افغانستان

کابل ښار کې دوه پوليس ترور شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۴، ۱۳۹۵ل): کابل ښار کې ناڅرګندو وسله‌ والو دوه پوليس په غلچکي بريد کې وژلي دي.

د کابل پوليس وايي، چې دغه پېښه تېره شپه د کابل ښار سويلي سيمې اتمې ناحيې بني حصار سيمه کې شوې ده.

د کابل پوليسو وياند بصير مجاهد وايي، دواړه پوليس په امنيتي پوسته کې د تالاشۍ پر مهال وژل شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې کابل ښار کې چاودنې او بريدونه د اټکل خلاف زيات شوي دي.

تېره چهار شنبه کابل کې د ناټو مرکزي دفتر او امريکا سفارت ته څېرمه پر سردار داوود خان روغتون بريد کې له سلو زيات کسان وژل شوي وو، چې پړه يې داعش ډلې منلې وه.

تېر ماښام هم د کابل ښار تيمنيو کې د يو خصوصي شرکت پر کاسټر مقناطسي ماين چاودنه کې يوه ښځه وژل شوې او ۱۹ کسان يې ټپيان کړي وو.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې د تېر ماښام بريد له طالبانو پورې اړه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x