
پيښور د موټرو په يو ورکشاپ کې چاودنې ۹ تنو مرګ ژوبله واړوله
نن ټکی اسیا: د پيښور کوهاټ روډ سکیم چوک کې د موټرو په يو ورکشاپ کې د چاودنې له امله ۹ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. د چاودنې په نتيجه کې د موټرو ورکشاپ په مکمله توګه وران شوی دی. امنيتي ځواکونو سمیه کې د شکمنو کسانو پرخلاف پلټنې پيل کړي دي. مړي او ټپيان د پيښور لوی “لیډي ريډينګ” روغتون ته وړل شوي دي. د عيني شاهدانو له قوله چاودنه دومره قوي وه چې نژدې دوکانونو ته يې هم زیان اړولی دی.