اشرف غني د نجونو د تعلیمي لباس طرح رد کړه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۲۵، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د نجونو د هغه تعلیمي یونیفورم طرح رد کړې ده، چې پر اساس یې د متوسطه او ثانوي مرحلو نجونو لپاره د پښو تر ښنګرو پورې اوږد کمیس غوره شوی و.

د معارف وزارت لخوا په وړاندیز شوې طرح کې راغلي و چې د ابتدائیه ښوونځي د شاګردانو د لباس لمنې به تر زنګونو پورې اوږدې وي، خو د متوسطه او ثانوي دورې ښځینه زده کوونکې باید د پښو تر ښنګرو پورې اوږد کمیس په تن کړي.

د ارګ ویاند دواخان مینه پال د دې راپور د تایید ترڅنګ ویلي چې اشرف غني د نجونو لپاره د داسې لباس پلوي دی چې د «افغانستان کلتور او اقتصاد» سره برابر وي.

د رد شوې طرحې له مخې په پام کې وه چې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د لباس رنګ به آبي او له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې به دغه لباس فولادي رنګ ولري.

د اشرف غني لخوا په رد شوې طرح کې د ټولو ښځینه زده کوونکو لپاره سپین ټیکري هم په نظر کې نیول شوي وو.

وړاندې یو شمېر مدني فعالانو په دغه وړاندیز شوي لباس د اعتراض په توګه ویلي و چې ځکه ورته د منلو وړ نه دی، چې د عربي هیوادونو له ښځینه حجاب سره ورته والی لري.

دواخان مینه پال وايي چې اشرف غني د نجونو لپاره د داسې لباس طرفدار دی چې پخپله د مکتب نجونې یې خوښوي او د هغوی استاذانې او والدین ورسره موافق وي.

د نوموړي په وینا اشرف غني په دې باور دی چې د نجونو لباس باید «اقتصادي» وي او زمونږ له «کلتور» سره سمون وخوري. خو په دې اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی.

د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې د پوهنې وزارت لخوا طرح شوی ښځینه لباس ردوي، چې د دې وزارت د چارواکو په وینا، د جامو دا طرح یې د وزارت پر علمي شورا سربېره د وزیرانو شورا له موافقې وروسته غوره کړې وه.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.