افغانستان

کابل کې یوه ماشوم ځان زندۍ کړی

نن ټکی آسیا: د کابل ښار د اتمې امنیتې حوزې په ساحه او د کارته نو په سېمه کې یو اوه کلن ماشوم ځان زندۍ کړی.
د کابل د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه چې نن پنجشنبه رسنیو ته استول شوې، زیاتوي چې دا ماشوم احمد سیر نومېده، عمر یې  اوه کاله و چې تېره ورځ یې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ماشوم د ځانوژنې لامل لا هم جوت نه دی، خو په دې اړه پلټنې رواني دي.
د ماشوم د کورنۍ غړي هم د خپل بچي د ځانوژنې  د انګیزې په اړه بې خبرۍ ښيي.

باید وویل شي چي څه موده مخکي هم د غزني ولایت په چاغوري ولسوالي کي یوه ماشوم هغه وخت ځان وژلی وو، کله چي په یوه محلي تلویزون کي د وادي ګرګها په نامه سیریال څخه متاثره شوی وو، د هغه سیریال د مرکزي کردار پولاد علمدار په رول کې تمثیل کاوه او ځان یې زندۍ کړی وو.

کتونکي په دې نظر دی چي په هیواد کي ځیني خپریدونکي چینلونه په لوی لاس په افغاني ټولنه کي د غربي او هندي کلتور د ودې لپاره بوخت دي، چي د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره او د افغاني دود او کتلور لپاره به ډیري بدي پایلي ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x