شهزاد په توپوهنه کې ډيری نوموتي لوبغاړي تر شا کړي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۴، ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکيټ لوبډلې وتلی توپوهونکي محمد شهزاد  په توپوهنه کې ډيری نړیوال لوبغاړي له ځانه تر شا کړي دي.

افغانستان چې لا هم په کرکیټ کې دوهمه درجه لوبډله ده خو په شل اوریزو سیالیو کې د ۱۱ پرلپسې لوبو ګټلو ریکارډ لري او هم یې لوبغاړي په نړیوالو درجه بندیو کې وړاندې دي.

محمدشهزاد د افغانستان په لوبډله کې اوسمهال مهم رول لري، هغه په شل اوریزو لوبو کې د ډیرو منډو په جوړولو سره د هند وتلی توپوهونکی ویرات کوهلي، د استرالیا تېز توپوهونکی ډیويډ وارنر او پاکستانی عمر اکمل له ځانه شاته کړي دي.

نوموړي په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ۱۷۷۹ منډې جوړې کړي او د ډیرو منډو جوړولو په لست کې څلورم نمبر دی. په دغه لست کې د نیوزیلینډ برینډم میککلم په لومړي نمبر دی، هغه په ۷۱ سیالیو کې ۲۱۴۰ منډې جوړې کړي.

تر هغه وروسته د سري لنکا تلکارتنې دلشان او د نیوزیلینډ مارټن ګپټل دي چې په ترتیب سره یې ۱۸۸۹ او ۱۸۰۶ منډې جوړې کړي دي. محمد شهزاد بیا په ۵۸ سیالیو کې د یوې سلیزې او ۱۲ نیمه سلیزو پر مټ ۱۷۷۹ منډې جوړې کړي.

شهزاد د آیرلینډ سره په وروستیو شل اوریزو لوبو کې ۴۷ او ۷۲ ډيرې منډې جوړې کړې، هغه په شل اوریزو سیالیو کې د ډيرو څلوریزو په وهلو سره هم دوهم نمبر دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.