دشمالي كوريا هغه اټوم بم چې خلک وژني نه، خو 200 کاله يې شاته وړي

محمود افغان

درویټرز دراپور سره سم شمالي کوریا اوس کولای شي، چې آن امریکا د200 کاله شا دور ته ټیل وهي.
دعلمي پلټنو دمراکزو دراپور پر بنا، امریکا او غربي نړۍ له شمالي کوریا له دې امله په وام کې نه ده، چې ګواګي شمالي کوریا بم اټوم لري، بلکي هغه اوس دبم اټوم داخيري نسل خاونده ده، چې اکترو مقناطیسي اټوم ورته وايې.

دا یو عادي بم نه دی، چې یوازي انسان او ژوندۍ سا مړه کړي، بلکي دا بم ټوله نړۍ د 200 کاله مخته دور ته ور ټيله کوي، ځکه چې هغه ټول وسایل چې دانساني کرامت په برکت بشر تر اوسه لاس ته راوړي دي، لکه ټکنالوژۍ، ټلیفون، مبایل، سلاح اقتصاد، بنکونه، شرکتونه، کښتۍ او داسلحو کارخانې، نه دا چې دسترګو په رپ کې يې لمنځه وړلای شي، بلکي دټکنالوژۍ پلار کمپیوټر به دعادي ډبري په شان بیکاره کړي.

ددغه پُر خطره اټوم استعمال هم ډیر اسانه دی:

دا اټوم دنورو بم اټومونو په پرتله له کمیائي موادو نه خالي دی، نو ځکه ذي روحه شي ته ضرر نه رسوي، خو خطر يې ډیر زیات دی، ځکه چې دا اټوم دانساني ژوندانه په ورانولو کې تر ټولو خطرناکه وسله بلله کیږي.

دا اکترومقناطیسي Electromagnetism بم اټوم دعامو توپو Cruise Missile ، الوتکو او مصنوعي سپږمکیو په واسطه خپل هدف ډیر په دقت سره په نښه کولای شي.

تر ټولو لا دا زیاته دويري خبره ده، چې دا نظام نه په لیزر او نه هم په بله وسیله کنټرول او نه کشف کیدلای شي.

که شمالي کوریا وتوانیږي، چې دهوائي غلاف د 30 نه تر 300 میلو پوري په مساحت کې د 10 ټنو په اندازه دا بم استعمال کړي، نو دسترګو په رپ کې به يې ضرر له یو ساحل نه تر بل ساحله پوري سرایت وکړي، آن په امریکا کې به لا دټکنالوژۍ هر څه اوزار بې معنا کړي.

دا يې لا بله، چې دغه بم په یوه ثانیه کې د299.00 کیلومتره مسافه وهلای شي، نو ویلای شو، چې دسترګو تر رپ هم په لږ وخت کې به غونډه نړۍ دمنځني پېر ته ورشاته کړي.

ددې ټکنالوژۍ په وجود کې زموږ دخوژ پیغمبر صلی اللّه علیه وسلم دپېشنګويې اثبات په ډیر ښه ډول کیږي ، چې په احادیثو کې داخرېرنۍ زماني دجنګ اوزار: آس، توره او ډال ښودل شوي دي.

یوه تبصره

  1. محمود افغان صاحب ، سلامونه می ومنه !
    د یو معلومات په تر لاسه کولو کی د عقل د منلو شرایطو او میدیا به نطر کی وساته ، هر هغه خبره چه عقل او منطق یی نه منی اسلام یی هم نه منی ، دا خبره چه شمالی کوریا داسی بم جوړ کړی چه انسانان نه وژنی مګر دوه سوه یا دوه پیړی یی شاته غورځوی دا به کوم سالم عقل ومنی ، ددی خبری میکانیزم په ]څه وی یو څوک چه ۲۰۰ کاله شاته پاته کیږی دا معنی چه ماغزه به یی کار پریږدی هغوی ته خو لیونیان ویل کیږی که ټول لیونیان شی نو دغه لیونیان به خامخا ژوند هم له لاسه ورکوی په ځانګړی هغه ټولنه کی چه ټول لیونیان وی د لیونو د پاره د خوراک پوښاک تدابیر په نظر کی نه وی نیول شوی.
    بله مهمه خبره دا چه که شمالی کوریا په داسی یوه ځانګړی وسله بریالیتوب تر لاسه کړی وی انسانی فطرت خو هر یو د ټولی نړی د نیولو هڅه لری دا بم به یی له وخت دمخه کارولی وی او له به یی نړیوالو ته اخطار ورکړی وی چه دا بم کارووم که نه ټول ماته مالیه او باچ راکړی . که دا بم غورځوی دا به په شمالی کوریا هم څه اثر لری یعنی هغوی به هم لیونیان کیږی یعنی له هغه وروسته به د انسانانو نوم لیونیان وی ؟ دا که د انسانانو دسته جمعی وژنه نه وی نوره څه ده ، تاسی لیکلی چه څوک نه وژنی .
    په کار دا وه چه ددی خبری له خپرولو د مخه مو د هغه اتوم د کیمیاوی یا پیالوزیکی محتویاتو یادونه کړی وی چه دا او دا عناصر یا مواد بکی کارول شوی او دغه مواد دا اغیزی لری ، حیرانوونکی یی بیا دا چه که شمالی کوریا چه د اول ځل د پاره یی جوړوی او بیا سمدلاسه داسی بم جوړوی چه روسیه او امریکایی له جوړولو عاجز دی ، که روس او امریکا جوړ کړی وی هغوی خو بلکل په بشریت رحم نه لری ، د نړیوال حکومت د تاسیسولو خوبونه وینی وخته به یی په روس یا چین کارولی وی لږ تر لږه په دغه طالبانو به یی کارولی چه له شره یی خوندی شوی وی .
    دا معنی چه ستاسی دغه بیهوده معلومات چه له هر ځایه مو ترلاسه کړی دی ناسمه او یا لوستونکی درته احمق ښکاری چه ستااسی دغه ناسمه معلومات ومنی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.