آیرلینډ خلاف د بریاو لړۍ؛ افغانستان لومړنۍ یو ورځېنۍ لوبه وګټله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۲۵، ۱۳۹۵ل): افغانستان د درې پرلپسې شل اوریزو سیالیو وروسته آيرلینډ ته د نړیوالو یو ورځېنۍ د ۵ سیالیو د لړۍ په لومړنۍ لوبه کې آیرلینډ ته په ماتې ورکړه.

افغانستان په نننۍ سیالۍ کې پچه وګټله او د لومړۍ توپوهنې پریکړه يې وکړه. توپوهنه کې تر کپتان اصغر ستانکزي او ګلبدین نایب پرته ټولو د پاموړ ښه لوبه وکړه. شهزاد ۴۳، نور علي ځدران ۵۱، رحمت شاه ۷۸، حشمت الله شاهدي ۳۲، سمیع الله شینواري ۳۰ او محمد نبي تېزې ۳۴ منډې وکړې.

افغانستان په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې ۲۹۲ منډې جوړې او آیرلینډ ته یې ۲۹۳ منډې هدف ټاکه.

آیرلینډ د یاد هدف پوره کولو لپاره کامیاب پیل وکړ. لومړی ویکټ تر ژر غورځېدو وروسته سټیرلینګ او پورټرفیلډ منډې تر ۱۷۰ پورې  ورسولې. هغه مهال داسې برېښېدله چې آیرلینډ به دا منډې ډير ژر او په اسانۍ سره پوره کړي، خو د راشد خان او دولت ځدران جاودګرې توپ اچونې په آیرلینډ وبا ګډه کړه او وروستي لوبغاړي یې یو پر بل پسې ژر وسوځېدل.

پورټرفیلډ ۱۱۹ او سټیرلینګ ۶۸ منډې جوړې کړې.

افغانستان له لوري راشد ارمان او دولت ځدران ۴-۴ او حمزه هوتک دوه ویکټې واخېستلې. د لوبې ښه لوبغاړی د آیرلینډ کپتان پورټر فیلډ شو.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.