شعـــــرونه

د مسلم يار درې شعرونه

مسلم يار
زمونږ نظر خو تر يوه ځايه محدود وي ګوره
ښکلي د سترګو په نظر باندې قتلونه کوي

په لاره تېر شي يو سترګک د شيطانت ووهي
هر څوک حيران وي بيا له ځان سره فکرونه کوي

خداى خو اغزي ته هم د ګل څوکيداري ورکړې
خلک بيا ولې له اغزي نه نفرتونه کـــوي؟

شپه تر سهاره رڼــوو د يار په غم کې خدايه
دا بعضې خلک بيا د ورځې هم خوبونه کـوي

د مينې زور چې ورمعلوم شي مسلم يار ته خلکو
لمانځه کې هم بيا له خپل ځان نه رکعتونه کوي

شعر/ ګيله له خپل وطندارانو څخه
مسلم يار
ـــــــــــــــــــــــــ

څنګه ګيله له خپل وطنه وکړم
څنګه له تا څخه مننه وکړم
ماپه نهره باندې شپې تېرې کړى
ما خو په تا باندې باور کولو
تا له خپل ځان نه راته زهر جوړ کړ
خو ما هم بيا تا ته خواږه وليدل
ما تا ته بيا هم نه، ونه کړه ګوره
ظالمه تا دا فکر نه کولو
چې دا (اتلس.18) ورځې چرته وو دا
تا دا پوښتنه هم ونه کړه رانه
چې وروره وږى خو به نه يې کنه ؟
نه نه ،بس همدا دى ويل چرته درومي ؟
زه به يا کلي ته يا ښار ته ځمه
يا به ښکلا ته ځم ، يا به انګار ته ځمه
زما په فکر کې هماغه څه وو
دا چې( اتلس18) ورځې مخکې څه وو
زه خو خبر نه وم چې دلته قصابان راغلي
حلالول اوس دلته بل رقم دي
ګورئ غلط نه شئ زه هغه خلک نه يادوم
چې په ريښتيا حلالول کړي دلته
زه هغو خلکو ته اعلان کومه
څوک چې موټر کې مسافر وړي ښار ته
اى،ظالمانو داسې ولې کوئ
ولې له مونږ نه کرايه اخلئ؟
ولې له مونږ نه سرمايه اخلئ؟
کرا يه واخلئ سرمايه هم واخلئ
څومره چې حق دى نو هماغه واخلئ
ته که آفغان يې که پښتون يې ګوره
ته که ليلى يې که مجنون يې ګوره
مونږ هم د دى خاورې بچيان يو ګوره
مونږ پښتانه مونږ افغانان يو ګوره

حمد
ـــــــــ

خدايه ستا د قدرتونو مثال نشته
ستا د ځمکې اسمانونو مثال نشته

منم دا چې پيدا کړى دى دوزخ دى
خدايه ستا د جنتونو مثال نشته

نعمتونه دى بې شمېر دي لويه خدايه
خدايه ستا د نعمتونو مثال نشته

هېڅ رحمت ستا يو باران ته نه رسيږي
خدايه ستا د رحمتـونو مثال نشته

پسرلى کړې رنګارنګ ګلان راشنه کړي
خدايه ستا د موسمونو مثال نشته

مسلم يار دې که هر څومره وستا يمه
خدايه ستا د صفتونو مثال نشته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x