بولندوی او پوځ په داسې ضوابطو کې ښکېل کړی وي، نو هغوی په خپل منځ کې دا پریکړه وکړه چې له دې ډول ملت سره جنګ کول عبث خبره ده، بلکې د داسې ملت حاکمیت د الله تعالی ستر نعمت او رحمت دی. له دې امله هغو په همغه ښار کې د اسلامي پوځ په اوسیدلو راضي شول او دا پریکړه یې وکړه، چې هغوی(اسلامي پوځ) باید د دوی په منځ کې و اوسیږي.

مأخذ ” اسلامي تهذیب او تمدن”

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.