kae idei

دا دومره روپی چیری لاړی؟ لیکوال: کی آی ډی، د یوناما پخوانی رئیس، دوهمه برخه

هر طرف ته د رکود فضا وه. نویو نوښتونو او ملی پروګرامونو ته اړتیا لیدل کیده. مشکله وه چی د نړیوالو مرستو او د هغو د اغیز په هکله معلومات تر لاسه شی. ما پدی هکله د افغان حکومت له چارواکو سره او د مارک وارد سره کابل ته د هغه د راتګ نه مخکی او وروسته خبری وکړی. کابل ته زما د رسیدو په وخت کی د اکبر د موسسی له خوا چی د ټولو هغو انجوګانو همغږی اداره ده چی د افغانستان په بیا جوړونه کی په کار لګیا دی یو راپوری خپور شو. دغه راپور د اکسفام په نامه د بریطانیی د موسسی د مسئول مات والدمن لخوا لیکل شوی و. دغه راپور په کار کی نیمګړی راتلل عنوان درلود چی مناسب عنوان و. نوموړی راپور د هغو مرستو انځور کښلی و چی افغانستان ته را روانی وی خو لوری یی معلوم نه و او ډیر لږ اغیزیی درلود. کله چی د ۲۰۰۸ کال د مارچ په میاشت کی نوموړی راپور خپور شو نو انتقادونه پری دا و چی معلومات یی سم نه دی او ددی لپاره چی ځینی توجیهات هم درلودل خو ددی ټولو سبب دا و چی تمویل کوونکو جهتونو د خپلو مرستو د مصرف په هکله سم معلومات نه ورکول.  په هر صورت دغه راپور د هغو چیلینجونو پراخوالی په ګوته کاو چی موږ ورسره مخامخ و.
لومړی دغه راپور واضح کړی وه چی د طالبانو د سقوط نه وروسته نړیواله ټولنه څومره د مرستو په ورکولو کی زړه نا زړه وه. کرزی په هغه وخت کی شکایت کړی و چی لویدیزوال د مرستو په ورکولو کی بی میله دی. خلکو توقع درلوده چی ښه پرمختګ به راشی او ژوند به ښه شی خو په حقیقت کی ډیر لږ څه تر سترګو کیدل. د والدمن راپور د تخمین له مخی په افغانستان کی په لومړیو دوو کالونو کی د سړی په سر ۵۷ ډالر مرسته راغلی وه خو په بوسنیا هرزیګوینا کی په اومړیو دوو کلونو کی د سړی په سر ۶۷۹ ډالر مرسته شوی وه او شرقی تیمور ۲۳۳ ډالر مرسته تر لاسه کړی وه.
د افغانستان د مالی وزارت پخپل سند کی چی د ۲۰۰۹ کال په پای کی خپور شو د نوموړی راپوری ارقام تائید کړل. د طالبانو د سقوط نه وروسته په لومړیو پنځو کالونو کی افغانستان ته د سړی په سر ۲۹۲ ډالر مرستی راغلی وه. پداسی حال کی په ورته موده کی عراق سره د سړی په سر ۱۵۲۸ ډالر مرسته شوی وه لاکن افغانستان سره د هغو هیوادونو پرتله چی په شخړه کی ښکیل دی او یا د شخړی نه وروسته حالاتو څخه تیریږی، ډیره کمه مرسته شوی وه. د بوسنیا او عراق په نسبت په افغانستان کی د مرستو لپاره اړتیا کمه نه وه بلکی دغه هیوادونه له هره پلوه د افغانستان څخه په ښه حالت کی و. ظاهره ده چی د عسکری مداخلی وروسته د افغانستان لپاره هیڅ پلان موجود نه و. د ټولو توجه د عراق په لور وه.
دوهمه خبره دا ده چی دغه مرستی څومره افغانستان ته راورسیدی او څومره په تمویل کوونکو هیوادونو کی پاته شوی. نوموړی راپور په کابل کی د نړیوال بانک د مدیر د ۲۰۰۶ تبصرو باندی حواله ورکړی وه چی ویلی و د دغو مرستو په سلو کی ۳۵ په ډیره غلطه طریقه مصرف شوی او ضایعات بیخی زیات دی، بلکی هغه دغه ضایعات لوټمار بللی و. د دغو ټولو یو ستر تمویل کوونکی یعنی یو ایس ای اۍ ډی خپلی نیمایی مرستی د پنځو سترو امریکایی شرکتونو له لاری ورکولی. د ډیرو پروژو لپاره به په ترتیب سره پنځه نړیوال او افغانی قراردادیان پوړ په پوړ موجود وو. د پاسنی پوړ قراردادی به له بل څخه د قرارداد  له لسو څخه تر شل فیصده پوری ګټه غوښتله. په عمومی توګه د دغو مرستو څلویښت سلنه چی د ۲۰۰۱ کال څخه بیا تر هغه وخته پوری شپږ میلیارده ډالر ټاکل شوی و په هغو هیوادونو کی پاته شول چی دغه مرستی یی ورکولی. نیمایی مرستی یی پدی پوری مشروط کړی وی چی د ضرورت وړ اجناس باید په همدی مرستو له هغو هیوادونو څخه وپیری چی دغه مرستی یی ورکړی دی او یا د همدغو هیوادونو څخه د خدماتو لپاره کسان استخدام کړی. نو دغو مرستو افغانانو ته توان نه ورکاو چی پخپلو کی کاری رقابت رامینځ ته کړی او اقتصادی وده وهڅوی.
دریم: څومره د دغو مرستو د افغان چارواکو سره د مشوری پرته پروژو ته مختص شوی دا بله موضوع وه. د افغانستان د مالیی وزارت د معلوماتو له مخی چی په ۲۰۰۸ کال کی یی ښکاره کړل. دوی نپوهیدل چی د دغو مرستو دریمه برخه یعنی پنځه ملیارده ډالر چیری مصرف شوی دی. زیاتو تمویل کوونکو هیوادونو د خپلو مصارفو په هکله معلومات نه ورکول او یا جزیی معلومات یی ورکول. خو افغان چارواکو ته یی نه د پروژو په پلان ګزاری او نه یی په تطبیق کی برخه ورکوله.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د