ادبي لیکني

ادبیات څه ارزښت لري ؟

نوید صهیب

نن سبا د ادبیات د ارزښتو په اړه بیخي ډیرې پوښتنې کیږي،که په مکتب کې ، پوهننتون کې او یا نورو ځایونو کې د ادبیاتو په اړه څه وویل شي، اوریدوکي یې خامخا د ارزښت په اړه فکر کوي، اساسي موخه ددې پوښتنې ځواب دی چې ادبیات څه ارزښت لري؟

د انسان په ژوند کې د ادبیاتو ارزښت له بیلابیلو اړخونو لکه دیني،ټولنیز ، اخلاقي ،سیاسي او نورو … له پلوه څیړل کېږي.

ددې ټولو اړخونو ځان ځان ته څېړل ډیر لوی بحس ته ضرورت لري، زه غواړم دغه سیند د یوې وړې مقالې په بڼه په کوزه کې را ایسار کړم.

یو عرب لیکوال (مصطفی السباعي) ادبیات د ارزښت په بناء داسې په ساده ژبه تعریف کړي : ادبیات د هغو فکري جامو او کارونو مجموعه ده چې د ژبو د پوهانو، شاعرانو او لیکوالانو له لوري د خپلو خلکو د فکري سطحې د ارتکاء لپاره تولیديږي، چې دغه جامې له شعر،داستان،ناول او د ادب له نورو شاخونو څخه عبارت دي.

په مخکې زمانو او اوس وخت کې انسان ادبیاتو ته اړ وو او دی.

انسان په ټولنه کې د ژوند کولو او له نورو انسانانو سره د چلند لپاره ادب ته ضرورت لري،یو بې ابه انسانان په ژوند کې ممکن له ډیرو مشکلاتو سره مخ شي، د ژوند د نورمونو او آدابو نه مراعات انسان تر داسې نادودو رسولای شي چې بیا وتل ورنه ډیر سخت وي.

ادب عربي لفظ دی چې جمعه یې د ونې د شاخونو د پرې كولو په مانا راځي،دا بیا د صلاح او تذکیې په مانا تعبیریږي.

دا یوه روښانه خبره ده چې ادبیات د نورو هنرونو تر څنګ د تاریخ په اوږدو کې د مختلفو قومونو او خلکو تر منځ د ځانګړي عمق او باور څخه برخمن دي چې د موخو د بیان، افهام او تفهیم لپاره د انسان د خلقت سره سم راشروع شوي.

الله جل جلاله په قرآن کریم کې د إنسان ترخلقت وروسته د بیان د زده ګړې خبره کړې : خلق الإنسا،علمه البيان…
انسانانو عمومأ د ښه ژوند تیرولو لپاره ټولنیز ژوند غوره کړی چې د ټولنیزو اړیکو،د اړتیاوو د پوره کولو او موخو ته د رسیدلو لپاره نطق،بیان یا کتابت ته اړتیا لري ، چې دا هر څه خپله په ادبیاتو پورې اړوند دي.

له بل پلوه ادبیات د علم د خزانو او بشري پنځونو په لاس ته راوړولو کې مهمه ونډه لري چې انسان یې په لاس ته راوړلو کې خپل په کلونو عمر تیروي.

ادبیات د انسان په ژوند کې دومره مهم څه دي چې کولای شي د انسان فکري سطحه لوړه او هغه فکري او فرهنګي بلوع ته ورسوي، چې حد اقل د ښو او بدو لاره وپېژني.

د خپلواکۍ، ملیت، تمدن او کلتور د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته یې لېږد هم د ادبیاتو په مټ ترسره کېږي، د هر قوم ادبیات د هغه قوم تاریخي ارزښتونو ته پېوند ورکوونکي او هغه قوم ته د راغلو تاریخي واقعاتو او بدلونونو آئینه ده،کوم چې دوی ورنه خوږې یا ترخې خاطرې لري.

د ادبیاتو موخه داده چې د ژوند او انسان ښکلاوې وپېژني او هغه په ګوته کړي.

ژوند ښکلۍ دی او انسان د یو ستر روح درلودونکی دی، په همدې وجه ادبیات دنده لري چې د ژوند د ښکلا او انساني نفس د اعتلاء لپاره مناسب څه برابر کړي.

د انسان د ښخصیت تجلا او د انساني نفس تړل له معنویت سره هم د ادبیاتو له اهدافو بللای شو.

ادبیات د ملتونو د عامه پوهاوي،بیداري او یا ددې په خلاف د ملتونو د فکر د إشغال په برخو کې هم مهم رول لوبوي.

په صلیبی جګړو کې د عیسویانو تر ماتې وروسته له عیسوي حکامو د دوی د پادریانو دغه جدي غوښتنه چې د اسلامي نړۍ د فکري استعمار لپاره خپل غربي ادبیات په اسلامی نړۍ کې خپاره کړي، دا ددې ښکارندویي کوي چې د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ استعماري دولتونو ته ادبیاتو څومره ارزښت درلود.

د نړۍ د سترو سترو انقلابونو په ځانګړي ډول په اسلامي انقلابونو کې د ادبیاتو د ارزښت په اړه مطالعه کولای شي د ادبیاتو د ارزښت پوښته ځواب کړي.

په پای کې د حسن اختتام په ډول د شرق د نابغه، ستر فلسوف دوکتور علامه
إقبال رحمه الله دا څو بیتونه :

دین سراپا سوختن اندر او طلب
انتهایش عشق آغازش ادب

آبروی گل اندر رنگ و بوی اوست
بی ادب رنگ و بی بو آبروست

نوجوانی را بینم بی ادب
روز من تاریک گردد چو شب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x