ډیورند د معاملې په درشل کې

خالق یار احمدزی

یوځل بیا د ډیورند د غاصبانه کرښې د رسمیت اوازې راپورته شوې او ویل کیږي ګډحکومت په کامل تکل د دې کرغیړنې څخه د خلاصون لپاره مټې را بډ وهلې. وروستي راپورونه وایې چې پاکستان د افغان چارواکو په فرمایش د دیوال جوړولو ابتدایی کارونه پیل کړي.

پاکستان ویلي، له دې کار يې موخه دا ده چي له یوې خوا د جنګیالیو د تګ راتګ مخه ونیسي او له بلې خوا د نشه يي توکو د قاچاق او وړو راوړو لاره بنده سي.

پاکستان غواړي پر دغه فرضي کرښه، منظم نظامي اقدامات ولري او پوله به د الوتکو له لارې څارل کيږي.

ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله نه ده، خو پاکستان پر دغه فرضي کرښه یوې رسمي پولې ته ورته اقدامات پیل کړي دي، خو د ملي وحدت حکومت یې پر وړاندې چوپ دی او هېڅ غبرګون نه ښيي.

تر دې وړاندې پاکستان پر دغه کرښه دروازې رغولې دي او په دې وروستیو کي یې ویلي، چي د څلورو نورو دروازو د رغولو پلان هم لري.

د ډیورند کرښه څه ده؟

د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ هغه نږدې ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده پوله ده چې لا تر اوسه پورې هم نه خو هم د افغانستان د حکومت لخوا او نه هم د کرښې په دوواړو خواوو کې د میشتو قومونو له خوا منل شوې. د ډیورند کرښې تړون د ۱۸۹۳ز کال څخه راوروسته د بریتانوي هند د حکومت او د افغان ولسمشر امیر عبدالرحمن خان لخوا په خپلو سیمو کې د محدودیتونو د اغیز د لرې کولو لپاره تر سره شو. چې بیا وروسته په هماغه وخت کې دا کرښه د هېنري مورټیمر ډیورنډ د بریتانوي هند د بهرنیو چارو وزات د مرستیال په نوم ونومول شوه.
دغه په یوه پاڼه کې لیکل شوی تړون چې ۷ لنډې مادې وې چې د برتانوي مامور او عبدالرحمان خان لخوا پرې توافق شوی ؤ.
د دې تړونلیک له شرطونو سره سم به د برتانوي هند حکومت هیڅ کله هم په هغو سيمو کې چې له دغي ليکي نه آخوا د افغانستان په لور پرتې دې لاسوهنه ونه کړي، او امير به هيڅ کله هم په هغو سيمو کې چې له ليکې نه آخوا د برتانوي هند په لور پرتي دې لاسوهنه ونه کړي.

دغه سره کرښه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پرته ده د ډیورند د کرښې په نوم یادیږي, چې دغه کرښه د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال هېنري مورټېمر ډيورنډ لخوا په کال ۱۸۹۳ کې کې نومول شوې

د 1894 ز کال څخه راوروسته افغان-انگلیس په گډه د نښې ایښودنې سروې پیل کړه چې کابو ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده کرښه یې رانغاښتله .

چې په پایله کې د ډیورنډ کرښې د سترې لوبې یو خپلواکه سیمه د انگلستان او روسيه په گټه رامنځ ته کړه.

خو تاریخ پوهان وایي، دا قرارداد هغه مهال پر افغان حکومت تحمیل شو او داسې څه په کې نشته چې ډیورند کرښې ته رسمیت ورکړي.

د پاکستان په جوړېدو سره دا کرښه په رسمیت ونه پیژندل شوه او اوس هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې جدي ستونزې په توګه پاتې ده.

د رسمیت هڅې یې:

پاکستان د دې کرښې د رسمیت لپاره بیدریغه هڅې وکړې او لا یې کوي پاکستان تل پدې ویره کې دی چې یوه ورځ به بیا تر اټکه د افغان شمله ورپیږي.

پاکستان دوخت هر واکمن ته د رسمیت ځولۍ غوړولې خو د سپک توند او جدي برخورد سره مخ شوی.

دا وړاندیز یې طالب مشر ته هم کړی ؤ چې غوښتونکی پلاوی یې له دسترخوانه پورته کړی ؤ.

کرزي هم په زغرده دا وړاندیز رد کړ.

خو د ګډحکومت په راتګ سره دا هرڅه معکوس ښکاري.

ځکه تر هر حکومت زیات دې ګډوله ادارې پنجابیانو ته زیات امتیازات ورکړل.

دې حکومت په لمړي سر کې له آی اس آی سره استخباراتي تړون امضا کړ. د بندیانو تبادلې ته یې تیاري وښوده او ډیر نور امتیازات چې هر حکومت یې په کولو او ورکړې شرمیده دوی وکړل.

پاکستان په ځلونو دروازې جوړې کړې، مهاجر یې وځورول لارې یې بندې کړې، او دا خاوره یې په توپونو وویشته خو نه یواځې داچې پټه خوله پاتې شول بلکه د زاریو لمن یې هم ورته وغوړوله.

طالبان چې یوه ضعیفه اداره یې درلوده بیا هم پاکستان ته په ځلونو جزاء بالعمل ورکړی وه خو دې حکومت چې ټولې دنیا ورته د مرستې ډغره هم وهلې د هیڅ ویلو طاقت او جرئت نلري.

ځیني شنونکي خو لا پدې آند دي چې ګډحکومت امریکا د یو داسې ګوډاګي حکومت په شکل رامنځته کړ چې دلته به د نړیوال کفري تاړاک ټولو غوښتنو ته مشروعیت وربښي چې په لمړی ورځ یې له امریکا سره د خاورې د پلور وثیقه ورکړه او اوس د ډیورند لپاره دلایل تراشي.

چې ښه بیلګه یې تیره ورځ د محمود صیقل په بین الملل کې داسې خبرې وې چې د افغانیت له ارضي تمامیت مکمل خلاف وې.

ملته!

د لرې او برې پښتونخوا متدین ولسه په خلاصو غوږو یې.واوره!

هغه کرښه چې نه موپلرونو او نه مو اجدادو نیکونو منلو ته غاړه کیښوده اوس دا تپل شوې غیر مشروع اداره غواړي د تاریخ دا بیشرمي پخپل نوم کړي او د نورو د فرمایش پخاطر دا لوبه پرمخ بوزي.

خبردار! که ویښ نشې خاوره مو لکه څنګه چې په امریکایانو وپلورل شوه او د دې تاریخي تیروتنې بیه اوس عام ولس پرې کوي.

همداسې په تور مخو پنجابیانو هم پلورل کیږي.

راپاڅئ او د دې تجارت مخه ونیسئ کنه سبا به د افسوس لاسونه مروړو خو څه به نه وي.

5 تبصرې

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    احمدزۍ صاحب اسلام اعلیکم اصلاًپنجابۍ یوداسی قوم دۍ چه دنورمالوانسانانومخالف قوم دۍ زماپه فکر دافغانستان شپانه ددوی تر غټ سیاست مدار هوښیار دۍ دوی ته چه انګریزانوڅه ورپرایښی دی په دی ۷۰کالوکی دوی دیوی پیسی تغیرندۍ کی راوستلۍ لایی خراب کړۍ دۍ ددواورګاډی تراوسه په کوله چلیږی هغه زوړسسټم دۍ ددوحکومتو هغه دانګریز دغلامی حکومتونه دی ،دوی دافکرنه کوی چه که دافغانستان موجوده حکومت داعتباروړوای نوداجونګونه به ولی دحکومت په مقابل کی روان وای اوس فعلاً افغانستان یتیم دۍ داوطن فروشان چه هره فیصله کوی دادیتیمانو د قبول وړنه ده اودپاکستان جاهل حکومت هم باید پدی پوهیدا چه ددی غیری افغانی حکومت امضاء څه اعتبارلری پریږدۍ چه دوی څه کوی هغه وکی په فارسی کی متل دۍ وایی خرکوس ګفت خرکوس باورکرد انشاءالله اوس افغانستان پرجوړیدودۍ بیاچه افغانستان جوړسو بیابه فیصلی کوو دغسی روس هم نیمه جرمنی نیولی وه چه الله یی ورځ راوسته بیرته هغه جرمنی سوه تور لینګیان پښتانه نسی غولامان کولا دظاهربیغیرته وخت ولاړۍ اوس انشاءالله قوی افغانستان جوړیږی تورلینګیان به بیرته زموږغولامان وی که درب رضاوه دایوکال تریخ ژوندبایدوزغمو.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

  2. ښه شوه چې په ماما خیلو کې مې یو نر را پيدا شه ! غني ، نجیب او نور دلګان خو زمونږ دبوزې د شرم پيزوان دي !
    پردي مذدوره خرڅ شوي انسانان د خپلې چړچې او خبلې امضاګانې کوي خو دکورنۍ غړي څوک نشي وېشلی !
    دوی د هر څه کوي مونږ باید او حتمي خپل قومي ،کلتوري او ژبه نيز روابط په هر قیمت چې وي کلک سره وساتو !!

  3. الحاج استاذ بیانزی

    قوم لوښی او نظام به هغه لوښی کی د یو ننګولی حیثیت لری . یعنی قوم او نظام لازم او ملزوم شی دی ، یا قوم جسم او نظام پکی روح دی چه یو له بله یی شتون او ژوند ممکن نه دی ، الله ج فرمایی انا لله و انا الیه راجعون
    یعنی دغه جسم او روح د الله ج له خوا او واپس به هغه ته ورګرځیدونکی وی یعنی زمونږ جسم او روغ د الله ج مالیکت کی دی لکه نظام چه مو اسلامی یا شریعت وی یعنی ټول انسانان د ژوند ټولی چاری او ستونزی باید د الله جپه اصولو او نظام سمی کړی او سمی وساتی همدارنګه مو جسم د هغه به مالکیت کی دی، ولی د الهی ازموینی له امله راته او شو او بدو کړو د پاره خبلواکی راکړی شوی
    اصل موضع :
    زمونږ ځینی خره له قومیت او ژبی څخه نظام جوړوی او د الهی نظام او شریعت په مقابل کی یی دروی ، پرستش یی کوی نشنلستی یا وطن پرستی ورته وایی دا شرک دی وطن دوستی ثواب یعنی د خپل خآن ، کورنی بلاخره هیواد او سیمی سره مینه لرل او دفاع کولو نه یواځی ناچایزه نه دی بلکه ثواب او جهاد دی برخلاف وطن پرستی نه یواځی جواز نه لری بلکه شرک دی او د استعمار هغه فارمول رشتونی کوی چه ( وویشه حکومت وکړه ) دوی د دغه ویښنی د پاره زمونږ یو شمیر نااهله او بدمرغه هیوادوال لاس کی نیسی مالی بیرزونی ورباندی کوی او د هیواد یا وطن پرستی په ناولتیارو کی یی ورګډوی له قوم او ژبی دین او نظام جوړوی خبل قوم یا خبل هیواد یا خپل ځان تر نورو پورته ګڼل لوی او شرک دی مثلا که پشتانه ځان پورته ګڼی ، تاجګ به همدغه کار کوی بس سره وویشل شول
    قوم ،،ژبه رنګ ، سمت او داسی نور صرف زمونږ د پیژندنی د پاره دی زمونږ د نظام د پاره اسلام دی او بس کوم چه سوله او عدالت رامنخته کوی کوم چه د اشغالګرو نه خوښیږی ځکه بیا هغوی ااستمثار نه شی کولای

  4. زه خو د ښاغلي بيانزي په بيان پوه نه شوم چې د ډيورند كرغيړنه كر ښه منې او معامله پرې جايزه بولې او كه ناروا ؟
    دلته د يوه واحد ملت په زړه د را تير شوي خنجر د زخم خبره ده ، چې دا ز ړه سره وصل شي او كه په دوو ټو ټو د زمانې د قصابانو خوراك شي .
    زما په مجهولو او مغلقو خبرو سر نه خلاصيږي ،
    دلته خبره دنظام نه ده مطرح ، بلكې د يوه لوى اولس د وجود او عدم سوال دئ . نظام به هغه وخت جو ړيږي ، چې ملت وجود ولري او واك ولري ، چې متاسفانه افغان ملت اوس ټو ټه شوئ دئ او د د ښمنانو يې دا نقشه ده چې دې تقسيم ته مشروعيت او قانونيت ور كړي او واك خو يې هم پاس د امريكايي اشغال ګرانو او كښته د انګريز د ولد زنا پنجابيانو په لاس كې دئ .
    مو ږ تر اوسه دكور جو ړولو د مځكې ملكيت نه لرو ، خو خبرې يې جو ړولو كوو .

  5. الحاج استاذ بیانزی

    هیښ ویښ ورور سلامونه می ومنه !
    زه په نیوکه نیولو نه یوآځی دا چه نه خوابدی کیږم پلکه لا خوشالیږم ، دا کار زما د سمون او یا لوستونکو سره د مفاهمی لړی پراخوی .سره د دی چه مونږ تبصرو یا لیکنو کی ډیره هڅه لرو چه ویل یی لوستونکو ته اسان وی مګر بیا هم وایی د شعر په ژبه شاعر پوهیږی او د لوستونکو د عینکو د رنګ پوری هم اړه لری.
    دروند ورور زما د تبصری د هدف په ګوته کول :
    زه ستاسی د دغه خبری سره توافق لرم چه همدغه انګریزانو زمونږ نیم افغانستان د وخت د عیاشو ، بی سوادو او د کرزی او غنی د غلامانو به شان حکومتو څخه لمړی د ( ۸ ) او بیا د ( ۱۶ ) لکو کالدارو اجاره کړو او د ایزمیانو غازی امان الله خان وخت کی د روسی سفارت د بیا تاسیسولو د پاره روسانو په امان الله خان د تاج او تخت د بدلولو د پاره لمړی امیر حبیب الله خان ( چه د انګریزانو سره یی دروسانو پرتله زیاتی اړیکی لرلی ) په شهادت ورسولو، بیا یی د هغه خپلواکی د پاره چه ( مونږ لرله ) د انګریزانو به مقابل کی د روسانو به ملاتړ د جنګ اعلان وکړو .
    دا چه له یوی خوا انګریزی استعمار په هند کی زوړ شوی یعنی له هری خوا د خپلواکی خوځښتونه ورته راټوکیدلی وو او د بلی خوا په روس کی کمونستی انقلاب بریالتبوب ته رسیدلی یا د رسیدو په حالت کی وو ، روسی استعمار د همدی وخت په انتظار وو ، شاهی کورنۍ کی یی د داود خان په شان څوک پیدا او په کمونستی افکارو ( روشنفکری ) افکارو وروزلو . د روسانو او نادرخان د ورونو به مرسته یی تاج و تخت ترلاسه ، د انګریزانو سفارت یی د روسانو په سفارت الیش کړو او په بیه کی یی هماغه نیم افغانستان ( پشتونستان ) اجاره ورته په مفته قباله بدله کړه یعنی هغه ( ۱۶ ) لکه کالداری مو هم بایلودی . د ارګ مخی ته د استقلال څلی جوړ شو په کار دا وه چه دغه ځلی د روسانو د سفارت به مخه کی جوړ شوی وی .
    زما هدف زما له تبصری دا وو ، چه زمونږ نیم افغانستان چه زمونږ له تنه بیلیدو هغه وخت لا پاکستان نه وو زیږیدلی ، د پاکستان مور او پلار ټانکونه ستا په وچه او نظامی الوتکی یی ستا په هوا کی ګرځی د شاه شجاع او کارمل په شان کرزی او غنی غلامان یی درباندی چارواکی کړی نه یواځی دا چه غلامان بلکه فاسد او بی کفایته هم دی . زه حیران یم ، چه هیښ ویش صاحب او نور ورونه چه زمونږ د بدن د یوی برخی په اړه شعارونه ورکوی ولی د دی پاتی افغانستان په اړه چه هماغه پرونو انګریزانو اشغال کړی ولی څه نه وایی .
    بل هدف می دا وو ، چه دی وخت کی د پشتونستان یادونه چه کیږی ، د دی امله ده چه د انګریزانو د افغانستان یوه غلامه اداره د انګریزانو بلی غلاممی اداری ( پاکستان ) ته د امان الله خان د وخت د تړون لاسلیک بیا نوی او نړیوالو ته باوری کړی ، هغوی چه کله پولی پرانیزی او کله یی بندوی ، کله پرله پسی توغندی ګذاری ، د غنی سره په تفاهم او رشوت دی نتیچی ته رسیدلی بهانه جوړه کړی چه د دهشتګرو د مخنیوی د خاطره به مونږ دیوال تیر کړو او هوایی څارنه به یی کوو ، مطلب دغه دیوال به د هغه پرونی ډیورند قانونی او عملی بڼه کی لاسلیک جوړ شی ،
    په دی انقلابی شعارو کی بل هدف هم نغښتی دی ، داسی یی هیوادوالو او نړیوالو ته محسوسوی چه زمونږ هیواد نه دی اشغال شوی مونږ خپلواکی لرو زمونږ پام هغه افغانستان ته اړوی چه انګریزانو پرون نیولی او پاکستان ته یی سبارلی ، مګر دا چه نن انګریزان دی پاتی افغانستان پسی راغلی او دا ۱۶ کاله کیږی مونږ وژنی ، زمونږ په خاوره او زمونږ په کورونو کی زمونږ سترګی پټوی ، زمونږ لاسونه تړی مونږ د خپلو میرمنو او خپلو بچیو به مخ کی شرموی او یا مو میرمنی شرموی او په عفت یی یی تیری کوی هغه پروا نه کوی.
    وایی اوښ ته چا ویلی چه ورمیږ ته کوږ دی اوس ورته ویلی چه کوم ځای می جوړ چه ورمیږ می کوږ دی ، مونږ ته لمړی د ۴۹ کفری هیوادو څخه چه پاکستان او ایران هم پکی ګډون لری د خپلواکی اړه ده ، کله چه مونږ دا خپلواکی تر لاسه کړه ملی او اسلامی حکومت ولرو ، د جنګ څه ناڅه پیاوړتیا او په نړیوال کلی کی که دشمنان ولرو مګر څه ناڅه دوستان هم ولرو ، بیا به د پاکستان سره د پاتی یا مقبوضه افغانستان سیاسی ناندری وهو که ممکنه نه وه نو جنګ یی د حل اخری لیار ده ، هر انسان حتی حیوانات له خپل ټاتوبی حخه د دفاع حق لری .
    تاسی نظام کوم ستوری فرض کړی ، افغانستان، سیمه او نړی کی د نظامو جنګ دی ، نظام د ملی او اسلامی حکومت سره رامنځته کیږی که مور نه وی لور او ځوی به څرنګه شتون ولری . په لاندی ډول به خپلی خبری لنډی کړم :
    مونږ لمړی د خبلواکی جنګ ( غزا ) ته اړه لرو . تر هغی چه خپلواکی تر لاسه کړو .
    مونږ بیا ملی یووالی ، ملی او اسلامی حکومت او اسلامی نظام ته اړه لرو . زمونږ هیواد د هغو اسلامی هیوادو په ډله کی دی چه سل په سلو کی یی خلک مسلمانان دی ، نظام او حکومت یی هم باید اسلامی وی ، تر هغی چه په ټولنه کی نظم او دیسپلین نه وی هغه ټولنه خپله ډوډی هم په ارامه نه شی خوړلی .
    دریم مونږ بیا هیواد جوړونی او پیاوړتیا ته اړه لرو .
    له هغه وروسته به مونږ د د پشتونستان په اړه لمړی سیاسی خبری که نتیجه یی نه ورکوله جنګ به یی خامخا اخرنی حل وی ، مګر هغه وخت به مونږ یوه خوله یو ، په مونږ کی به د انګریزانو ، روسانو ، امریکایانو ، هندوانو ، پاکستان او ایرانیانو جاسوسان وی چه مونږ د پاکستان په ځای خپلو کی خبل منځی جنګونه بیا بیل کړو او دا پاتی افغانستان هم له لاسه ورکړو او یا ډ تل د پاره ټوټه ټوټه شو او یا مو پاتی برخی ګاوندی هیوادونه خپلو کی سره وویشی . له جوشه کار مه اخلی له هوشه کار واخلی ، دا چه مونږ د ډیورند ډیورند چیغی په دی شرایطو کی زمزمه کوو دا هم د کابل د غلامانو او بادارانو دستور او قومانده ده مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.