افغانستان

کابل: د هوايي ډګر د لارې پولیس د تالاشۍ په نامه مسافر لوټوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۳، ۱۳۹۵ل): د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه ښار ته په غځېدلې لار باندې ملي پولیس له هغو مسافرو پیسې لوټوي چې تازه هیواد ته راستنیږي.

د جهان تلویزون د راپور پر اساس دغه لوټ په رڼا ورځ ترسره کیږي او په تېرو شلو ورځو کې لږ تر لږه د پنځو کسانو له جیبونو او بکسونو څخه پیسې او قیمتي توکي وهل شوي دي.

راپور د دوه تنو مسافرو پېښې ته اشاره کوي چې له هوايي ډګره د ښار په لور په ټکسي کې سپاره وو، په لار کې د دوه رینجر موټرو لخوا د تالاشۍ په نامه درول شوي او په همدې دوران کې ترې ۶۰۰۰۰ شپیته زره سعودي ریال غلا شوي دي.

د جهان تلویزون د راپور له مخې د لوټونکو پولیسو زیات تمرکز د هغو مسافرو په جیبونو او بکسونو وي چې په خلیجي هیوادونو کې مزدوري کوي او کور ته په رخصتۍ راځي، چې ډیری برخه یې د لویې پکتیا اوسیدونکي تشکیلوي.

د ټولنیزو رسنیو یو تن فعال (عبدالله روڼ) د پولیسو لخوا د مسافرو لوټونه تاییدوي او وايي چې له دوه ملګرو یې په همدې لاره څه باندې سل زره سعودي ریاله، چې په مزدورۍ يې ګټلي وو، غلا شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې یو ملګری یې د بغلان او بل د وردګو اوسیدونکی و او کور ته د تګ په وخت کې له ورته پیښې سره مخامخ شوي، له یوه څخه یې ۴۵۰۰۰ سعودي ریال او له بل څخه ۶۰۰۰۰ سعودي ریال وهل شوي دي. د هغه په وینا په دغو پیسو کې د هغو نورو مسافرو پیسې هم وې چې خپلو کورنیو ته یې د دوی په لاس لیږلې وې.

د (زریک مینوال) په نامه د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال چې اوس په سعودي عربستان کې میشت دی، هم د کابل هوايي ډګر څخه ښار ته په غځیدلې لار د مسافرو د لوټ او تالان پېښې تاییدوي او د یو داسې چا کیسه کوي چې د همدې لارې پولیسو ترې د تالاشیو په دروان کې روغ بکس غلا کړی.

له بلې خوا د ټولنیزو رسنیو فعالان یادې پرلپسې پیښې د امنیتي مسئولینو د یو منظم پلان برخه ګڼي او وايي چې د هوايي ډګر داخلي پولیسو ته د تالاشیو پر مهال د مسافرو د پیسو او قیمتي توکو درک معلومیږي او دغه پولیس په خبل نوبت له هوايي ډګره بهر د لویې لارې پولیس په جریان کې اچوي، ترڅو یې د تالاشیو په پلمه د لوټ او شوک لپاره مخکې له مخکې چمتووالی ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x