
امریکایي ځواکونو د جنازې مراسم بمبار کړي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۴، ۱۳۹۵ل): په پکتیکا ولایت کې امریکايي ځواکونو د جنازې په مراسمو بمبار کړی او د جنازې ګډونوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
پېښه تېره ورځ مازدیګر د یاد ولایت د ارګون ولسوالۍ په دره سیمه کې رامینځته شوې.
د راپورونو پر اساس د امریکايي ځواکونو په هوايي بمبار کې ۱۳ تنه ولسي افغانان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پیښه غندلې او هغه یې د «اشغالګرو جنایت» بللی.
که څه هم د ګډحکومت چارواکي نورې امنیتي پیښې په کلکه غندي او د تحقیقاتو لپاره یې پلاوي ټاکي، خو پخوانیو ورته پیښو ته په پام سره تمه نه کیږي چې ارګ او سپیدار ماڼۍ د امریکايي ځواکونو په بمبار کې د ولسي افغانانو په وژل کیدو غبرګون وښيي.