افغانستان

کابل کې د اتمې حوزې مرستيال په غلچکي بريد کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۲۵، ۱۳۹۵ل):

د کابل ښار په سويل پل سفېد سيمه کې د اتمې حوزې مرستيال شريف الله له خپلو پنځو ساتونکو سره ووژل شو.

دا پېښه تېره شپه ناوخته هغه مهال رامنځته شوه، چې طالب جنګياليو د کابل ښار په سويل کې د لوګر پر سړک پل سفېد سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد وکړ، چې له امله يې د اتمې حوزې مرستيال شريف الله او پنځه پوليس ووژل شول.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دغه بريد مسووليت منلی دی.

ښاغلي مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی جنګياليو له بريد وروسته د پوليسو وسلې هم له ځانونو سره وړي دي.

وړمه شپه هم پل سفېد ته څېرمه بني حصار سيمه کې دوه پوليس امنيتي پوسته کې د تالاشۍ پر مهال د طالبانو په بريد کې وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x