لندن کې د افغانستان او پاکستان غونډه کېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۲۵، ۱۳۹۵ل): د افغانستان او پاکستان د خړو پړو اړيکو له امله پاکستان افغانستان سره ټولې لارې تړلي او د سوداګرۍ سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ هم بند دی.

د برتانيې حکومت د ګډ حکومت د ملي امنيت رييس او پاکستاني چارواکو ته بلنه ورکړې، چې د خپلو ستونزو د کمولو لپاره نن چهارشنبه په لندن کې غونډه وکړي.

د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ وايي، چې حنيف اتمر د برتانيې د ملي امنيت سلاکار مارک لارل ګرانټ په بلنه لندن رسېدلی او له پاکستانه به د لومړي وزير د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز دغې غونډه کې د پاکستان په استازيتوب ګډون کوي. اسلام اباد کې د ګډ حکومت سفير عمر زاخېلوال هم پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې دی او حنيف اتمر د لندن غونډه کې د ګډون لپاره روان دي.

زاخېلوال وايي، چې د برتانيې په منځګړيتوب دغه غونډه کې د دواړو هېوادونو د ترينګلو اړيکو سربېره د پولې په مديريت او د لارو پر خلاصولو خبرې وشي.

پاکستاني رسنيو هم ويلي، چې سرتاج عزيز د لندن درې اړخيزې غونډه کې د ګډون لپاره له اسلام اباده روان شوی دی.

د برتانيې په منځګړيتوب دغه غونډه په داسې حال کې کېږي، چې د افغان حکومت او پاکستان اړيکې ډېرې ترينګلې دي.

پاکستان وايي، چې دغه هېواد کې د بريدونو او چاودنو ترشا د هغو پاکستاني طالبانو لاس دی، چې مرکزونه يې په افغاستان کې دي او له هغه ځايه د پاکستان کليو او ښارونو کې بريدونه کوي.

تېره مياشت د سند په لال شهباز قلندر زيارت کې له خونړۍ چاودنې وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې، چې له امله د دواړو هېوادونو عامو وګړو او سوداګرو ته ميليونونه ډالره زيان اوښتی دی.

2 تبصرې

  1. ترڅوچی دپاکستان نیت پاک نه شی په دی غونړو هیڅ نه کیژی دوی هروخت مونژ ته په حساس وخت کی ټک راکړی ده ددوی نه داسلامیت اوانسانیت طمعه نه شی کیدلی

  2. عبدالواحد اڅګزۍ

    مادمخه څوواره داذکر کړۍ دی چه دپاکستان پالسی په انګلستان کی جوړیږی اوبیاپه پاکستان کی عملی کیږی اوس بیاوایم دادپاکستان بدسلوک دانګریزانو هدایت دۍ هم یی پر نال وهی هم پرمیخ دپاکستان حکومت عینی لکه دافغانستان حکومت دملت نماینده نه دۍ دانګریزانوتپل سوۍ نماینده دۍ،وګورو چه انګریزان له دی غونډی څه هدایت دامریکاونمایندګانوته ورکوی اوډیرښه دۍ زماخبره به تاسوته ثابته سی – زه هیڅ په دی زهیرولونه زهیریږم هرڅونه چه یوانسان ډیرزهیریږی په هغه اندازه یی همت اوزړه قوی کیږی ،زه پدی ډیر فخر کوم چه افغانستان یوډیر غیور انسانان زیږوی وګورۍ په دی ۳۹کاله افغانانوڅونه ذلیل حکومتونه چه دبیګانوو دپاره یی کار کاوی پسی اخستی دی په ټوله دنیاکی یی مثال نسته،اوس به هم دادامریکا غولامان داسی ځی لکه تیرغولامان که دالله رزاوه خوزه هرافغان ته خواست کوم چه دالله ډیرذکر کوۍ اودمنافقینوپرمقابل د الله څخه کومک وغواړۍ الله په قرآن کی فرمایی:په لمانځه اوصبر مددوغواړۍ.په احترام عبدالواحداڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.