نړۍ

نوازشریف شمالي وزیرستان کې د عملیاتو لپاره پوځ ته د تيارسئ امر کړی

د پاکستان لومړي وزیر میا محمد نواز شریف نن په اسلام اباد کې يو شمېر لوپوړو پوځي او سیاسي چارواکو سره له سلا مشورې وروسته پوځ ته په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو لپاره د تيارسئ حکم کړی دی. میا نواز شريف نن په اسلام اباد کې د پوځ سر لښکر جنرا راحیل شريف، داخله وزیر چودهدري نثار علي خان، دفاع وزیر خواجه اصف  د ای ایس ای مشر جنرال ظهیر الدین، د اطلاعاتو وزیر سناتور پرویز رشید په ګډون يو شمېر جګپوړو چارواکو سره په خپلو خبرو کې وويل چې، ځکمني حقایقو ته په کتلو موږ باید په هيواد کې د امنيت راوستلو لپاره سختې فیصلې وکړو او پوځ باید په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو لپاره چمتو و اووسي. د خبري سرچينو په وینا لومړي وزیر میا محمد نواز شریف د غونډې ګډونوالو ته و ويل چې د حکومت ضد ټولو وسلوالو ډلو پر خلاف دې پوځي عملیات وشي او د پوځ سر لښکر جنرال راحیل شریف ته يې امر کړی چې باید د عملیاتو لپاره پوځي  کړنلاره جوړه کړي چې لومړی وزیر نواز شریف به يې له پارلمانه تصدیق کړي او له هغې وروسته به د وسلوالو طالبانو پر خلاف پوځي عملیات پیل کړي. د يادونې وړ ده چې پاکستاني پوځ مخکې هم څو ځله د وسلوال طالبانو پر خلاف پوځي عملیات کړي خو تر اوسه يې کومه ځانګړې بریا نه ده تر لاسه کړې. د پوځي چارو شننونکي واي پر شمالي وزیرستان پوځي عملیات به ټول هيواد کې د اوور لمبې خپرې کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x