د غسل اړوند (۱۳ درس)

احمد الله عاطفي
دحضرت ادم ع او رسول اکرم ص دغسل څرنګوالی
سیدنا حضرت آدم (علیه السلام) او حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته دغسل ورکولو تر تیب او کیفیت په سترو کتابو کې په تفصیل ذکر شوی ،مونږ ئې په لنډ ډول لیکو…

حضرت عبد الله ابن مسعود(رضی الله عنه) مړي ته دغسل ورکولو په اړوند فر مايې : (يبدأ أولاً بالماء القراح، ثم بالماء والسدر، ثم بالماء وشيء من الكافور) وإنما يبدأ أولاً بالماء القراح حتى يسيل ما عليه من الدرن والنجاسة، ثم بماء السدر حتى يزول ما به من الدرن والنجاسة، فإن السدر أبلغ في التنظيف وإزالة الدرن، ثم بماء الكافور يطيب بدن الميت، كذا فعلت الملائكة بآدم عليه السلام حين غسلوه.

ژباړه: حضرت عبدالله ابن مسعود(رضی الله عنه) فرمايې: دمړي په غسل کې لمړی په خالصو اوبو دوینځلو پیل وکړئ،دویم ځل دبیرې پاڼو سره جوش کړي اوبه او دریم ځل دکافورو سره ګډ شوي اوبه استعمال کړئ.

ګټه ئې هم بیانوي: په لمړي ځل اوبو اچولو سره نجاست او دبدن خیرې لمدې اونرمې شي،دبیری پاڼو سره جوش کړي اوبه چې تړمې وي بدن له خیرو اونجاسته پاکوي،دکافورو اوبو سره بدن کلک او خوشبو شي، دغسل همدا ترتیب ملایکو حضرت ادم علیه السلام ته دغسل ورکولو په وخت کې مراعات کړی و.

زمونږ خوږ نبي حضرت رسول اکرم(صلى الله عليه وسلم) ته هم دهغه مبارک دکورنۍ نږدي غړیو غسل ورکړ.

دحضرت رسول اکرم(صلى الله عليه وسلم) دغسل مهمې چارې(کیسه، مږل او وینځل) دتره زوی او زوم ئې حضرت علي بن ابو طالب(رضی الله عنه) تر سره کړ.

دحضرت رسول اکرم(صلى الله عليه وسلم) محبوب تره حضرت عباس بن عبد المطلب او دحضرت عباس دوو زامنو (حضرت فضل او حضرت قشم)(رضی الله عنهم) به دمبارک بدن په اړخ اړاوه.

حضرت اسامه بن زید، حضرت شقران(رضی الله عنهم) به اوبه پرې اچولې او حضرتاوس بن خولي(رضی الله عنه) خپلې سینې ته تکیه کړی وو.

حضرت اسامه دحضرت رسول اکرم(صلى الله عليه وسلم) په تر بیه کې ستر شوی و،چې دخپلو لمسیانو (حضرت حسن او حضرت حسین) په شان ئې ورسره محبت درلود او حضرت شقران ئې ازاد کړی شوی غلام و او اوس ئې خادم خاص،چې ټول ئې دکورنۍ غړي بلل کیده.

حضرت علي(رضی الله عنه) چې حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) مبارک بدن ته غسل ورکوو، په خپلو لاسو ئې دمبارک ګیډه نرمه نرمه مسحه اومږله، دسیدنا حضرت علي (رضی الله عنه) هدف دا وو که کوم شی دمبارک له ګیډي ووځي پاک ئې کړي،دکوښښ با وجود چې له مبارکه څه ونه وتل حضرت علي (رضی الله عنه) وفرمایئل: تاسو(صلى الله عليه وسلم) په ژوند او مرګ دواړو کې مبارک اوپاک یاست !.

عن علي بن ابي طالب(رضی الله عنه): غسلت رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فجعلت أنظر ما یکون من المیت فلم أر شیئا، و کان طیبا حیا و میتا (صلى الله عليه وسلم) رواه ابن ماجه.

سدر، کافور او حنوط
سدر(بیرې): دا دونو له خیله دی ،چې له (۵۰) ډولونو نه زیات خیلونه لري،چې درې ئې خورا زیات مشهور دي، دسدر ونې معمولاً تر ۱۲ مترو لوړیږې او زیات عمر هم کوي، میوه هم لري چې صحرايې بیرې میوه دتوغ او ممانډو په اندازه او زراعتي ئې دپرګېو، حسیني انګوریا سنزلو په اندازه ستریږې دپخیدلو سره ئې رنګ ژیړ او سور شي، میوه ئې خوږه او دروغتیا لپاره ګټور، دبیرې شهد له غذايې موادو غنې،سره له دي چې له خوږ والي مامور وي،خو دزیابیطس(قند ناروغۍ) ته زیان نه رسوي بلکه ګټې ورکوي،دبیرې شهد په اوسني مارکیټ کې دعسلو په ډولونو کې تر ټولو انواعو لوړه بیه لري.

دبیرې پاڼی وروسته له وچیدو داوبو سره په ګډولو دخیروپاکولو او نظافت لپاره غوره ماده دی.

دسدر یادونه د قرآنکریم په مبارکو سورتونو (الواقعه او النجم) کې شوی.

او همداراز دسدر یادونه دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)، په مبارکو احادیثو کې هم شوی.

دبیري (۷) پاڼې میده او ومږې په یوستل اوبو کې مخلوط او دغه اوبه دکلام الله په (یس سورت) داسې دم کړئ ،چې هرځل دمبین کلیمي ته ورسیدئ په اوبو شف کړئ، ټول (۷) شفه کیږي، بیا دغه اوبه هر ناروغ ته ورکړئ چې وڅښي او ځان پرې ولمبوي، په ځانګړي ډول هغه ناروغان چې دواده سره سم دچا لخوا زورول شوی وي(جنسي قرابت توان ئې له لاسه ورکړی وي).
دبیري په پاڼو د سحر،جادو،ستر ګې لګیدل او دپیرې مسحه کولو درملنه په دعا او رقيې سره: دبیرې (۷) پاڼي واخلئ میده او اوبو سره ئې ګډې کړئ،په همدا اوبو دفاتحي سورت،اخلاص سورت ، والفلق او والناس سورتونه تلاوت او شف کړئ، له همدې اوبو ناروغ ته ورکړئ چې وچښي او ورباندې ولمبوئ، له یوه ورځ نه تر درې یا اوو ورځو او هم کولای شئ متداوم په تکرار داعمل تر سره کړئ أن شاألله ناروغ ته به الله (جل جلاله ) روغتیا په برخه کړې او حتی سختو ناروغانوته ئې هم تجویز کړئ که دسرطان ناروغي هم وي.

اشنان: یو ډول بوټی دی چې په ښورې(مالګینې) زمکو کې ټوکیږي ،چې داسي زمکي سره دمالګینو موادو له زیات والي تقریباً حاصلات ئې نیمګړي وي.

داشنان بوټي نري شاخونه او پاڼې لري،خوند ئې مالګین او څاروي ئې له خوړلو ډه ډه کوي .

اشنان او په ځانګړي توګه داشنان بیخونه چې وچ او میده شي داوبو سره په ګډولو هر رنګه خیره نرمه وي او پاکوي.
اشنان دطبابت په درملو کې هم کارول کیږي.

خطمي : دبوټو له خیله یو ډول ازاد بوټی دی چې په ګرمو سیمو کې زیات ټوکیږي،چې دخپل اوږدوالي په تناسب پلن او زیګ ډډ لري،تقریباً تر دوه مترو قد کوي پاڼي نسبتاً سترې او دګلانو رنګ ئې سور،ګلابي او سپین وي،خوند ئې خوږ، پاڼي او
بیخونه ئې په طبابت کې کارول کیږي.

کافور: یوډول سپینه ماده دی،چې موم هم لري او قوي بوی درلودونکی هم دی، حشرات او خزندګان ئې له بویه تیښته کوي.

دکافورو ونه تقریباً تر (۳۰) مترو لوړیږي،چې زیات ښاخونه او پاڼې لري او شفاف سپین ګلان کوي.

دکافورو ونه تل شنه او سور رنګه میوه دانه هم لري،چې په ځانګړي موسم کې ئې ټوکوي .

دکافورو ماده دنوموړي ونې په ټولو برخو کې وي ،زیاتره په طبابت کې کارول کیږي او هم په نورو کیماوي ترکیبونو کې.

حنوط : هر هغه خوشبوداره ماده یا ئې عرق (عطریات) چې له بوټو یا له نورو شیانو تر لاسه کیږي حنوط دی.
دځینو فقهاوو قول دحنوط په اړوند دادی چې حنوط پخپله کافور دی.

نور بیا…

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.