افغانستان

لغمان: نا معلومو وسلوالو د والیبال پنځه لو بغاړي وژلي دي

د لغمان ولایت چارواکي وايي چې علینګار ولسوالۍ سخره کلي کې د نا معلومو ولسوالو لخوا د والیبال پنځه لو بغاړي وژل شوي دي. د لغمان والي او يو شمېر نورو مسؤولینو یاده پيښه غندلې او د پيښې پړه يې د حکومت پر مخالفو وسلوالو طالبانو اچولې ده. د يادونې وړ ده چې تېره شنبه هم د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د فوټبال درې لو بغاړي د لوبې پر مهال وژل شوي وو چې د هغې پيښې پړه هم چارواکو پر وسلوالو طالبانو اچولې وه، مګر طالبانو نه يوازې په ياده پيښې کې خپل لاس لرل رد کړل بلکې په سختو ټکو يې وغندله او دا يې د جاسوسي کړيو کړنه وبلله. د پيښو ځينې څارونکي وايي چې د هيواد په سهیل او ختيځ کې د لوبغاړو وژنه د وسلوال مقاومت د بدنامولو نوې هڅې دي تر څو د خلکو ذهنونو کې دا خبره واچوي چې وسلوال طالبان د لوبو او لوبغاړو دښمنان هم دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x