شعـــــرونه

غزل/ محمد علي عمري

محمد علي عمري
چـي پرمخ راشي سپين وېښته زياته يې نه وي مزه.
هــډونه واړه شي درانـه زیـاته يې نه وي مزه

وهغه ښارتـه چـي ورځې خيال پرايـمان كوه ډير
چـي پكښي نــه وي پښتانه زيـاته يې نه وي مزه

ستاخـو اوښتـــې تـرشپېتو ده دکلونو لړۍ.
اوس درته نـه ښايي واده زياته يې نـه وي مزه

چـي دكوم قـام لــه خپلې ژبې سره نه وي الفت.
ورته راځي دفـرهنګ غـله زيـاته يې نه وي مزه

داسي ماشوم دې خالق ورنكړي هيــچاته چي به.
دمـورو پلار نكړي په خوله زيـاته يــې نه وي مزه

چـي عقيـده يــې وي خـرابه عمري هغوته.
بحث كې مه خوره خپل مازغه زيـاته يـــې نه وي مزه

محمدعلي عمري
مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x