دیني، سیرت او تاریخ

په نبوي حدیث کي دمسلمان او مهاجر یوه لنډه پيژندنه

مولوي عبدالجامع قانت

امام بخاري په خپل کتاب کي باب تړلی دی چي

باب الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ:

او بیا یي په خپل متصل سند سره حدیث داسي ذکر کړی دی

«10» حَدَّثَنَا آدَمُ بْنُ أَبِي إِيَاسٍ قَالَ: حَدَّثَنَا شُعْبَةُ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي السَّفَرِ وَإِسْمَاعِيلَ عَنِ الشَّعْبِيِّ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:

((الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ، وَالْمُهَاجِرُ مَنْ هَجَرَ مَا نَهَى اللَّهُ عَنْهُ)).

ترجمه: مسلمان هغه څوک دی چي دهغه د ژبي او لاس څخه مسلمانان روغ پاته شي او مهاجر هغه څوک دی چي هغه څه پریږدي کوم چي الله منع کړي دي.

یادونه: ددغه حدیث وروسته امام بخاري لیکلي دي چي

قَالَ أَبُو عَبْدِ اللَّهِ: وَقَالَ أَبُو مُعَاوِيَةَ: حَدَّثَنَا دَاوُدُ عَنْ عَامِرٍ قَالَ: سَمِعْتُ عَبْدَ اللَّهِ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ.
وَقَالَ عَبْدُ الأَعْلَى: عَنْ دَاوُدَ عَنْ عَامِرٍ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ.
[طرفه 6484، تحفة 8834- 10/ 1].

نو ددغه عبارت څخه د امام بخاري مطلب دادی چي عامر یا شعبي په دغه روایت کي دري شاګردان لري لکه – عبدالله بن ابي سفر، اسماعیل او داود.

نو لومړی دوو په عنعنه سره حدیث بیان کړی دی او داسي یي ویلي دي
عَنِ الشَّعْبِيِّ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ .

او داود چي دی د هغه بیا هم دوه شاګردان دي لکه عبدالاعلی او ابو معاویه .
نو عبدالاعلی هم دشعبي روایت د خپل استاذ داود څخه داسي روایت کړی لکه څنګه چي د شعبي هغه نورو دوو شاګردانو – عبدالله او اسماعیل – چي بیان کړی دی.

خو د داود بل شاګرد ابو معاویه بیا دعنعني پر ځای په تحدیث او سماع سره روایت کړی دی او ویلي یي دي چي
حَدَّثَنَا دَاوُدُ عَنْ عَامِرٍ قَالَ: سَمِعْتُ عَبْدَ اللَّهِ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وسلم.

” دحدیث پوهني لړی “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x