
طالبان: د والیبال د پنځو لوبغاړو قاتلین به ډېر زر ونیسو
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي چې د لغمان ولایت علینګار ولسوالۍ په سخره کلي کې د والیبال د پنځو لوبغاړو د وژلو پيښه کې لاس نه لري او زیاته يې کړه چې د دغو ځوان لوبغاړو قاتلین به پيدا او سخته سزا به ورکړي. ښاغلي مجاهد و ويل چې د دوی مجاهدینو په سیمه کې د قاتلینو پلټنې پیل کړي دي چې ډېر زر به يې د قانون منګولو ته وسپاري. د یادونې وړ ده چې نن غرمه د علینګار ولسوالۍ په سخره نومي کلي کې د والیبال پنځه لوبغاړي وژل شوي وو چې حکومتي چارواکو د پيښې پړه پر وسلوالو طالبانو اچولې وه.