غزل/ حمزه حسيني

حمزه حسیني

تکل یې د سبا کړی تیارو کې یې مزل دی
څه ستوري راټول شوي دي بیعت یې تر اجل دی

ګلاب ترېنه شرمېږي او غاټول ورته حیران دی
څه حسن یې ځلا کوي په سپینه لار مزل دی

الهام یې دی اخیستی له کردار د ښکلا لمر نه
فرمان د اَعِدُّوْا یې د سر سترګو ته کجل دی

بدرنګو تهذیبونو ته یې هوډ د محوې کړی
د ستر امام په نقش یې همېش ايښی خپل پل دی

ستر راز یې د بري په تندي څومره تجلا کړي
اخلي انتقام؛ د هر مظلوم زړه ته تسل دی

ذاهده د سنګر مراقبې ته به حیران شې
شرنګا د سپینو تورو ده دښمن باندې اور بل دی

(حمزه) د مجاهدو پرګنو مېړانې وياړي
(حمزه) ته مجاهد د زړګي سر د شملې ګل دی‎



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.