
جلال اباد ښار ته څېرمه امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۴، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار ته څېرمه په نجم الدين اخندزاده سيمه کې پر امريکايي عسکرو د سړک د غاړې ماين چاودنې څلورو امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کابل کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ ادارې له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېر ماښام اووه بجې جلال اباد ښار ته څېرمه پر امريکايي پوځيانو چاودنه کې درې سرتېري ټپيان شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح االله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د دغه بريد مسووليت منلی او وايي، چې د دوی جنګياليو تېر ماښام نجم الدین اخندزاده سيمه کې د امريکايي عسکرو پر ټانک چاودنه کې څلورو امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
تېره اونۍ هم طالبانو د جلال اباد هوايي ډګر مخته د امريکايي پوځيانو پر کتار چاودنه کې څلور بهرني پوځيان وژلي وو.
داجوته ده چی هیس یرغلگر لاتراوسه په دی خاوره کی نده کامیاب شوی په وژلو یی خوشاله یو