بنګالی توپوهونکي د بولډ سوځېدو ریویو اخېستې – ویډيو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۴، ۱۳۹۵ل): بنګالیان په کرکیټ کې تر هر بلې لوبډلې احساساتیان دي، دوی داسې فکر کوي لکه دا کرکټ چې یواځې د دوی زده وي، په بایلات اوښکې دوی تویوي، د لوبې تر ګټلو وړاندې بې وخته خوشالیانې دوی کوي او کله هم په نه خبره لانجې جوړوي. ډیر کله کله خو آن د دوی وار تر مخه خوشحالیانې زار شوي هم دي چې ښه مثال يې په نړیوال جام کې د هند سره د لوبې دی چې په درې بالونو يې ۱ منډه جوړه نه کړله.

لوبه کې د دوی دغه احساساتي برخورد له کبله ډير کله دوی پر خپل ځان مسخرې کوي چې بیا پرې نړۍ خاندي او دوی پرې غوسه وي.

د سري لنکا سره د بنګلادیش په ټیسټ لوبه کې ورته یوه خندونکي پېښه د سومیا سرکار په کلین بولډ سوځېدو سره وشوه.

دغه چپ لاسي بیټسمین هغه مهال ریویو واخېستله چې د اسیلا ګونراتنې سري لنکايي ورو توپ اچونکي په بال کلین بولډ اوټ شو. ښايي د کرکټ د پریکړې د بیا کتنې یا ریویو په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یو توپ وهونکی دې د کلین بولډ سوځېدو ریویو اخلي.

د کلین بولډ سوځېدو سره لوبڅار د اوټ اشاره وکړه خو سومیا سرکار سربېره پر دې هم خندونکې ریویو واخېستله او د امپایر پریکړه یې چلینج کړله.

ويډیو دلته کتلای شئ:



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.