نصيب رحماني

غزل/ نصيب رحماني

نصيب رحماني
وجود شته ورپه کې ساه نشته صاحبه!
هیڅ د مړي ژوندي ها نشته صاحبه!

ته راځي که نورې بندې دروازې کړو
ماښامي ده څه غوغا نشته صاحبه!

یوه موده وه ستا راتلو ته به څلور وي
اوس مې سترګو رڼا نشته صاحبه!

کرۍ شپه به یوې مور په زوره، زوره
اوس یې ستنوي کې ژړا نشته صاحبه!

بخت او تخت یې د پردو جګړو خوراک شو
وران وطن کې مو باچا نشته صاحبه!

یو مې زړه ده او یو څو ماتي غزلې
نور مې ژوند ته تمنا نشته صاحبه!

راته وایه چې لا څنګه ژوندون ښه ده؟
رحماني ته چې دعا نشته صاحبه!
ــــــــ
نصیب رحماني



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.