batil nizam

باطل نظام او اصلح کانديد!! / خیرخوا

ما ته خو ډېره هېښوونکې ده، چې څنګه، هم د يو نظام پر ضد جګړه کېدای شي او هم په کې ګډون؟ د يو نظام نړول چې فرض وي او ناسته ترې د سختې ګناه ارتکاب وي، مقاطعه ورسره فرض وي، په کې شريکېدل به څه حکم لري؟

انتخابات د کفر تر سيوري لاندې کيږي، د صليبي موخو د تر لاسه کولو لپاره د يوې لارې په توګه کارول کيږي، نو “صالح” کانديد به څه معنا لري؟

بله اساسي پوښتنه دا ده، چې دا خو قطعا هغه انتخابات نه دي، چې زموږ ځينې خلک ورته د جواز دلايل لټوي، په دې معنا چې په دې مکانزم کې تشريعي سلطه او حاکميت د ولس دی او دا دعقيدې د علماو له نظره کفر دی. همدا ډول ځان ته منصب غوښتل حرام دي، دوی يوازې دا نه چې جمهوري رياست غواړي، بلکې نوره طبله ماري هم کوي. دا پرته له هغه چې دا انتخابات د کفر د سلطې، د استعمار د برلاسيتوب، د اسلامي خاوري د اشغال او د مسلمانانو د ذلت پر مهال کيږي.

د قرآن کريم حکم خو دا دی، چې ظالمانو ته ميلان قدرې هم مه کوئ، نو په ظلم کې ورشريکېدل به څه حکم لري؟ الله تعالی فرمايي : ((وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ)) معنا ظالمانو ته ميلان قدرې هم مه کوئ، چې اور به مو وسوزوي. ډېری مفسرينو له “رکون” درې معنا ګانې مرادوي.

لومړۍ معنا محبت، دوهمه مرسته، درېم له يو چا غلي پاتې کېدل. مفسرين معنا کوي : چې ظالم سره محبت مه کوئ، مرسته يې مه کوئ، د چا په کفر او ظلم غلي مه پاتې کېږئ، چې الهي عذاب به مو ووهي.

سوال دلته دا پيدا کيږي، چې د اوسني دولت په کفر غلي پاتې کېدل خو څه کوې، چې په کې شرېکېدل او د دې تمه چې کوم اصلح کانديد به لري، د کوم ډول الهي عذاب سبب شي؟ زه خو د زړه له تله او د مسلمانانو ورونو د خيرخواهۍ په بنسټ غږ کوم، چې پام وکړئ، مازې سياسي مواقف د اسلام احکام نه شي بدلولی.

د پورتني ايت په تفسير کې امام الوسي رحمه الله دوه واقعې ذکر کړي، په دې قضيه د سړي سر خلاصوي. وايي چې يو سړي سفيان ثوري رحمه الله ته وويل چې زه ظالمانو ته خياطي کوم، زما دا عمل خو به ميلان نه وي؟ هغه ورته وويل، چې دا په خپله ظلم دی، ميلان د هغه چا دی، چې په تا ستنې خرڅوي!

ورپسې ليکي چې امام زهري سلاطينو سره ناسته پاسته ډېره کړې وه، نو يو عالم ورته ليک راواستاوه چې : ته اوس داسې يو حالت کې يې چې ستا هر پېژوندونکی بايد درته دعا وکړي، د الله جل جلاله نعمتونو دې کار ډېر دروند کړی. پر خپل کتاب يې پوه کړی يې، د خپل نبي عليه الصلاة والسلام د سنتو علم يې درکړی، درته يې فرمايلي چې ((لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلا تَكْتُمُونَهُ)) دا کتاب به خلکو ته بيانوئ، پټوئ به يې نه،تا چې هغه تر ټولو کمزوری ارتکاب کړی دا دی چې د ظالم خوا دې ډکه کړې، د ګمراهۍ لارې دې ورته اسانې کړي. ستا په نږدېکت يې چا ته حق نه دی سپارلی، نه يې له ظلمه لاس اخيستی، ددوی باطل کارونه له تا چورلي، له تا يې د ګناهونو لور ته پُل جوړ کړی، همدا ډول ته د دوی لپاره د ګناهونو لورته د ختلو زينه يې، ستا له امله په علماو شکونه پاروي، جاهلان درباندې ځانته راماتوي، په څومره لږ شي قانع يې او څومره کار درنه اخلي؟!! ستا دين يې فاسد کړی، په څه مطمئن يې؟ د دې ايت لاندې نه راځې؟ ((فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضاعُوا الصَّلاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَواتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا)) معنا له انبياو او غوره خلکو وروسته داسې بد خلک راغلل چې لمونځونه يې ضايع کول او د شهوتونو پيروي يې کوله، دوی به د دزوخ ملاقات وکړي- ته جاهلانو او غافلانو سره تعامل نه کوې، دين ته دې مرض رسېدلی علاج يې وکړه، مرګ نږدې دی ځان تيار کړه، الله جل جلاله ته هر څه ښکاره دي. والسلام.

دلته دا خبره ذهن کې ساتل غواړي، چې دا خبره د هغو مسلمانو سلاطينو په اړه ده، چې د کفر پر ضد يې دومره فتوحات کړي، چې اوس يو خيال دی، نه دغه سلاطين چې کفر دلته د اسلام پر خاوره مسلط کړل، د اسلام او مسلمانانو پر ضد جنګيږي او تر اوسه يې معنوي او مادي ملاتړ کوي.

يوه بله خبره هم يادول غواړي، چې مفسرين د ((الَّذِينَ ظَلَمُوا)) په اړه فرمايي، چې جمع يې ځکه ويلې چې بايد دظلم له ټولي او ډلې اجتناب وشي. معنا دا چې شخص مهم نه دی، صالح دی که طالح، بلکې نظام مهم دی، چې ځان ترې وساتل شي!

پای ويلی شو، چې نظام فاسد وي، د يو شخص صلاح به څه معنا ونه لري. زموږ يو دوست داسې کار ته ډېر ښه مثال ورکوي، وايي لکه سړی چې په تياتر کې د فلم ليدو پرمهال لمونځ کوي! دغه نظام چې لا هم مسلمانان وژني، دغه نظام چې مظلوم د څو پيسو بدل کې د ظالم پښو ته حلالوي، دغه نظام چې د الله جل جلاله د حاکميت پر ضد د ولس حاکميت پلی کوي او په همدې بهانه د څو شيطانانو مطالب خوندي کوي، دغه نظام چې د مسلمانانو خاوره صليبي سرلښکر ته ډالۍ وړاندې کوي، څنګه د دې جوګه کېدای شي چې په کې شريکېدل هوښيارتيا او عقل وګڼل شي؟ حتی پرېښوول يې روا شي؟

د ظالمانو د مخالطې په اړه خو نهې راغلې ((فَلَا تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ)) او بيا داسې مخالطه چې د هغوی په اصولو او مېتود د هغوی حکومت کې شريک شي، دا به کوم سياست او اسلام وي؟ د دې ګډون ګټه به يوازې او يوازې کفر ته وي، ځکه چې ډله يې غټه شوه، اواز يې غبرګ شو، دا چې اسلام به حاکم شي، نو د هغې لار يوازې جهاد دی، دا ګډوله نظامونه نه اسلام غواړي نه يې نافذولی شي!

لیکوال: لطف الله خيرخوا، کالم: نکات، نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د