نبوي سیرت پیژندنه او اړتیا

لیکوال: نجیب الله عمري

بسم الله الرحمن الرحیم

د سیرت علماوو د سیرت بېلابېل تعریفونه کړي، خو موږ یې د لفظي تعریف پر ځای د پیغمبر علیه السلام هستي پېژنو او دا معلوموو، چې مسلمانان باید په کومو صفاتو خپل پېغمبر صلی الله علیه السلام وپېژني، ایا رسول الله صلی الله علیه السلام یوازې رسول و او که په نورو صفاتو هم پېژنو ایا د هغه بلنه او پیغام تر خپل وخته پورې و، او که تر قیامته د ټولو انسانانو لپاره د لارې مشال دی ؟

هو ! هر مسلمان د ایمان په نور دا خبره داسې ځوابولی شي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله رسول دی، رسالت یو داسې منصب دی، چې د نړۍ ټولې عهدې د رسالت منصب ته نه شې رسېدلی، له همدې رسالت سره سره رسول الله صلی الله علیه یو جهادي قومندان و، چې حمزه بن عبد المطلب، خالد بن ولید، عبیدة بن الجراح او داسې نور جهادي قومندانان يې روزلي، چې تاریخ یې له بېلګې ښودلو عاجز دی. او سیاسي رهبر و، چې ابوبکر، عمر او داسې نورو صحابه رضي الله عنهم په شان رهبران يې روزلي چې نړۍ ورته ګوته په غاښ حیرانه ده، او یو ستر معلم و، چې د ابو بکر صدیق، عمر بن الخطاب، عبد الله بن مسعود، عبدالله، عبد الله بن عباس ، عبد الله بن عمر، زید بن ثابت رضي الله عنهم په څېر داسې نور استاذان يې روزلي چې تاریخ یې حیران کړی. او د خپل رعیت ښه څارونکی او داسې نور ځانګړتیاوو څښتن و، چې تاریخ یې له بېلګې ښودلو څخه عاجز دی.

رسول الله صلی الله علیه و سلم یواځې د خپل وخت تر خلکو نه بلکې تر قیامته ټولو راتلونکو انسانانو ته لارښود او پیشوا دی .

د رسول الله صلی الله علیه و سلم هغه دعوت او پیغام، چې د امن، عدالت، انصاف، او هر انسان ته خپل حق سپارلو څخه ډک او له ظلم، وحشت، فحشا او د نورو ناوړه کارونو څخه پاک دین چې اسلام دی، تر قیامته د انسانیت لپاره د ژوند تګلاره او تلپاتې دین دی .

ټولنه کې د نبوي سیرت اړ تیا

زموږ ټولنه په دې عصر کې د نبوي سیرت سره ډېر واټن لري ، په ځانګړي ډول دا نوی نسل، چې د ټولنې لپاره د ملا د تیر حیثیت لري، د خلکو امیدونه و رسره تړلي دي، او په نړۍ کې انقلاب راوستونکې دي. تر ډېره له نبوي سیرت ناخبره دي ، باید له نبوي سیرت سره اشنا شي او د سیرت غونډې ، سیمنارونه، او په رسنیو کې داسې پروګرامونه جوړ شي، چې په عامه توګه د ټولو مسلمانان نارینه او زنانه او په ځانګړي ډول ځوان نسل دې ته هڅاند شي او دېته لېوالتیا پیدا کړي، چې پخپله ځان له ظلم، زیاتي، بدعملي، فحشا او نورو ناوړو کارونو څخه وژغوري او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت او صورت ځان سمبال او کړنلاره یې تعقیب کړي .

په انساني ټولنه د نبوي سیرت مثبتي اغېزې

د رسول الله صلی الله علیه و سلم له نبوته وړاندې په نړۍ د ظلم، وحشت او جهالت تيارې پرتې وې، چې په وړه خبره به خلکو تر سلو کلونو شخړې کولې، بی ځایه به یې په خپلو منځو کې وینې تویه ولې، د کمزورو خلکو مالونه به یې لوټل، ښځو سره به یې د حیوان په څېر چلند کاوه.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په پېغمبرۍ مبعوث شو په نړۍ کې یې ظلم او وحشت ته د پای ټکی کېښود. د جهالت پردې یې لرې کړې، د خلکو تر منځ یې روغې وکړې په ټولنه کې یې امنیت او عدالت خپور کړ.

اوس او خزرج قبلې، چې له سلو کلونو راهسې د یو بل و ینې تویې کړې وې، په یو ټغر یې کېنول او تر منځ یې ورور ولي قایمه کړه . او خلک یې د ډبرو او بوتانو له عبادته د الله ﷻ عبادت ته را وبلل. د خلکو ترمنځ یې د صله رحمي پاللو او د ګاونډیانو، غلامانو، حتی هغه کفار، چې د اسلامي بیرغ تر سوري لاندې ژوند کوي، او هغه وفدونه ، چې له بهره به راتله، په اړه يې د ښه چلند کولو وصیت کړی، لنډه دا چې په نبوي سیرت کې انساني ټولنې ته ټول هغه قوانین ذکر شوي دي، چې بشري ټولنه ورته اړتیا لري، او یو داسې نظام یې جوړ کړی، چې اوسني تش په نامه جوړ شوي نظامونه، چې دیموکراسي، جمهوریت او سیکولر نظامونه یې بېلګه او تصور هم نه شي وړاندې کولی .

د سیرت غوره کتابونه

دسیرت علماوو سیرت موضوع اهمیت ته په پام سره ډېر کتابونو لیکلي دي، چې د څو کتابونو نومونه راخلو:

۱- سیرت ابن اسحاق ۲- شمائل ترمذي ۳- سیرت ابن هشام ۴- المواهب الدونیه ۵- زاد المعاد ۶- لؤلؤ المکنون ۷- الشفاء لقاضي عیاض مالکي ۸- الرحیق المختوم او داسې نور … د سیرت په موضوع کې علماوو ډېرې لیکنې کړي دي.

رحیق المختوم مخکتنه په څو لنډو ټکو کې:

د الرحیق المختوم کتاب مصنف صفي الرحمٰن مبارک پوري رحمه الله دی، مصنف رحمه الله د سیرت په موضوع له شروع کولو وړاندې لومړۍ دعربو اوسېدو ځایونه او قومونه بیان کړي بیا یې د عربو حکومتونه او قبائلي نظامونه دینونه او مذهبونه راپېژندلي له دې وروسته یې د جاهلیت د زماني ځیني ځانګړتیاوي بیان کړي، چې له نبوي سیرت سره یې تړاو نشته، خو پدې خبرو یې لدې امله رڼا اچولې، ترڅو دا احساس را کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په څومره سختو حالاتو کې او داسې سخت دريځه خلک او حکومتونه، چې د جهالت په تورو تیارو کې پټ ول په مقابل کې یې څومره په پراخه پیمانه کار کړی چې عقل یې له تصور کولو هم قاصر دی.

مصنف رحمه الله له دې وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت پیل کړی، لومړۍ یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نسب لړۍ بیان کړې او درې مرحلو ته یې ویشلې لومړۍ هغه لړیۍ چې د ټولو علماوو په نزد اتفاقي ده، چې تر عدنان پورې رسي. دویمه هغه لړۍ، چې د سیرت علماوو په نزد اختلافي ده، له عدنان نه شروع تر ابراهیم علیه السلام پورې ده، دریمه هغه لړۍ، چې هیڅ ثبوت یې نشته او هغه د ابراهیم علیه السلام نه تر آدم علیه السلام پورې رسېدلې .

بیا یې نبوي سیرت دوه برخو ته ویشلی لومړۍ برخه یې له هجرته وړاندې او دویمه برخه یې له هجرته وروسته ده .

د کتاب ځیني ځانګرتیاوې:

۱- نبوي سیرت یې له پیل نه تر پایه ذکر کړی دی.

۲- مختصر او په روان ډول لیکل شوی.

۳- موثق او باعتماده مراجعو څخه راخستل شوی دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.