د فیس بوک د مقابلې لپاره د ګوګل له خوا نوې اجتماعي شبکه، ګوګل جمع یو

google_plus_1نن ټکی آسیا: په انټرنیټ کې د نړیوالي پلټني تر ټولو ستر شرکت ګوګل د اجتماعي پاڼو په بازار کي هم قدم کښیښود.

ګوګل خپل نوی خدمت چي په ګوګل پلس ون google+1 نومیږي، تازه پرلیکه کړی، چیري چي به د فیس بوک په څیر خلک کولای شي چي د خپلو ملګرو او کورنیو سره اړیکي ولري، او هم به خلک کولای سي چي نوي نوي ملګري پیدا کړي.

په دغه نوي پاڼه کې به د مسنجر داسي یو سیسټم هم وي، چي ګډونوال به یو د بل سره په اواز او ویډیو باندي خبري کولای سي، چي دا خدمت تر اوسه په فیس بوک کي نسته.

او نور ټوله هغه کارونه چي په فیس بوک کي ګډونوال کولای شي، هغه به دلته هم وي، خو د ګوګل شرکت وايي، چي ددوی به د فیس بوک سره توپیر دا وي چي د خپلو ګډونوالو خصوصیات به خوندي کوي، او هغوی ته به د خپلو خصوصیاتو د پټه ولو اسانه او ساده اختیارات ورکوي.

د یادوني وړ ده چي فیس بوک له ډیري مودې راهیسي په نړیواله سطحه د ډیرو شکایتونو او ګیلو سره مخ سوی دی، او کله کله دا تور پر لګول شوی چي د ځینو استخباراتي شبکو لپاره يې هم کار کوي، چي په هغو کي د امریکا او اسرائيل نوم اخیستل کیږي.

که څه هم ګوګل یو امریکايي شرکت دی، خو تر یو حده يې د خپلو ګډونوالو څخه د هغوی د خصوصیاتو په ساتنه کي څه نا څه اعتبار تر لاسه کړی دی.

د ګوګل دغه خدمت چي اوس تازه پرلیکه شوی، ګوګل وايي چي تر اوسه د تجربې په حالت کي دی، او ځکه چي دګډون کوونکو هغه شمیر چي دوی د تجربې لپاره ټاکلی وو، هغه پوره سوی دی، اوس څوک نشي کولای چي په خپل سر ګډون وکړي، بلکي په داسي صورت کي کولای سي چي یو بل غړی هغه ته دعوت ورکړي، او په اوسني وخت کي یو ګډون کوونکی خپلو ۵۰ تنو ملګرو ته دعوت ورکولای سي.

ګوګل وايي چي د تجربې د حالت څخه دغه خدمت ووزي، نو بیابه هر څوک کولای سي چي په خپله ګډون په کښي وکړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.